تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: پر عباداتو همیشه توب
  تعلیم الاسلام
  July 13, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

تر رمضان وروسته پر عبادتونو همېشه توب
 
د/ علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار
۱۳/ ۱۰/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
الحمدُ لله، الحمدُ لله رب العالمين، له الحمدُ في الأولى والآخرة، وله الحكمُ وإليه تُرجَعون، خلقَ الخلقَ على غير مِثالٍ سبَق، وقدَّر المقاديرَ بعلمِه وقُدرتِه، ومضَت سُنَّتُه، ونفَذَت مشيئتُه، وعلَت كلمتُه، سبحان ربِّي لا يُسأل عما يفعَل وهم يُسألُون، أحمدُ ربِّي وأشكُرُه على نعمِه كلِّها ما علِمنا منها وما لم نعلَم.
 
وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له المُلك وله الحمدُ تعالى عما يُشرِكُون، وأشهدُ أنَّ نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه المبعوثُ رحمةً للعالَمين، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آلِه وصحبِه الذين كانوا بهديِه يهتَدون, أما بعد:
 
له الله تعالی څخه و وېرېږئ؛ د الله تعالی په وېره او تقوا کي د دنیا او آخرت خوشحالي او نېکمرغي نغښتې ده، پرهېزګاران به خوشحاله او ګناهګاران به ناکام وي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
د انسان د ژوند غوره او بهتره لاسته راوړنه دا ده، چي په نېک او غوره عمل سره خپل رب راضي کړي، خپله دنیا جوړه کړي، په دنیا او آخرت کي کامیابي او لوړي درجې وګټي، او هغه مقام ته ځان ورسوي، کوم چي الله سبحانه وتعالی ورته لیکلی دی، کله چي الله تعالی خپل بنده ته عبادت آسانه کړي، په عمل کولو کي اخلاص ورکړي، او په نبوي طریقه او سنت د عمل کولو توفیق ورکړي، نو همدا ورته د الله تعالی له لوري پوره اکرام، عزت او لوی غوره والۍ دی.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
 (الله تعالی خپلو خوښو او ناخوښو بندګانو ته دنیا ورکوي، مګر دینداري یوازي خپلو خوښو بندګانو ته ورکوي، نو چا ته چي الله تعالی دینداري ورکړي، په حقیقت کي له هغه سره مینه لري) امام احمد په خپل مسند کي له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
الله تعالی فرمايي: (إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ) [المائدة: ۲۷] 
ژباړه: یقینا الله تعالی یوازي له پرهېزګارو بندګانو څخه (د هغوی عملونه) قبلوي.
 
پر هر انسان لازمه ده، چي په دې شکر وباسي، چي الله تعالی ورته د اطاعت او عبادت توفیق ورکړی دی، او په خپلو عبادتونو همېشه توب وکړي؛ ځکه په عبادتونو همېشه توب او استقامت د ښېګڼو د لاسته راوړلو او له هلاکت څخه د خلاصون او نجات سبب ګرځي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
(إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ) [فصلت: ۳۰]
 ژباړه: یقینا چا چي ویلي دي: زموږ رب الله دی، او بیا یې (په همدې لاره) استقامت او همېشه توب کړی وي، پر دوی (د مرګ په وخت کي) ملائکي را کښته کېږي، چي وېره او پرېشاني مه کوئ، او په هغه جنت خوشحاله سئ، کوم چي ستاسي سره یې ژمنه کېدل.
 
له سفیان بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی، چي ما وویل: اې د الله تعالی رسوله! ما ته په اسلام کي داسي خبره را وښیه، چي ستا وروسته یې له بل چا څخه پوښتنه و نه کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ووایه: پر الله تعالی ایمان او باور لرم، او بیا په همدغه لاره مستقیم او تل پاته سه)، مسلم.
 
په کومو نېکیو چي الله تعالی خپلو خوښو بندګانو ته ثوابونه او اجرونه ورکوي، باید له ګناهونو، بدیو او ظلمونو څخه د هغو ساتنه او محافظت وسي، تر څو ثوابونه یې برباد او یا لږ نه سي، الله تعالی فرمايي:
 
ورځ تر بلي مخ ته تلل
 
 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ) [محمد: ۳۳] 
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، او خپل عملونه مه بربادوئ.
 
