تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
  تعلیم الاسلام
  March 26, 2017
  0
 
 
لیکوال: علامه شکیب ارسلان 
      ژباړن: محب الله عصمت
 
عرب او بربري مسلمانان په ۹۲هجري قمري کال کي د ستر غازي او تکړه مجاهد طارق بن زیاد چي دی خپله هم بربري وو او د موسی بن نصیر له وتلو افریقایي قوماندانانو څخه وو، له دولسو زرو ۱۲۰۰۰ مجاهدینو سره د هغه تنګي څخه تېر سول چي د هسپانيې او مراکش تر منځ پروت دی او اوس یې جبل طارق بولي او په کم او لږ وخت کي یې ټوله هسپانیه او اوسنی پرتګال فتحه کړل.
 
ډاکټر ګوستالوبون فرانسوي په خپل کتاب (تاریخ تمدن اسلام) کي لیکلي: د مسلمانانو د بریو په وخت کي د ګت او لاتین قبیلو په حکومت کي زیات رول درلود، خو چي د وخت واکمن ورسره ښه سلوک نه کاوه نو دوی د هر فاتح د راتګ لاري څارلې، ولي خو خپل ارزښت یې په همدې وخت کي زیات له لاسه ورکړی وو، د حکومت وضعه ورځ په ورځ خرابېده تر داسي حده چي د لښکر قوماندانانو او سردارانو هم یو پر بل اعتماد او باور نه کاوه، ځکه په ګت قوم کي سلطنت او پاچاهي انتخابي وه او هر یوه غوښتل چي د سلطنت دغه تاج دي دده پر سر شي. همدا لامل وو چي هر وخت د دوی او نورو قومونو او پخپله د دوی تر منځ رقابتونه او جګړې پيل سوې ، په نتيجه کي یې د هیواد اقتصادي حالت د رکود سره مخ کړی وو، د ګت د قوم وضعه همداسي خرابه وه چي کله اسلامي مجاهدینو همدا ملک ونیوی، د دوی تر منځ قبیلوي شخړي دې اندازې ته رسېدلي وې چي د اندلس د سردارانو څخه دوو تنو د حملې پر مهال د مجاهدینو ننګه وکړه چي یو (کنت ژولي ین) او بل (اسقف اعظم اشبیلیه) وو د مجاهدینو فتوحات په چټکۍ پر مخ تلل د لویو ښارونو ټولي دروازې ددې فاتح لښکر په وړاندي خلاصي سوي وې، بلکه قرطبه، غرناطه او طلیطله چي د مسیحیانو پاخه مرکزونه وه د مجاهدینو په لاس فتحه سول، پنځه ویشت ایالتونه مجاهدینو ونیول، مسلمانانو د اندلس د اوسېدونکو سره د شام او مصر په څېر چلند کاوه د خپلو مالونو او عبادتځایونو واک دوی ته ورکړ سوی وو او همدا راز په قضایي امورو کي دوی خپلو کشیشانو ته مراجعه کوله او خپل مشکلات به یې د خپل مذهب سره سم حل کول او کلنۍ جزیه یې مجاهدینو ته ورکوله چي د شتمنو لپاره ۱۵ فرانک یو دینار او د بې وزلو لپاره نیم دینار وو، جزیه ډېره کمه وه چي دوی هم د کوم تحدید څخه پرته ومنله . د اسلامي لښکرو په مخکي اوس د یو څو یاغي سردارانو سره لا مقابله پاته وه (فلیب حتی) په خپل کتاب تاریخ تمدن اسلام و عرب صفحه ۳۲۹ کي لیکي د مسلمانانو د فاتح لښکر لاره د جنوب لوېديځ لور ته د ایبري جزیرې ته وه، په همدې جزیره کي د مسلمانانو اتل ځواک اخرینۍ پرېکنده جګړه وکړه چي پایله یې په اسیا کي د مسلمانانو پرمختګ او د ترکستان نیول سول.
 
