غربي تمدن دانسانيت دښمن
لیکنه : محمد نبي سلطاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
(لمړۍ برخه)
انساني تاريخ د خپل منزل په مسيرکي، چي له کوم ځايه ئې شروع کړی او ترکوم ځايه رسېدلى؛ خورا لوړي او ژوري، تيارې او روڼاوي، سختۍ او اسانۍ ليدلي؛ کله د دين، کله د مذهب،کله دکلتور، کله د سیاست او کله د اقتصاد په نامه د نړۍ د مادیاتو، دين پالو او... تر چړو لاندي سوي، یا ئې د ګټو قرباني سوي او يا ئې د بلا مخته درېدلي او يا ئې په خپله د روحانیت، انسانيت او شرافت لاره ورکه کړې، الهي مينه ئې له زړه وتې د لمر، سپوږمۍ، باد،باران، شپې، پت، غوايي او نورو عبادت ئې شروع کړى.
له ميلاد څخه مخکي له رومي او يوناني تمدن څخه نيولې بياتر پارس او زرتشتي دين او مذهب پوري انسانان ترغوږو پوري په، فسق، فساد، عشق او خداى بېزارۍ کي غرق وه؛ د پرېوتو، ځوړتيا او ذلت پر لور ئې ورځ په ورځ حرکت زياتېدى، د هلاکت پر لور خورا په تندي/ بېړه روان ول، د انسانيت څراغونه ئې بېخي نه تر سترګو کېدل، روښنايي له منځه تللي وه، نه روحانیت وو نه خداى پالنه، نه انسانيت وو او نه هم انسان پالنه.
دا مهال روميان او ايرانيان دختيځ او لوېدځ امامان او د نړۍ د مشرى ټېکداران ول، هغوى په نړى کي دکوم مثال قايمولو پرځاى د هر ډول فساد او ووران کارۍ علمبرداران او پاڅوال وه، له ډېرو وختو راهيسي دغه قومونه دبېلا بيلو ټولنيز او اخلاقي مرضونو ځالي وې، د هغوى وګړي له يوه مخي په عيش، عشرت او د مصنوعي تمدن په سمندرکي ډوب ول، پاجهان او حاکمان د غفلت په خوب بيده ول او د سلطنت په نشه کي له کبر او غرور څخه ډک ول، د خوراک، چيښاک، خوند، لذت او نفسي غوښتونو ارامولو پرته ئې بل هيڅ فکر اوکارنه وو.
د نړۍ په بېلا بيلو برخو او هيوادوکي انسانان د داډول ديني غفلت، ځان هېروني، ټولنيزي بې نظمۍ، اجتماعي ګډوډۍ، اخلاقي ځوړتيا او زوال ښکار ول، داسي ښکارېده، چي دغه هيوادونه په تنزل او ځوړتيا، شر او فساد کي يو تربله لوبه وړل غواړي.( د مسلمانانو ځوړتيا نړۍ څونه زيانمنه کړه:۳۶مخ)
دې ته ورته حالات ديهودانو، نصرانیانو، روميانو، يونانيانو، مصريانو، بابليانو او نورو هم . شراب چيښل، بدمستي کول، د ليونتوب تر هده رسېدل، لڅ طواف غوره کول، بد اخلاقي اختيارول، سود خوړل، لوټماري کول، د لوڼو ژوندۍ ښخول، په لاري اوکورونوکي خلک لوټل، بې رحمي، بې انصافي، شهوت پرستي، ماده پرستي او داسي نور ناوړه او د انسانيت دښمن کارونه د دوی د ژوند معمول ګرځول سوي ول.
خو خداى ورته د انسانيت لارښود، ناجي او پېشوا راوليږئ، څو لالهانده انسانيت ته کرار ورکړي، څو انسانان د انسانانو له بندګيه وژغوري، څو انسان ته دانسانيت لار وروښيي، څو خداى پالني او انسان ژغورني ته لار هواره کړي او ....