اې مسلمانه! کوښښ وکړه، چي د نن ورځي حالت دي تر پرون او د سبا ورځي حالت دي تر نن ورځي ښه او غوره سي، څوک چي د عبادتونو پر کولو پر خپل نفس کوښښ کوي، او له ګناهونو څخه یې لیري کوي، نو الله تعالی به مرسته ورسره وکړي، او سمي لاري ته به یې هدایت کړي، الله تعالی فرمايي: 
 
(وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) [العنكبوت: ۶۹] 
ژباړه: او چا چي زموږ په (لاره) کي کوښښ وکړ، هغوی ته به خامخا د خپلو لارو هدایت وکړو، او یقینا الله تعالی له نېکي او احسان کونکو سره دی.
نن د مسابقې او کوښښ ورځ ده، او سبا به په مسابقه کي وړاندي او مخکي سویو کسانو ته جائزې ورکول کېږي.
 
د ښو عملونو وروسته په بدو عملونو اخته کېدل او تر هدایت او اصلاح وروسته له لاري اوښتل هغه ستر تاوان، بد بختي او زیان دی، چي هیڅکله به داسي انسان ګټه، سعادت او کامیابي ونه ویني، شیطان انسان پټ څاري، او په هره لاره کي ورته ناست دی، تر څو د الله تعالی له لاري څخه یې واړوي، او د شبهاتو، بدعتونو، او شهوتي ګناهونو په کولو سره یې ښه او نېک کارونه باطل او برباد کړي.
 
الله سبحانه وتعالی د شیطان د دښمنۍ په اړه فرمايي:
 
 (قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (۱۶) ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ) [الأعراف: ۱۶، ۱۷]
 ژباړه: (شیطان) وویل: (اې الله!) په دې سبب چي تا زه بې لاري کړم، زه به خامخا د دوی (د بې لاري کولو لپاره) ستا په سمه او نېغه لاره کي ورته کښېنم، بیا به د دوی مخامخ، د شا لخوا، د راسته او چپه طرفونو څخه ورته راځم، او د دوی ډېری او زیاته برخه به ستا شکر ګذاره نه وي.
 
خو بیا هم د خیر دروازې او د مغفرت او بخښني لاري ډېري دي، او د الله تعالی رحمت او مهرباني ډېره زیاته ده، د دې سربېره به یوازي هغه څوک هلاکېږي، چي په هغه هیڅ خیر او ښه والۍ نه وي.
 
همدارنګه په هره میاشت او هره ورځ کي ډېر عبادتونو او د مغفرت عملونه سته، چي په لږ عمل سره الله تعالی زیات ثوابونه او اجرونه ورکوي، الله تعالی فرمايي:
 
 (إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِنْ تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِنْ لَدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا) [النساء: ۴۰]
 ژباړه: په باوري ډول الله تعالی د یوې ذرې په اندازه هم له چا سره ظلم نه کوي، او که چېري د یوې ذرې (په اندازه عمل) نېکي وي، نو الله تعالی یې څو برابره کوي، او له خپل لوري (د هغه نېکۍ کؤنکي ته) ډېر لوی اجر ورکوي.
 
د قرضدارانو سره مرسته
 
د خیر او ګټي کارونه ډېر زیات دي، مګر یو لوی د خیر او احسان کار دا دی، چي د الله تعالی د لوی اجر او ثواب د لاسته راوړلو په نیت د پوروړو پورونه ور اداء کړل سي، په خاص ډول هغه پوروړي، چي د پورونو د نه اداء کولو په سبب بندیان سوي دي، هغوی داسي چا ته ګوري، چي پر دوی احسان او مهرباني وکړي، او په اوبو کي له غرقېدلو څخه د خلاصولو په ډول یې له پورونه څخه خلاص کړي، او له بند څخه راووزي، پر دوی اخترونه او د مسلمانانو د خوشحالۍ شپې په بندونو کي تېرېږي، او د دوی پورونه بېخي زیات وي، او له بلي خوا دوی خپلي کورنې او اولادونه هم لري، چي د هغوی د ضایع کېدلو او بې وزله کېدلو غمونه او پرېشانۍ هم پر دوی ډېري زیاتي دي.
 
 

 

صدقات او خیراتونه

 

 

 

 

مسلمانان تل د احسان او نېکۍ خاوندان وي، او که چېري ټول ماړه او مالداره خلګ د خپلو مالونو زکاتونه او خیراتونه وباسي، نو دا به د ټولو اړمنو او محتاجینو ضرورتونه او اړتیاوي ور پوره کړي، او داسي پوروړي په بندونو کي بیخي زیات دي، او معلومول یې هم آسانه خبره ده، چي د بندیخانې له ادارې څخه د پوروړو بندیانو نومونه وغوښتل سي، او بیا په یقیني ډول د هغوی کورنیو ته پورونه ورسول سي، او ورسره همدا پوروړي ته دومره مال او خرچه ورکول سي، تر څو پوري چي دی د ځان لپاره کار پيدا کوي.
 
او دا ډېره آسانه ده، چي په هر هیواد کي د اړمنو او غریبانو لاس نیوی وسي، او د هغوی ضرورتونه او اړتیاوي ور پوره کړل سي، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ) [سبأ: ۳۹]
 ژباړه: او تاسي چي کوم شی خیراتوی، الله تعالی یې عوض او بدل درکوي، او هغه تر ټولو غوره روزي ورکونکۍ دی.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (صدقه او خیرات هیڅ مال نه کموي)، مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
 

 

د مسلمان مرسته کول سختي يې لیري کول او د هغه حیرانونکې بدله

 

 

 
او چا ته چي د دغه غوره عمل توفیق ورکول سوی وي، او دی د همېشه لپاره خیراتونه او صدقې کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي زېری ورکړی دی، چي هغه تر ټولي دنیا او پکښي شته مالونو ورته غوره او لوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (څوک چي له یو مؤمن څخه د دنیا یوه سختي لیري کړي، الله تعالی به له هغه څخه د آخرت یوه سختي لیري کړي، څوک چي پر تنګلاسي او حاجتمند آساني راولي، الله تعالی به په دنیا او آخرت کي پر هغه آساني راولي، څوک چي یو مسلمان په جامو کي پټ کړي، الله تعالی په دنیا او آخرت کي هغه پټ کړي، او الله تعالی تر هغه وخته د خپل بنده مرسته کوي، تر څو پوري چي هغه د خپل ورور په مرسته کي وي) مسلم.
 
په حدیث کي د (کربة) کلمه هغه سختۍ او مصیبت ته وايي، چي انسان ناتوانه او بې وسه کوي، د قیامت په ورځ جنت تر ننوتلو مخکي ټولي سختۍ او مصیبتونه لوی دي، چي له هغو څخه یوه یې په لاندي ډول ده:
 
ابو هریره رضي الله عنه وايي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (د قیامت په ورځ به خلګ له ډېري ګرمۍ په سبب په خولو کي وي، د ځینو خلګو خولې به اویا ګزه مځکي ته کښته سوي وي، او دوی به تر غوږونو پوري په خولو کي پټ وي)، متفق علیه.
 
او د عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (هر انسان به د قیامت په ورځ د خپلو خیراتونو په سایه کي وي، تر هغه وخته پوري چي د خلګو تر منځ فیصله او پرېکړه کېږي) دا صحیح حدیث امام احمد روایت کړی دی.
 
الله سبحانه وتعالی فرمايي: (وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (۱۳۳) الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) [آل عمران: ۱۳۳، ۱۳۴] 
ژباړه: او د خپل رب عز وجل بخښني او هغه جنت ته په (ورتللو کي) یو تر بل تلوار او بېړه وکړئ، کوم چي لویوالۍ یې د مځکي او آسمانونو سره برابر دی، دا جنت یوازي د تقوا لرونکو لپاره آماده سوی دی، هغه څوک چي په پراخۍ، خوشحالۍ او فقر کي انفاق او خیرات کوي، خپله غوصه او قهر ورک کوي او له مینځه یې وړي، او خلګو ته بخښنه کوي، او الله تعالی نېکي کوونکي خوښوي.
 
الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
 
 
 
 
دوهمه خطبه
 
 

 

الحمدُ لله ربِّ العالمين، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ الرزَّاقُ ذُو القوَّةِ المَتِين، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه الصادِقُ الأمين، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آلهِ وصحبِه إلى يوم الدين، أما بعد:

 

 
له الله سبحانه تعالی څخه په حقه و وېرېږئ، څوک چي له الله تعالی څخه وېرېږي، هغه به یې خپل دوست وګرځوي، او له چا سره الله تعالی دوستي او مینه کوي، په دنیا او آخرت کي به یې ساتنه وکړي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
پوه سئ، چي د اسلام هدف او مقصد: له ځان او نورو خلګو سره احسان او نېکي ده، له ځان سره احسان او ښېګڼه دا ده، چي په پوره ډول د رب العالمین توحید په ځان کي عملي کړل سي، د ثواب په نیت په پوره محبت، ټيټوالي، عاجزۍ او تسلیمۍ سره د الله تعالی عبادت وسي، او ځان له ګناهونو او حرامو څخه وساتل سي.
 
د رحمن جل جلاله غوره بنده ګان
 
الله تعالی فرمايي: 
 
(وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (۶۳) وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا (۶۴) وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا (۶۵) إِنَّهَا سَاءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا (۶۶) وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا (۶۷) وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (۶۸) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا (۶۹) إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) [الفرقان: ۶۳- ۷۰] 
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی بندګان هغه څوک دي، چي پر مځکه په اطمئنان او وقار سره ګرځي، او کله چي ناپوهان (بدي او ناوړه) خبري ورته کوي، نو دوی (په مقابل کي) سمه او جوړه خبره ورته کوي، او هغه څوک چي شپه خپل رب ته (په لمانځه کي) په سجدو او ولاړو تېروي، او هغه څوک چي وايي: اې زموږ ربه! موږ د دوږخ له عذاب څخه وساته، بېشکه د دوږخ عذاب نه بېلېدونکۍ عذاب دی، بېشکه دوږخ د اوسېدلو او پاته کېدلو لپاره ډېر بد ځای دی، او هغه څوک چي په خپل انفاق او خرڅه کي اسراف او بخیلي نه کوي، بلکه د ده لګښت د دې دواړو تر منځ په میانه روۍ ولاړ وي، او هغه کسان چي له الله سبحانه وتعالی سره بل خدای ته (د مرستي او غوښتني) ږغ نه کوي، هغه انسان نه وژني، کوم چي (وژنه او قتل یې) الله تعالی حرام کړی دی، مګر (هغه وخت یې وژل روا دي) چي په حق سره وي، او زنا هم نه کوي، او که چا (له دغو کارونو څخه) یو کار وکړ، ډېره سخته سزا به و ویني، د قیامت په ورځ هغه ته څو برابره ډېر عذاب ورکول سي، او دی به د تل لپاره په دې عذاب کي شرمېدلی او خوار وي، مګر هغه چا ته (دا عذاب نه ورکول کېږي، چي له شرک او نورو ټولو ګناهونو) توبه وباسي، ایمان راوړي او غوره عملونه وکړي، الله تعالی به د داسي کسانو بدۍ په نېکیو واړوي، او الله تعالی ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
 

 

د نورو سره د نیکیو ډولونه

 

 

 
او له نورو خلګو سره احسان او نېکي ډېر ډولونه لري: لکه هغوی ته د خپل مال فرض او مستحب خیراتونه ورکول، علم ور زده کول، د هغوی د سختیو تحملول او صبر پر کول، هغوی ته هیڅ ضرر او زیان نه رسول، او داسي نور، په حديث شریف کي راغلي دي:
 

 

 

 

 (خلګ د الله تعالی عیال او محتاجان دي، د الله تعالی هغه څوک ډېر خوښ دی، چي د هغه بندګانو او محتاجانو ته ډېره ګټه رسوي)، ابو یعلی او طبراني له انس رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
په حدیث کي د (عیال) د کلمې معنی دا ده، چي الله سبحانه وتعالی د دوی سرپرستي کوي، رزق او روزي ورکوي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
     (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶] 
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
     او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 "څوک چي پر ما یو درود و لېږي، الله تعالی د دې یوه درود په عوض کي پر هغه لس دروده لېږي" .
 
     نو تاسي هم ټوله د لومړنیو او وروستنیو په سید، سردار او د رسولانو پر امام درود ووایاست.
 
 

 

     ((اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم، انک حمید مجید، اللهم بارک علی محمد و علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید، وسلم تسلیما کثیرا)).

 

 
     اې الله! له ټولو اصحابو راضي سه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه د هدایت څراغان چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې ارحم الراحمینه! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، تابعینو، څوک چي تر قیامته په ښه ډول د دوی تابعداري کوي، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه! یا رب العالمین.
 
     اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، کافران او ملحدان هلاک کړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! د خپل کتاب او دین مرسته وکړه، اې الله! د خپل کتاب او دین مرسته وکړه، یا قوي یا متین، اې الله! د خپل کتاب، دین، او د خپل نبي د سنتو مرسته وکړه، اې الله! خپل دین اسلام پر ټولو دینونو ښکاره او اوچت کړه، یا رب العالمین، و یا ارحم الراحمین. 
 
اې الله! موږ او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه، یا رب العالمین اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه.
 
اې الله! زموږ مخکي، وروسته، پټ، ښکاره او ټول ګناهونه وبخښه، ته مخکي کوونکی او وروسته کوونکی یې، ستا پرته بل حق معبود نسته.
اې الله! موږ ستا څخه د جنت او د هغه خبري او عمل توفیق غواړو، چي جنت ته مو نژدې کوي، او موږ له دوږخ او هغو اعمالو او خبرو وساته، چي دوږخ ته د تللو سبب ګرځي.
 