په هسپانیا کي د اسلامي تمدن بېلګه
 
مسلمانو او اروپايي تاریخ پوهانو چي د مسلمانانو بریاوي څېړلي په دې سره متحد دي چي د اسلامي تمدن پرمختګ په هسپانیا کي د غربي ملتونو او مسیحي اروپا د علمي او صنعتي انقلاب باعث سو. 
 
دا یو ښکاره حقیقت دی چي فلسفه، ادبیات، جغرافیه، ریاضي، نجوم او ټولي علمي او فني څانګي د هسپانيې او فرانسې د جنوبي برخو او د سویس او د ایټالیا په مسلمانانو پوري تړلي وې او اروپا د غفلت او بې خبرۍ په خوب ویده وه، یوه فرانسوي تاریخپوه لیکلي دي چي د اروپا هر راز تمدن او پرمختګ د مسلمانانو له راتګ سره سم پیدا سو، لیکوال زیاتوي د مسلمانانو چال چلند د هغو سیمو د اوسېدونکو سره داسي وو چي ساری یې نه موندل کیږي.
ډاکټر ګوستالوبون فرانسوي په اروپا کي د مسلمانانو عظمت ته داسي کتنه کړې ده، د اندلس ابادي او تمدن د ویزیګوتیانو په دوره کي داسي وو لکه د یو وحشي قوم تمدن ، مسلمانانو د خپلو بریاوو په پای کي ابادۍ ته داسي وده ورکړه، چي د څو کلونو په موده کي یې ټولي شاړي ځمکي ابادي کړې، لوړي بنګلې او عمارتونه یې جوړ کړل او د نورو شاوخوا قومونو سره یې تجارتي اړیکي پیل کړې او وروسته یې د علم پراخوالي او تمدن ته مخه کړه لاتیني او یوناني کتابونه یې وژباړل علمي او ادبي غونډي یې جوړي کړې چي بیا تر ډېره اروپایانو ګټه ترې اخیستله.
 
په هسپانیا کي د اسلامي تمدن پرمختګ
 
د عبدالرحمن اول له وخت څخه چي په اندلس کي د ختیځ د واک ګدۍ نسکوره سوه او د قرطبې خلافت رامنځ ته سو په کال ۷۵۶ میلادي کي د عربو مسلمانانو پرمختګ اوج ته رسېدلی وو چي تر درې سوه ۳۰۰ کاله پوري د علم او پوهي د ویاړ تاج د قرطبې پر سر وو، د اسلامي تمدن ځانګړنه یوه دا وه چي په هره سیمه کي یې مدرسې، کتابخانې، بانکونه، علمي او ادبي غونډي جوړي کړې، د نورو مختلفو ژبو کتابونه یې را وژباړل هندسه، هیئت، طبعیات او طب ته یې زیاته ګټه ورسوله چي د دوی څېړني په پرمختللو علومو کي د نویو انکشافاتو سبب سوې. تجارت په پراخه پېمانه وده وکړه، معادن او د سلاح جوړوني کارخانې جوړي سوې، ورېښم، پخ سوي پوستونه او شکري په زیاته پېمانه موندل کېدل او یهودو بربریانو چي د هغه وخت شتمن سوداګر وو ، د افریقا شمالي برخو ته وړل. د مسلمانانو کرني ته زیاته پاملرنه وه چي د اندلس په حاصلخېزه ځمکه کي یې نی، شکر، توت، پنبه، کېلې او وریجي وکرلې او په ټول اندلس کي یې د هغي ځمکي څخه پرته چي یوه سپېره بیدیا وه دا شیان وکرل.
مسلمانانو په ټولو علومو کي خپله پوهه پکار واچوله، په عام المنفعه او بیا جوړوني  کي یې د رومیانو مثال را پورته کړ او په اندلس او شاوخوا ښارونو کي یې څلور لاري، پلونه، روغتونونه، هوټلونه او مسجدونه په زیات شمېر جوړ کړل. کله چي زیمنس غرناطه د مسلمانانو څخه ونیوله د مسلمانانو ټول کتابونه یې وسوځول. زیمنس ډېر متعصب وو د فردیناند په وخت کي یې په طلیطه کي د اسقف اعظم ځای درلود. د مسلمانانو اتیا زره ۸۰۰۰۰ جلده کتابونه یې اور ته واچول، ده فکر کاوه چي د مسلمانانو اثار مي د وخت له صفحې څخه نیستي کړل خو دی بې خبره وو چي د مسلمانانو نور یادګارونه هم شته چي د تجارت وده د اسیا او افریقا سره او د حکومتي نظام چلول وو.
 
تر څه وخته ټول منځنی بحر (مدیترانه) د مسلمانانو په لاس کي وه، مسلمانانو د خپل واک پر مهال د اندلس هیواد د علمي او اقتصادي پلوه داسي پرمخ کړ چي د ټولي اروپا د ویاړ تاج یې ګټلی وو. دا پرمختګ یوازي په مالي څانګه کي نه وو، بلکه اخلاق هم ورسره همداسي ښه سول چي د زیاتو هیوادو اوسېدونکو به د ښو اخلاقو مثال د اندلس په خلګو کاوه.
 
کوم چا چي اسلامي تاریخ کتلی له موږ سره به په دې خبره توافق ولري. د هغو تاریخ پوهانو څخه یو میسو سندیلو ده چي لیکي: مسلمانانو په هغه وخت کي له اخلاقي پلوه پر مسیحیانو برتري درلوده او په زیاتو وجوهاتو مسلمانان پر مسیحیانو ښه وو. د مسلمانانو سخا، عدل، قرباني او ځان تېرېدنه دومره زیاته وه چي په نورو قومونو کي یې بېلګه نه لرله او دوی انساني نوعي ته زیات د قدر په سترګه کتل. مسیحي پاچاهانو دومره د مسلمانانو پر مېلمه پالني باور درلود چي د قسطلې او ناور څخه به د درملني لپاره د مسلمانانو ښارونو ته راتلل. ګوستالوبون فرانسوي د مسلمانانو د یادګارونو په اندلس کي مثال راوړی دئ لکه په طلیطله کي ښکلي ښارونو، د الحمرا ء مشهوره ماڼۍ، د بنګلو، مسجدونو جوړول لکه د قرطبې لرغونی جامع جومات او اشبیلې د ښار جوړونه چي زیات مالي لګښتونه پرې وه سول. د هغه وخت مشهور علما د علم او هنر سرچينې وې. د نړۍ ټول پاچهان او سلاطین باید د دوی د اخلاقو، علم پالني او تمدن څخه درس واخلي.
 
د هندو سلاطینو د یوه پاچا د ماڼۍ پر څنډه د طلا په اوبو لیکل سوي وه: 
 
اګـر فردوس بـــه روی زمـین اسـت
همین است و همین است همین است
 
فرانسوی تاریخپوه ګوستالوبون په خپل اثر (تاریخ تمدن اسلامي) کي لیکي: مسلمانان چي د سیسل پر جزیره لاس بري سول له هغه وخت څخه علم او پوهي د ترقۍ لور ته وده وکړه.
 
کرنه او تجارت پرمخ لاړل چي د باندنیو هیوادونوڅخه یې د زیتون، پنبه، شکر بوټي او درختي راوړلې او په سیسل کي یې وکرلې، ویالې او نهرونه یې جوړ کړل چي تر اوسه لا پاتي دي د هیواد ذخایر او کانونه لکه د مسو کان، د اوسپني کان، سنګ مرمر په ډېره ښه طریقه کشف او را وایستل سول، د ورېښموڅخه يې جامې او توشکي جوړېدې.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 

 

سرته