بسم الله الرحمن الرحيم
خاوند او مېرمني ته لارښووني
د. صلاح البدیر / ژباړه: جمشید حقیار- ۱۳/ ۵/۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لومړۍ خطبه
الحمد لله عمت فواضله اتساعا، وتنوعت نعمه افتراقا واجتماعا، واشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریک له القائل: من تقرب الي شبرا، تقربت الیه باعا، واشهد ان نبینا وسیدنا محمدا عبده ورسوله، فضائله اشمخ من غمام، ودلائله اوقر من شمام، وشمائله انور من بدر تمام، صلی الله علیه وعلی آله وصحبه، مقتبسي انواره وملتمسي آثاره، صلاة دائمة ما اشرقت بالبدر الخضراء، وتزینت بالقطر الغبراء، اما بعد!
اې مسلمانانو!
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، ځکه د هغه تقوا تر ټولو غوره ګټه ده، او د هغه اطاعت تر ټولو اوچت نسب دی، الله تعالی فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) [آل عمران: ۱۰۲]
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.
اې مسلمانانو!
د نکاح عقد د خاوند او مېرمني تر مینځ د حقوقو تړون دی، په دې عقد سره پر دواړو لازمه ده، چي هر یو به له بل سره ښه چلند او رویه کوي، د هغه د حقوقو اداء کول به نه ځنډوي، نه به یې هم پر ځان سخت او بوج ګڼي، له هغه سره به په ښو اخلاقو ژوند کوي، نرمي به ورسره کوي، او د هغه په وړاندي به له صبر او حوصلې څخه کار اخلي، الله تعالی فرمايي:
(وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوف) [البقرة: ۲۲۸]
ژباړه: ښځي هم په ښه ډول (پر نارینه وو) داسي حقوق لري، لکه (نارینه ) چي یې پر دوی لري.
د خاوند او ښځي تر مینځ ښه رویه او ښکلي اخلاق د دوی ژوندانه ته خوشحالي، آرامي، سکون او نېکمرغي راولي، الله تعالی فرمايي:
(وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ) [النساء: ۱۹]
ژباړه: او له خپلو ښځو سره په ښه ډول ژوند کوئ.
یعني: له دوی سره په ورین تندي او پراخه سینه ملګرتیا او ژوند کوئ، او د دوی فرضي حقوق ور اداء کوئ، لکه: مهر، نفقه، او د دوی تر مینځ عدل، له دوی سره په بدو او سختو الفاظو خبري مه کوئ، د دوی پر سر نوري ښځي مه خوښوئ، او دوی ته بېله ګناه او خطا په تریو تندي مه ګورئ.
که مو د خپلي ښځي صفات نه خوښیږي!
تر دې وروسته الله تعالی خپلو بندګانو ته داسي لارښوونه کوي:
(فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا ) [النساء: ۱۹]
ژباړه: بيا كه چېري دوی ستاسي خوښي نسي، نو کېدای سي، چي تاسي یو شی نه خوښوی، خو الله تعالی به په هغه کي خیر او ښه والي واچوي.
پورتنی آیت خاوندانو ته دا لارښوونه کوي چي، که څه هم د دوی به د خپلو مېرمنو ځیني خویونه او صفتونه نه خوښېږي، خو بیا دي هم له هغوی سره ښه ژوند او غوره ملګرتیا کوي؛ ځکه که یو څوک یو شی نه خوښوي، دا معنی نه لري، چي په هغه شي کي هیڅ ښه والۍ او خیر نسته، او ډېر ځله داسي وي، چي خاوند خپله مېرمن نه خوښوي، خو دا مېرمن د دین او انجام په لحاظ د ده لپاره غوره او لائقه وي، او د انسان په ژوند کي ډېر ځله نا خوښ شیان په خوښو شیانو او خوښ شیان په نا خوښو شیانو بدل سوي دي.
کله کله خاوند د یو خوی او صفت په سبب خپله مېرمن نه خوښوي، خو د ده لپاره د هغې په ملګرتیا او ژوند کولو کي ډېر خیر او غوره والۍ وي، چي دی په هغه خبر نه وي، او یا یې درکولای نسي،
ابن عباس رضي الله عنهما ویلي دي: (الله تعالی به له دغه ښځي څخه چي دی یې نه خوښوي، نېک او صالح اولاد ورکړي، چي دا به د ده لپاره د دې ښځي په ملګرتیا او صحبت کي ښه والۍ او خیر وي).
