د الفت د نثري کلیاتو څخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په کور کي يې غله نه وه. جامې يې هم زړې او شکېدلي وې. چا پور نه ورکاوه. مزدوري نه پیدا کېده. حیران وو چي څه وکړي او ډوډۍ ځان ته څنګه پیداکړي. وروسته له ډېرو اندېښنو له کوره راووت او شپه ډېره تیاره وه.
پخوا تر دې يې کله غلا نه وه کړې؛ ځکه زړه نا زړه په یوه کلا ننوت او پس له ډېره يې غلا ته زړه ښه کړی.
په دغه شپه د ده بخت بیداره وو؛ ځکه چي د کلا خاوند ویده وو. ده په بېړه یو څه مال راټول کړ او په وېره- وېره يې کور ته راوړ.
وايي چي د غله په غره کي ځای نسته؛ نو په کلا کي به يې څه حال وي. له ده سره دا سودا ډېره زیاته وه، چي که سبا ته یې خلګ کور ولټوي او د غلا مال ترې راووزي، څو کاله به په محبس کي پروت وي او له دې نه به هم بدبخته وي. ده بله چاره نه ولیده. د کوټې په یو کونج کي یې په مځکه کیندلو شروع وکړه؛ چي د غلا مال خوندي کړي؛ مګر یو ساعت وروسته له خاورو لاندي یو داسي ګنج را ښکاره سو، چي د سرو او سپینو زرو دولت پکښي پروت وو. کله چي دا پټه خزانه را ښکاره سوه، غل وپوهېدی، چي په ټول کلي کي د ده غوندي بل بډای نه وو او د ده غوندي د ذلت شپې هم بل چا نه دي تېري کړي.
هو! ده د خزانې د پاسه په لوږه شپې تېرولې. د ده په کلا کي هر څه وه؛ مګر دی ناخبره و او خپل شته ور ته نه وه معلوم.
دی نه پوهېده، چي زه لوی بډای یم او زما په کور کي هر څه سته. د ده ناداري په حقیقت کي ناداني وه؛ نور څه نه وه.
د دغسي سړي په حال افسوس په کار دی او که د یو ملت دغه حال وي، له دې نه لویه بدبختي او د افسوس خبره نسته. د ناپوهانو فطري او معنوي استعداد همدغسي له خاورو لاندي او پټ پاته کېږي؛ لکه چي د ناپوهه اولس معدنونه پټ پاته وي او څه کار ورڅخه نه اخیستل کېږي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۳ ګڼه