سیرت نبوي (۱۴۴برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ابليس عليه لعنه د جنګ د ميدان څخه وزي
لکه د مخه چي مو درته و ويل چي ابليس عليه لعنه د سراقه بن مالک په قيافه د مشرکانو سره راغلى ؤ او د اولي ورځي څخه بيا تراوسه د مشرکانو څخه نه ؤ جلاسوى اوس چي يې ملائکې او د هغو هغه کارونه وليدل چي په مشرکانو يې کول ميدان يې پرېښاوه او رهي سو، حارث بن هشام چي تراوسه يې هم پر شيطان د سراقه خيال کاوه پوري ومښتى چي چيري ځې؟ ابليس پر ځيګر و واهه هلته يې وغورځاوه او په تېښته سو، مشرکانو ورته و ويل: يا سراقه! چيري ځې؟ آيا تا نه ويل چي زه ستاسي ملګرى يم او ستاسي څخه نه جلا کېږم؟ ابليس و ويل: زه هغه څه وينم چي تاسي يې نه وينى زه د الله څخه بېرېږم او الله د سختو عذابو خاوند دى او بيا په تېښته ولاړى، د مشرکانو يو ملګرى چي ابليس عليه لعنه ؤ کم سو او د مشرکانو په لښکرکي د ماتي او وارخطايي علامې ښکاره سوې، د دوى صفونه د مسلمانانو د سختو حملو په مقابل کي نړيږي او ماتيږي،جنګ و پاى او آخر ته نژدې کيږي، د مشرکانو څخه يو يو په متفرقه ډول د ميدان جنګ څخه وزي او مسلمانان په پسې دي يا يې وژني يا يې بنديانوي.
مګر کوم وخت چي د دې امت فرعون او لوى طاغي ابوجهل په خپل لښکر کي د اضطراب علامې وليدلې نو یې کوښښ کاوه چي دغه د ريګو کوټه د دغه قوي سېل په مخ کي ودروي او غوښتل يې چي خپل لښکر دلاوره کړي نو يې په کبر او غرور و خپل لښکر ته و ويل: پام کوى چي د سراقه خيانت او تېښته په تاسي کي وارخطايي نه کړي پيدا، هغه د محمّد سره د غسي وعده درلودل او پام کوى چي د عتبه، شيبه، او وليد مرګ مو وارخطاء نه کړي د هغو څخه تلوار وسو، زما دي په لات او عزْى سره قسم وي چي موږ به تر هغو پوري ولاړ نه سو ترڅو دوى په رسيانو و نه تړو او زه نه غواړم چي ستاسي څخه دي يو څوک د دوى څخه نفر و وژني،[ يعني: وژنى يې مه، بلکه دغسي ژوندي يې نيسى] دپاره د دې چي دغه د دوى بد عمل و دوى ته ور وښيو، خو ډېر ژر و ده ته د دغه خپل طغيان او تکبر، لويي او خود بينۍ حقيقت ور ښکارهسو.
لږ وخت نه ؤ تېر سوى چي د ده لښکري د مسلمانانو د هجوم و مخ ته سره پاشل کېدې، هو په خپله د ابوجهل پر شا وخوا د مشرکانو دومره ډلي د ده د ساتني دپاره ولاړي وې لکه پر ده چي د تورو قفس راګرځېدلى وي او د نېزو ځنګل پرجوړ ؤ مګر د مسلمانانو طوفاني هجوم دغه د تورو قفس سره وپاشى او هغه د نېزو ځنګل يې و رېبى او سرکښه ابوجهل ښکاره سو، مسلمانانو دئ وليدى چي پر آس سپور دى او شا وخوا ګرځي خو مرګ په دې انتظار ؤ چي د ده ويني د دوو انصاري ځوانانو د لاسه څخه وڅښي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net