اې مسلمانانو!
انسان به هیڅکله داسي محبوب او ملګری پيدا نکړي، چي د هغه ټول صفات او خویونه یې خوښ وي، نو دی باید د خپل ملګري د خوښو او ښو خویونو لپاره د هغه په ناخوښو او بدو خویونو صبر وکړي، او داسي دوه ملګري به ډېر لږ وویني، چي هر یو دي د بل له ټولو خویو او صفتونو څخه راضي او خوښ وي، او د هغه دوو ملګرو ملګرتیا او مینه تل پاتې او همېشه وي، چي کله هر یو د بل له بدو او ناخوښو خویونو څخه تېر سي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (یو مومن دي له مومني څخه بد نه وړي، که چېري یې د هغې یو صفت خوښ نسي، کېدای سي، د هغې بل صفت به یې خوښ سي)، مسلم روایت کړی دی.
یعني یو خاوند دي د خپلي مېرمني سره په پوره ډول بغض او دښمني نه کوي، چي د دوی تر مینځ د جلاوالي، طلاق او د نکاح د فسخ کېدلو سبب وګرځي، که چېري په خپلي مېرمني کي داسي صفت او خوی وویني، چي د ده نه خوښېږي، خامخا به په هغې کي بل داسي صفت وي، چي هغه یې خوښ وي.
په جنګ، شخړو او طلاق کي تلوار مه کوئ
اې خاوندانو!
له خپلو مېرمنو سره ښه ژوند وکړئ، په خپل مینځ کي په جنګ او شخړه کي تلوار او بېړه مه کوئ، ژر د جلاوالي او طلاق فکر مه کوئ، او له بدګمانۍ، او بغض څخه ځانونه وساتئ؛ ځکه ډېرو خلګو له غضب، قهر، ناپوهۍ او زور څخه کار واخیستی، او خپلو مېرمنو ته په طلاق ورکولو کي یې تلوار وکړ، خو بیا پښېمانه سول، او غوښتل یې چي بېرته خپله نکاح نوې کړي، خو وخت تېر وو، او نکاح بېرته نسوای نوې کېدلای.
اې مومني مېرمني!
داسي ښځه مه کېږه، چي له خاوند څخه هر څه غواړي، هر څه خوري، خو پر دا ټولو شیانو د هغه هیڅ شکر نه اداء کوي، چیغي او نارې یې زیاتي وي، تل په غوصه او غضب کي وي، د خپل خاوند د امر اطاعت نه کوي، او د هغه قسم نه ور پوره کوي.
له خپل خاوند سره ښه وکړه، له هغه سره په محبت او مینه ژوند وکړه، د هغه اړتیاوي ور پوره کړه، کله چي ږغ او آواز درته وکړي، په بېړه ځان ورته حاضره کړه، د هغه پر غوښتنه او خوښه ورسره ولاړه سه، همېشه د هغه صفت او ښه وایه، له هغه سره بده رویه مه کوه، کله چي هغه په قهر او غوصه کي وي، نو جوابونه مه ورسره وایه، او جنګ مه ورسره کوه.
ښې او بدي ښځي کومي دي؟
معاویه رضي الله عنه عقیل بن ابي طالب رضي الله عنه ته وویل: «کوم ډول ښځه دي خوښه ده؟ هغه وویل: هغه ښځه چي زموږ هر امر او غوښتنه را پوره کوي، هغه ورته وویل: کومه ښځه ډېره بده ده؟ هغه وویل: هغه ښځه چي زموږ د غوښتنو او امرونو نافرماني کوي، نو معاويه ورته وويل: دا خو ډېره سخته ده، او په تلوار سره دي جواب راکړ، عقیل وویل: خو دا خبره پر عدل او انصاف ولاړه ده».
له ابو اذینه صدفي رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ستاسي تر ټولو غوره ښځي هغه دي، چي ډېر اولادونه پیدا کوي، خپل خاوند ته ګرانه وي، له خپل خاوند خبره مني، او له الله تعالی څخه وېرېږي، او ستاسي تر ټولو بدي ښځي هغه دي، چي بې پرده ګي او تکبر کوي، او همدوی منافقي او دوه مخي دي، له دوی څخه د سپینو کارغانو په اندازه (لږ) جنت ته داخلېږي)، بیهقي روایت کړی دی.
