ځواب: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
بلې هو!!!
زه به یو ډېر ساده مثال درکړم، کله چي ماشوم د مور په ګېډه کي وي، که فرضاً یو څوک هغه ته د مور په ګېډه کي ووایي چي ته به له دومرې وخته وروسته راوځې او بیا به دنیا ته ځې هلته، کار وبار سته، راحت او مشقت سته، ډول ډول خوراکونه او څیښاک سته، بیا غټیږې، نکاح به کوې او داسي نور...
ایا دغه ماشوم به یې ومني؟ نه ! هیڅکله نه.
بلکې دغه ماشوم به ورته ووايي چي دنیا همدغه ده چي نه په خوراک خبر یم، نه په څیښاک خبر یم، نه په کړاوونو خبر یم همدغه د مور ګېډه ښکلی ځای دی نور هیڅ نسته، خو چي کله پیدا سي، بیا هرڅه پخپلو سترګو سره وویني نو هرڅه بیا مني.
نو تاسي محلدین د آخترت څخه اوس انکار کوی خو چي کله د قیامت ورځ راسي بیا چي هر څه پخپلو سترګو ووینی بیا به هرڅه ومنی.
-----------------------------