تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د برکتونو میاشت(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

روژه د برکتونو میاشت
(دوهمه برخه) 


 

یادونه: (روژه د برکتونو میاشت) لیکنه یو ځل مخکي (۱۴۰۱هـ ش) کال کي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپره وو. 


 څلورم برکت

 
بل برکت ددې مياشتي دا دئ، چي پدې مياشت کي شيطانان تړل کيږي؛ تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي؛ لکه په حديث کي چي راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کيږي.


د شیطانانو د تړلو دوې معناوي دي، یا دا چي ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چي په نورو وختونو کي خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا پدې معنی سره، چي د شیطانانو مشران به تړل کیږي کوم چي د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپلو نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.


کله چي الله پاک شیطانان وتړي نو یواځي نفس پاتیږي چي انسان د ګمراهۍ لوري ته بیایي د نفس سره مقابله باید انسان په خپل توان سره وکړي، خپل نفس ضعیفه کړي او غوښتني یې ونه مني. خو که څوک سمه روژه ونیسي، د سمي روژې د نیولو سره نفس خپله ضعیفه کیږي.


پنځم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دې، چي دا مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده له همدې کبله پدې مياشت کي رسول الله صلی الله عليه وسلم سخاوت ډېر کوی لکه په حديث کي چي راځي: كان رسول الله صلى الله عليهم وسلم أجود الناس وكان أجود ما يكون في رمضان.[متفق عليه] 


ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم تر ټولو خلګو سخي وو؛ خو د روژې په مياشتي کي بيا بيخي ډېر سخي وو.


پدې خاطر، چي پدې میاشت کي د انسانانو نیک اعمال د دې ترڅنګ چي د قبلېدلو درجې ته ډېر نژدې دي څو برابره ورته حسابل کیږي؛ نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پدې میاشت کي ډېر سخاوت کوی او د نورو مسلمانانو لپاره هم پدې میاشت کي سخاوت ډېر ثواب لري.


همدې ټکي ته په پام چي څومره مو په وسه وي په دې مياشتي کي بايد صدقات او خيراتونه ورکړو او له اړمنو انسانانو سره ډېري مرستي وکړو؛ تر څو هم دغه برکت لاسته راوړو او هم مو د نيکيو تله درنه سي.


شپږم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دئ چي څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي؛ نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کي چي راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد]


ژباړه: څوک چي روژاتي ته روژه مات ورکړي؛ نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کيږي بېله دې، چي د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل سي.


د روژاتي په ثواب باندي یواځي الله پاک خبر دئ، چي څومره به وي، دا پدې خاطر نه چي ثواب یې معلوم نه دئ، بلکي پدې خاطر چي ثواب یې بېخي ډېر دئ، نو څومره ثواب چي هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چاته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چي روژاتي ته روژه مات ورکوي.


 اووم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دئ، چي پدې مياشتي کي د پيشلمي په کولو کي الله پاک ډېر فضيلت ايښی دئ، لکه چي په حديث کي راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.[متفق عليه]ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چي په پيشملي کي برکت دی.


زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت په دغه کي دئ، چي موږ پیشلمی کوو دوی یې نه کوي او د پېشلمي كول لکه په ظاهري معنی چي د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دئ په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندي مشتمل دئ، پېشلمي ته کښیناستل ددې لامل جوړیږي، چي انسان دي عبادت وکړي، ددې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن سي او الهي رحمتونه دي ورباندی ووریږي.


د پیشلمي لپاره کوم خاص ټاکل سوی وخت نسته د شپې په آخرنۍ برخه کي د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکي کښېني چي د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکي باید پیشلمی بند کړل سي.


نور بیا... 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته