ژباړه مفتي احسان الله رشاد
یوه ښځه پر لار تېردله ، لیونی سړی يې ولیدی ، چې په یو لرګي پر ځمکه رسم جوړوي .
د ښځي پر دې سړي رحم راغلی ، او پوښتنه يې ترې وکړه ، چې څه کوې ؟
ده ورته کړه : د جنت نقشه جوړوم ، او پر برخو يې وېشم ، ښځي ورته وخندل .
او ده ته يې وویل : چې ایا زه د جنت یوه برخه اخیستلای شم ؟
او قیمت يې څو روپوۍ دي ؟
سړي ورته وکتل ، او ويي ویل: هوکي ! یوه برخه په شل ریاله .
ښځي سړي ته شل روپوۍ او یو څه ډوډۍ ورکړه ، ولاړه .
په دغه شپه خوب ويني ، چې په جنت کې ده .
په سهار يې خپل خاوند ته خوب ووایو ، او د لیوني کيسه يې ورته وکړه .
سړی يې ولاړ ، او هغه لیوني ته ورغلی ، چې یوه برخه ترینه واخلي .
او ورته وويې ویل : غواړم د جنت یوه برخه درنه واخلم ، او پیسې يې څومره دي ؟
سړي جواب ورکړ : نه يې خرڅوم !!
دې سړي تعجب وکړ ، چې پرون دي زما پر ښځه په شل روپوۍ خرڅ کړ .
لیوني سړي ورته وویل : ښځي دي جنت په شل روپوۍ نه غوښت بلکي زما د زړه جوړولو لپاره يې سودا وکړه .
او ته خو جنت په شل روپوۍ غواړي ، او د جنت لپاره مقرر قیمت نشته ځکه چې جنت ته سړی د ماتو زړو په جوړولو سره ورځي .
له مثقف نه ژباړه