ژباړه: محمد امین سایح / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو انګریز د یو مسلمان شیخ څخه وپوښتل چي ولي مسلمانه ښځه وخلگو ته سلام نه اچوي او ولي د هر چا سره د لاس روغبړ نه کوي ؟
شیخ وه انگریز ته ډیر ښه جواب ورکړی او ورته وه یې ویل:
شیخ: ایا په تاسو کي هر څوک د انګلستان ملکې ته سلام اچولای سي او د لاس روغبړ ورسره کولای سي ؟
انگریز: هلته قانون صرف اوه ډوله خلگو ته دا اجازه ورکوي.
شیخ: په اسلام کي هم فقط یولسو نفرو یا اصنافو ته دا اجازه سته لکه:
پلار
نیکه
میړه
خسر
زوی
ورور
اکا
ماما
وراره
د خور زوی
لمسی (د زوی زوی)
لمسی (د لور زوی)
لکه څنګه چي تاسو دا قیودات د ملکې د احترام او لوړ والي په خاطر ایښي دي ، په اسلام کی هر ښځه ملکه ده او د هري ملکې د سلام او (مصافحې) روغبړ د پاره ځانګړي خلګو ته اجازت سوی دی، ددې څخه ما سیوا نور ټول خلگ ورته اولس دی .
الله تعالی دي تاسو د مسلمانانو ملکې خوشبخته لري.
دا پیغام د لوړ مقام لرونکو خوندو ته ورسوی چي دوی په اسلام کي د خپل قیمت څخه خبري سي.
-------------------