دغه بې مثاله انسان راغلی يو داسي انساني ټولنه ئې رامنځته کړه، چي د بشريت له پيله او بيا تر دې مهاله ئې سارى نه دئ ليدل سوئ.« هغه دانساني طبيعت په قفل/ کلف کي صحيح کلي ورکړل، هغو ته ئې د قرآن کريم روحاني غذا ور ورسول، د ايمان په وصيله ئې د هغو روزنه وکړل، هغوى ته ئې دبدني پاکۍ، نرم زړه، جسماني تواضع او حاضر د ماغۍ سره – سره په ورځ کي پنځه واري درب العالمين په حضورکي درېدل ورزده کړل، چي په هغوى کي ئې ورځ په ورځ د روحانيت لوړاوى، دزړه سپيڅلتيا، اخلاقي پاکوالى، له مادياتو ازادي او د نفسي غوښتونو له پيروی خلاصون منځته رواړى دئ، د مځکي او اسمان دخاوند سره ئې عشق ور زيات کړ، هغه ورته په مشکلاتو کي صبر، تېرېدنه او د نفس په واک کي د ساتلو تلقين ورکړ او...( د مسلمانانو ځوړتيا نړۍ څونده زيانمنه کړه: ٩٧ - ١٠١ مخونه)
دغي ټولني د خپل نېک پيغام په مرسته وکولاى سول، چي دنړۍ نقشه بدله کړي، انسانان له هغو کارو او کړو راوګرځوي، چي انسانيت پرشرمېږي او پر نامه ئې تور داغ وي، د یو اسلامي نظام د ودي، نمو او د هغه د خونديتوب په خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه متوازنه، د عدالت او انصافه ډکه ټولنه جوړه کړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس د دې جوړي سوي ټولني اصل هغه ایمان وو، چي د اسلامي ټولني هر وګړي به پر الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم، اخرت، حساب، کتاب، دوزخ، جنت، وروستي ژوند، بیا راژوندي کېدو او راخپرېدو او د قیامت پر ورځي امان درلود، د ایمان دې انګېږې د انساني کړني لپاره د اوسپني د چوکاټ حیثیت درلود په توسط ئې د لوړو اسلامي کړنو او نیکو اخلاقو ماڼۍ جوړېده، الله جل جلاله او د هغه پر صفاتو، د هغه پر مالک یوم الدین باندي، د ګټي او زیان د خاوند په څېر، د رازق، خالق، رحیم، غفور او محتسب په څېر ایمان پر لرل او دا چي هغه مقتدر ذات دئ، د هغه اطاعت یوازي عبادت نه دئ، بلکي د هغه د احکامو منل او عملي کول، هغه یوازي د ټولو کائناتو حاکم، مالک او خالق دئ. ( دحکمت انقلاب: ۲۰۹ مخ)
يعني خلاصه داچي پيغمبر صلی الله علیه وسلم يوه داسي ډله وروزل، چي هم د دنيا اوهم د دين لپاره چمتووه، هم په دنيا پوهېدل، هم په دين، په اعمالو، اخلاقو، شهامت، شجاعت، صبر، ترحم، توکل، قناعت، تهذيب او پاک نفسۍ کي يوه نمونه وه.
دغه خلک د دنيا کاملي نموني وې، هغوى په يو وخت دلمنو نځونو امامان، د جوماتونو خطيبان، د محکمو قاضيان او منصفان، دبيت المال امانت ګر او پيرداران، د لښکرو سپاه سالاران ول، په يوه وخت کي د جنګي کارونو ترتيبوونکي، د هيوادونو او ښارونو تنظيموونکي او د حکومت د بېلا بېلو کارونو اوڅانګو ساتوونکي ول، د هغو هر يوکس په يوه وخت متقي او پرهېزګاره، سپاهي او مجاهد، په کارپوهېدونکى مجتهد، فقيه، د تدبيرخاوند حاکم او پوخ سياستمدار وو، په دغه چاپيريال کي هغه ټولنه وه، چي ټول ئې په نبوي مدرسه کي روزل سوي وه، په يوه کالب کي اچول سوي او د يوه روح او سيرت خاوندان وه، خليفه له هغوى سره مشوره کول د هغوى روح د تمدن په ټول وجود، د حکومت په ټول نظام، د خلکو پر تمام ژوندانه او اخلاقو کي جاري وه .
د هغوى د غوښتونو اوخواهشاتو سيورى پر تمدن لوېدلى وو او ځانګړتياوو ئې هغه ته روڼا ورکړی وه، هلته نه د ماديت او روحانیت ترمنځ ګړوبړ وو، نه د دين او دنيا ترمنځ ټکر، نه د دين بېلوالى وو، نه د مصلحت او اصولو ترمنځ کشمکش، نه د خپل چاریو او اخلاقو ترمنځ کومه بدي وه او نه په نفسي غوښتونوکي له يوه او بل سره مسابقه.
لنډه داچي د هغوى تمدن او د اسلامي سلطنت ژوندون د هغې دبنسټ ايښوونکی د اخلاقو، ځانګړتياوو، عدالت او تکامل ممثل او ښوونکى وو( د مسلمانانو ځوړتيا نړۍ څونده زيانمنه کړه: ١٤٤ _١٤٥مخونه)
خوله بده مرغه د دغو نبوي شمعو تر ګلېدو او خاموشه کېدو وروسته داسي څوک رامنځته سول، چي د نبوي حجرې پر شرايطو، اصولو او کړنو هغه ډول برابروي لکه څنګه چي ښاييدل او یاور ته لازمه وه. هغه کښتۍ چي رسول الله صلی الله علیه او صحابه کرامو د ساحل ترغاړي را رسولې وه، متاسفانه چي د دغو خلکو په قيادت کي ئې لنګر وانه چاوه؛ بلکي په تدريجي توګه د ډوبېدو خواته په شعوري او غير شعوري توګه ور ټېل کړل سول، چي په پايله کي ئې خپل قيادت او زعامت، عزت او شرافت، هيت او جلال له لاسه ورکړل.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۲۷ګڼه)
www.taleemulislam.net