رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: د مسلمان دعا چي د هغه په غياب کي یې کوي قبلېدونکې ده او دده سر ته يوه ملکه ګمارل سوې ده، هر وخت چي يو مسلمان د بل مسلمان ورور په غياب کي دده لپاره دعا وکړي نو دغه ملکه دده پر دعا باندي آمين وايې او ورته وايې چي تا ته دي هم دا ډول درکول سي (لکه څنګه چي تا هغه مسلمان ورور ته دعا وکړه). رواه مسلم