او سپین کارغه هغه دی، چي یا یې وزرونه او یا یې پښې سپیني وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې مثال ورکولو مطلب لږوالۍ دی؛ ځکه داسي کارغان چي یا یې پښې او یا یې وزرونه سپین وي، ډېر لږ او نادره پیدا کېږي، نو یعني د دې ښځو څخه به هم ډېر لږ جنت ته داخلېږي.
له حصین بن محصن رضي الله عنه څخه روایت دی، چي د ده یوه عمه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د یو کار لپاره ورغله، چي کله یې خپل کار خلاص سو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: (خاوند لرې؟)، هغې وویل: هو!، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (د هغه سره څنګه رویه کوې؟) هغې وویل: زه د هغه په خدمت کي هیڅ کمی او کوتاهي نه کوم، خو هغه کارونه چي زما تر قدرت پورته وي، هغه نسم کولای، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (ته وګوره، چي هغه ستا په اړه څه فکر کوي؛ ځکه هغه ستا جنت او دوږخ دی)، نسائي.
د خاوند څخه طلاق غوښتل
او کله چي ژوند ښه وي، او د خاوند اخلاق سم وي، بدي او بغض نه وي، نو په داسي وخت کي د علماوو په اقوالو کي صحیح قول دا دی، چي د ښځي لپاره د طلاق او له خاوند څخه د جلاوالۍ غوښتل حرام دي، له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (کومي ښځي چي بېله ضرورته له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه وکړل، نو پر هغې د جنت بوی حرام دی)، ابو داود او ترمذي.
له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (له خپلو خاوندانو څخه طلاق غوښتونکي ښځي، منافقاني دي)، طبراني.
ابن قدامه رحمه الله ویلي دي: «دا حدیث پر دې دلیل دی، چي د ښځي لپاره بېله حاجته او بېله اړتیا له خپل خاوند څخه طلاق غوښتل حرام دي؛ ځکه په دې کي د دې او د خاوند دواړو لپاره ضرر او زیان دی، او بل دا چي په دې کار کي د نکاح ګټي له مینځه ځي، نو ځکه حرام دی).
د خاوند او میرمني ترمنځ اصلاح او جوړه
همداراز د خاوند او میرمني تر مینځ اصلاح او جوړه راوستل مستحب دي، چي کله دوی سره په اختلاف او شخړه کي وي، له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چي د بریرې د خاوند نوم مغیث وو، ما به ورته کتل، هغه به د بریرې تر شا په پسې وو، ژړل به یې، او اوښکي به یې پر ږره را تويېدې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم عباس رضي الله عنه ته وفرمایل: (اې عباسه!، آیا له بریرې سره د مغیث میني او له مغیث سره د بریرې بغض ته حیران نه یې؟)، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم بریرې ته وفرمایل: (کاشکي دي بېرته مغیث ته رجوع کړې وای؟)، بریرې ورته وویل: یا رسول الله! ما ته امر کوې؟، هغه وفرمایل: (زه صرف د هغه لپاره شفاعت درته کوم)، بریرې وویل: زما دی نه دی پکار. بخاري.
ابن حجر رحمه الله ویلي دي: «په دې حدیث کي دا ثابت سوي دي، چي کله ښځه د خاوند څخه بد یوسي، نو د هغه ولي او مشر یې له هغه سره په ژوند کولو نسي مجبورولای، او که چېري مینه او محبت ورسره ولري، نو د هغه ولي او مشر یې نسي سره جلا کولای».
الله تعالی دي موږ ټول د کتاب الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د نصیحتونو، حکمتونو او لارښوونو څخه ګټمن وګرځوي،زه له الله تعالی څخه د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، او بیا توبه ورته وباسئ، یقینا زما رب ډېر نژدې او دعاء قبلوونکی دی.
دوهمه خطبه
الحمد لله الهادي من استهداه، الواقي من اتقاه، الکافي من تحری رضاه، حمدا بالغا امد التمام ومنتهاه، واشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریک له، ولا معبود بحق سواه، واشهد ان نبینا وسیدنا محمدا عبده ورسوله، صلی الله علیه وعلی آله واصحابه، ومن استن بسنته، واهتدی بهداه، اما بعد!
اې مسلمانانو!
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، هغه یاد لرئ، د هغه اطاعت وکړئ، او د هغه نافرماني مه کوئ، الله تعالی فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) [التوبة: ۱۱۹]
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او له ریښتنو خلګو سره اوسېږئ.
د طلاق څخه غلطه استفاده
اې مسلمانانو!
الله تعالی د ښځي او خاوند تر مینځ د طلاق او جلاوالي اختیار خاوند ته ورکړی دی، خو پر خاوند حرام دی، چي د طلاق اختیار په ناوړه او ناحقه ځای کي استعمال کړي، او یا طلاق ورکول د مېرمني د لاسته راوړلو او یا د هغې د را پارولو لپاره استعمال کړي، او یا هم طلاق د خپلي مېرمني د سپکاوي، وېرولو او کمزوري کولو وسیله وګرځوي، الله تعالی فرمايي:
(فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ) [البقرة: ۲۲۹]
ژباړه: (خاوند دي خپله ښځه) په ښه ډول له ځان سره پاته کړي، او یا دي په غوره ډول پرېږدي.
سدي رحمه الله د دې آیت په اړه ویلي دي: «یعني خاوند باید د مېرمني پوره حق ورکړي، هغې ته دي زیان نه رسوي، بد او رد دي نه ورته وايي».
او چا چي په خپلي مېرمني سختي وکړه، هغې ته یې ضرر ورساوه، وې وهل، او پر هغې یې تنګي راوسته، او یا یې د هغې حقوق، لکه: نفقه، عدل او نور، ور نکړل؛ د دې لپاره چي مېرمنه یې خلع وکړي، نو هغې خلع وکړل، دا خلع فاسده ده، او مېرمني چي کوم عوض ورکړی، هغه به بېرته ته ورکوي، الله تعالی فرمايي:
(وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ) [النساء: ۱۹]
ژباړه: او پر هغوی سختي او جبر مه کوئ، د دې لپاره چي تاسي هغوی ته کوم مهر ورکړی دی، د هغه څه حصه او برخه بېرته واخلئ.
او که چېري هغې بدکاري وکړه، او بیا یې خاوند د دې لپاره سختي پر وکړه، چي دا خپل مهر بېرته خاوند ته ورکړي، او ځان ځیني جلا کړي، نو هغې مهر ورکړ، نو دا خلع روا او صحیح ده؛ ځکه الله تعالی فرمايي:
(وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ) [النساء: ۱۹]
ژباړه: او پر خپلو مېرمنو سختي او جبر مه کوئ، د دې لپاره چي تاسي هغوی ته کوم مهر ورکړی دی، د هغه څه حصه او برخه بېرته واخلئ، مګر هغه وخت، چي هغوی په ښکاره بدکارۍ لاس پوري کړي.
د ناپاکه ښځي سره باید څه وسي؟
او کومه ښځه چي پاکه نه وي، خاوند یې باید له ځان سره پرېنږدي؛ ځکه د هغې د بدکارۍ سربېره د خاوند سره اوسېدل د خاوند د دین، عزت، نامه او اخلاقو د نقصان او کمزورۍ نښه ده، او بل دا چي په دې وخت کي به خاوند د هغې په بدکارۍ او د بل چا څخه په اولاد اخیستلو وېرېږي، او هغه مېرمن چي د الله تعالی په حقوقو کي تقصیر او کمی کوي، لکه: لمونځ او داسي نور، او بیا نصیحت هم نه قبلوي، نو ورته طلاق ورکول مستحب دي.
د ځینو خاوندانو بد عادتونه
اې مسلمانانو!
ځیني سړیان داسي دي، چي پر خولو یې په کوچنیو او لویو، ښو او بدو کارونو او غلطیو کي د طلاق ویل او د طلاق یادول عادت او خوی ګرځېدلی وي، او تر دې ډېر ناوړه صفت بیا دا دی، چي په طلاق اخیستلو کي قسم واخیستل سي، لکه یو څوک چي خپل مېرمني ته ووايي: که دي له فلانکۍ ښځي سره خبري وکړې، طلاق یې، یا که ما د فلانکي ډوډوۍ وخوړل، نو ته طلاق یې، یا که دي له فلانکي سره سفر وکړ، طلاق یې، یا که دي فلانکی کور ته راوستی، طلاق یې، او یا مېلمه ته وايي، که دي زما سره غرمه یا ماښام ډوډۍ ونه خوړل، زما ښځه پر ما طلاق ده، خو هغه په دې ټولو الفاظو کي د طلاق ورکولو او د خپلي مېرمني د جلا کولو اراده او نیت نه لري، خو صرف یې دا الفاظ د قسم په ډول تر خولې راوزي، او غواړي، چي مقابل طرف وهڅوي، یا یې منع کړي، او یا یو شی پر لازم کړي، دا ټول الفاظ حرام دي، دا ټول په کورني ژوند ټوکي کول دي، او دا ټول د مېرمني او اولادونو د حقوقو سپکاوی او د طلاق او په احکامو یې لوبي او بازۍ دي.
پر خاوند لازمه ده، چي خپله ژبه له ډېر طلاق ویلو او په طلاق تهدید ورکولو او وېرولو څخه وساتي، ابن العربي په احکام القرآن کي لیکلي دي: «الله تعالی چي د هغه په آیتونو له لوبي کولو څخه منع کړې ده، د دې حرام کار یو ډول دا دی، کوم چي له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چي له هغه څخه یو چا پوښتنه وکړه، چي یو سړي خپلي مېرمني ته وویل: ته سل واري طلاق یې!!!، نو هغه وویل: د هغه لپاره درې طلاقه بس وه، او په هغه (۹۷) اووه نوي واري طلاق سره یې د الله تعالی په آیتونو ټوکي او مسخرې وکړې».
اې مسلمانانو! نو له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او د الله تعالی په آیتونو ټوکي مه کوئ، د الله تعالی له حدودو مه اوړئ، څوک چي د الله تعالی د حدودو اوړي، هغه له ځان سره ظلم کوي، او څوک چي د الله تعالی له حدودو واوښتی، همدوی ظالمان دي.
درود شریف دوامداره وایاست
او تاسي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایاست، هغه څوک چي په دنیا کي د خلګو لارښوونکۍ او په آخرت کي شفاعت کوونکۍ دی؛ ځکه څوک چي پر هغه یو درود ووايي، الله تعالی به پر هغه لس ځله درود ووايي.
اې الله! زموږ پر نبي خپل بنده او رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندي درود او سلام ولېږه، اې الله! اې مهربان او وهاب ربه! له آل البیت، اصحابو او زموږ ټولو څخه په خپلي مهربانۍ او فضل سره خوښ او راضي سه.
اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، شرک او مشرکان کمزوري کړه، د دين دښمنان هلاک کړه، او دغه ښار او د مسلمانانو ټول ښارونه له امن، ډاډ او پراخۍ څخه ډک کړه!
اې الله! د ټولو مسلمانانو امیرانو ته ستا د شریعت د تحکیم او ستا د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو د اتباع توفیق ورکړه.
اې الله! زموږ رزق پراخه کړه، په موږ هیڅوک مه خوشحاله کوه، او ظالم پر موږ مه مسلطوه.
اې الله! زموږ مریضانو ته شفا ورکړه ، زموږ اسیران آزاد کړه، زموږ مصیبت ځپلو ته عافیت ورکړه، زموږ مړي وبخښه، او زموږ د دښمنانو پر وړاندي زموږ مرسته وکړه، یا رب العالمین.
اې الله! موږ ستا د ملاقات لپاره برابر کړه، اې الله! موږ ستا د ملاقات لپاره برابر کړه، موږ ستا په قضاء او پېښو راضي کړه، موږ ته ستا په نعمتونو قناعت را نصیب کړه، موږ ته ستا حلال رزق راکړه، او له حرامو څخه مو وساته، او په خپل فضل او مهربانۍ سره مو له بل چا څخه بې پروا کړه.
یا عظیم العفو، یا عظیم العفو، یا واسع المغفرة، یا واسع المغفرة، یا قریب الرحمة، یا قریب الرحمة! موږ ټولو ته بخښنه وکړه، موږ ټولو ته بخښنه وکړه، موږ ټولو ته بخښنه وکړه، موږ ته تقوا را نصیب کړه، موږ داسي له ځان څخه و وېروه، لکه موږ چي تا وینو.
اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه.
اې الله! پر موږ باران وکړه، او موږ مه نا امیده کوه.
اې الله! زموږ دعاګاني قبولي کړه، زموږ فریاد واوره.
یا سمیع یا قریب یا مجیب، وآخرُ دعوانا أن الحمدُ لله رب العالمين.