 

 

 

(رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته. 
 
اې الله! په ټولو کارونو کي زموږ پای او آخر ښکلی کړه، او موږ د دنیا له فتنو او د آخرت له عذاب څخه وساته. 
 
اې الله! موږ او زموږ اولادونه د ابلیس او د هغه له شیطانانو، مرستندویانو  او لښکرو څخه وساته، یا رب العالمین! یقینا ته په هر څه قدرت لرې!
 
اې الله! زموږ نېکۍ او ښه کارونه قبول کړه، او هغه  له بربادېدو راته وساته، یا رب العالمین، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو ګناهونه وبخښه، یا غفور یا رحیم.
اې الله! یا ذا الجلال والاکرام، د هر مؤمن او مسلمان، نارینه او ښځي ساتنه او سرپرستي وکړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! د ټولو مسلمانانو د زړونو تر منځ الفت او مینه پید ا کړه، د دوی تر منځ جوړه او صلح راوله، دوی ته هدایت وکړه، او دوی له تاریکیو څخه روښنايي ته وباسه، اې الله! له دوی څخه ښکاره او پټي فتنې او جنګونه لیري کړه.
 
اې الله! پر مسلمانانو رحم او مهرباني وکړه، یا ذا الجلال والاکرام، اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو ساتنه وکړه، اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو ساتنه وکړه، یا ذا الجلال والاکرام. 
 
اې الله! زموږ هیواد له هري بدۍ، شر  او شر لرونکي له شر څخه په امن کړه، یا ذا الجلال والاکرام.
 
اې الله! تکفیریان او اهل تفجیر هلاک کړه، اې الله! ټول بدعتونه ورک کړه، یا ذا الجلال والاکرام، تر قیامته بدعتونه مړه کړه، هغه بدعتونه ورک کړه، کوم چي ستا د دین او ستا د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو مخالف او ضد دي.
 
اې الله! زموږ هیواد او پولي یې وساته، یا ذا الجلال والاکرام! اې الله! زموږ لښکر وساته، او له هغوی سره مرسته وکړه؛ ځکه هغوی د حرمینو شریفینو د ناموس څخه دفاع کوي، هغوی د حرمینو د هیواد ساتنه کوي، یا ذا الجلال والاکرام، اې الله! د دوی زړونه قوي کړه، دوی ته توفیق ورکړه، اې الله! دوی بېرته خپلو کورونو ته جوړ، روغ او کامیابه را وګرځوه، یا رب العالمین، او په خپلي مهربانۍ سره د مسلمانانو له هیوادونو څخه جنګونه لیري کړه، یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! موږ له ګمراه کؤنکو ښکاره او پټو فتنو او جنګونو څخه وساته، او موږ ته ستا پر دین ثبات او استقامت راکړه، یا ذا الجلال والاکرام.
 
اې الله! خپل بنده خادم الحرمین الشریفین ته ستا د رضامندۍ او خوښۍ توفیق ورکړه، اې الله! هغه ته ستا د هدایت د لاري توفیق ورکړه، او کړني او عملونه یې ستا په خوښه لار کي و ګرځوه، ، اې الله! هغه ته ښه مشوره کؤنکي ورکړه، چي د خیر لاري ته یې را بولي، مرسته ورسره کوي، کله چي یې ښه لاره هېره سي، ور یادوي یې او مرسته ورسره کوي، اې الله! د هغه بیعت د دې هیواد، اسلام او مسلمانانو لپاره د خیر وسیله وګرځوه، یا رب العالمین، یا ذا الجلال والاکرام، یقینا ته په هر څه قدرت لرې.
 
اې الله! ټولو مسلمانانو ته ستا د خوښۍ او رضامندۍ د لاري توفیق ورکړه، یا ذا الجلال والاکرام، یقینا ته په هر څه قدرت لرې.
 
     اې د الله بندګانو!
( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (۹۰) وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ) [النحل: ۹۰-۹۱] 
 
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ، د الله تعالی ژمنه او وعده پوره کړئ، چي کله تاسو له هغه سره ژمنه کړې وي، او خپل قسمونه له اخیستلو څخه وروسته مه ماتوئ، په داسي حال کي چي تاسي الله تعالی پر خپل ځان شاهد ګرځولی وي، بېشکه الله تعالی ستاسي له ټولو عملونو څخه باخبر دی.
 
     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته