تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام په هندوستان کي
  تعلیم الاسلام
  February 24, 2017
  0
اسلام په هندوستان کي
لیکوال: علي الله متوکل الرحمن/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هندوستان د نادرو او جالبو هیواد دی، د نفوس په زیاتیدو کي خورا شهرت لري، دې هیواد کي لسګونه ژبي، سلګونه لهجي، باطل خدایان او مذهبونه وجود لري. ددې هیواد یو ستر دین اسلام دی، دا دین د اوومي میلادي پیړی په اولو کي   ودې هیواد ته ورسیدی، په دې هیواد کي په ۲۰۱۱ کال کي ۱۷۲ ملیونه مسلمانان وه او اوس څه دپاسه ۲۱۷ میلیونه دي چي د هند هیواد د ټول نفوس ۱۴ سلنه جوړوي، د هندوستان ټایمز د ویب پاڼي د ۲۰۱۵ کال د اپریل د راپور پر اساس به په ۲۰۵۰ کال کي هندوستان د ترټولو زیاتو مسلمانانو درلودونکی هیواد وي چي د مسلمانانو شمېر به ئې ۳۱۰ میلونه ته ورسیږي چي ۷۷ سلنه به هندو مذهب او ۱۸ سلنه به مسلمانان وي. ان شاء الله
 
 
د نړۍ ترټولو ستره مدرسه، د مسلمانانو افتخار، د تکړه علماوو روزونکې او د ټولو مدرسو مور یعني ام المدارس دیوبند دارالعلوم هم پدې هیواد کي موقیعت لري؛ دیوبند هغه مدرسه ده چي د سلګونو کلنو راهیسي یې د دین د ساتني زمه داري پر غاړه اخیستي ده، نورو ادیانو، باطلو ډلو، مغریضو سړیو او پروژه یانو ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه، نه هیریدونکي ماتي او سخت دلایل پیش کړي. سلګونه کتابونه یې ټولني ته وړاندي کړي او زرګونه روزل سوي حنفي علما، روحانیېن، مولویان او طلبأ یې ددین د خذمت لپاره چمتوکړي. د بیلګي په ډول شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي، شیخ الاسلام شبیر احمد عثماني، مولانا اشرف علي تهانوي، مفسر القران مفتي محمد شفیع عثماني او نور. 
 
په ۱۸۶۶ میلادي کال کي د هندوستان د اتراپرادېش ایالت د دیوبند پر مځکه د اسلامي زده کړو لپاره د دارالعلوم ديوبند مدرسې د تأسیس ډبره په چهته مسجد کي کښېښودل سوه . په شروع کي نه ددې مدرسي لپاره کوم خاص تعمیر وو او نه کومه بدیجه بلکي یو استاد او یو شاګرد د انارو تر درختي لاندي په خاشو کي سره کښېنستل او د مدرسي د جوړیدو تکل ئې وکړ.
 
 د تېري يوې پيړۍ راهيسي ئې داسي علماء روزلي دي، چي له یوه اړخه يې د علم او تحقیق په میدان کي د کامیابۍ بیرغ جګ کړئ او له بله اړخه یې د جهد او عمل، سیرت او کردار، عبادت او زهد، اخلاص او تقوا ئې داسي نادره مثالونه وړاندي کړي دي، چي د هغو نمونه په نژدې زمانه کي په مشکل سره لیدل کیږي.د دیوبند مدرسې د تاسيس د ورځي څخه بيا تر اوسه پوري د عامو مسلمانانو د خيراتو او صدقاتو پرته د حکومت يوه پيسه هم نه ده اخيستې، ځکه چي دا د دارالعلوم ديوبند د اصولو لومړنۍ ماده ده.
 
د ديوبند علماء کرامو چي د اخلاص او اللهي بيري پر اساس د مدرسې لپاره کوم اصول ټاکلي دي؛ ديوبند تر اوسه پر هم هغو اصولو روانه ده يعني په ديني احکامو کي د وخت او حالاتو په بهانه د تحريف او بدلون څخه په پوره توګه پر هېزکوي او د سلفو صالحینو پر قدم روان دي. 
 
هندوستان هغه هیواد دی چي د دیموکراسی او سیکولریزم په ټینګه ادعا کوي، خو بیا هم هلته د اسلام دین او مسلمانان نه دي په امن. یو لامل ئې د ګاونډي هیواد د مسلمانانو تروریستي حملي هم دي چي د هند حکومت ئې پر مسلمانانو بې باوره کړی.
 
چي ښه بیلګه ئې موږ د بمبی په ښار کي پر تاج محل هوټل او د ښار په نورو سیمو  حمله یادولای سو،  چي  د ۲۰۰۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۶ پيښه سوه. پدې حمله کي ۱۶۶ کسان مړه او په سلګونو نور ژوبل سول. 
ددې پیښي څخه وروسته مسلمانانو ته د تروریستانو په سترګه کتل کیږي، په ځني ښارو کي د شپي ناوخته مسلمانانو ته هوټل کي ځای نه ورکوي یا یې ټکسي موټر تر کومه ځایه پوري نه رسوي. خو تر ډیره ځایه پوري بیا هم نسبت نورو غیرمسلمانو هیوادو ته هند د مسلمانانو سره په چلند کي ښه دی. 
 
مګر په عوامو کي بیا داسي افراطیان سته چي د اسلام سره سختي کوي، رنګا رنګ تورونه پوري تړي او د اسلام سپکاوی کوي چي ښه مثال یې هغه بله ورځ د اخلاق احمد شهیدول وه؛ پنځوس کلن  اخلاق احمد د " غوا وژغوری " د تنظیم د افراطیانو لخوا ځکه سخت ووهل سو چي ګواکي دده په کور کي د غوا غوښي وي، او په شهادت ورسیدی. که څه هم د کورنۍ غړو اسرار کاوه چي غوښي د پسه دي خو هغوی ورباندي غوږ نه نیوی او لابراتوار ته تر وړلو وروسته معلومه سوه چي غوښي د رښتیا د پسه وي. داسي ویډیو ګاني هم ولیدل سوي چي یو کس د غوا عبادت ته مجبوره کیږي، یوازي په دې جرم چي غواوي ئې خرڅولي او رانیولي.
----------------------------------------------------------
 
اړوند لیکني
 
اسلام په نیوزیلنډ کي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته