هر څه په عقل مه تول کوئ
لیکنه : عبدالسلام حنفي
نن په ټولنه کي سیکولر طبقه خلک الهي احکام هم د عقل په تله سره تول کوي که چیري د اسلام د مبارک دین کوم حکم د دوي د عقل مخالف وي نو یا يي مخالفت کوي او یا ورته بیلابیل توجیهات لټوي. خو الله جل جلاله انسان ته چې د علم حاصلولو کومې ذریعې ورکړي دي هغه که په خپله درجه کي په کار واچول سي نو انسان حقیقت ته رسوي، لکه الله جل جلاله انسان ته سترګي ورکړي دي چې د سترګو په وجهه باندي انسان لیدل کوي او کوم شیان چې انسان د سترګو په وجهې ویني د انسان په هغه باندي علم راځي چي دا فلانکی شئ دی او دا رقم جوړ دی.
او همدارنګه الله جل جلاله انسان ته پوزه ورکړې ده چې د پوزې په واسطه باندي انسان د بوی په وجهه په ډیرو شیانو علم تر لاسه کوي. او د علم د حاصلولو بله ذریعه الله جل جلاله چي انسان ته ورکړې ده هغه ژبه ده چي د ډیرو شیانو په خوند څکلو سره انسان په هغه شیانو باندي علم حاصلوي، او د علم حاصلولو بله ذریعه انسان ته الله جل جلاله غوږونه ورکړي دي. چې د ډیرو شیانو د آواز په اوریدلو سره انسان په هغه شي باندي پوهه حاصلوي، خو د علم کومې مرتبې چې الله تعالي انسان ته ورکړي دي که چیري په خپل ځاي کي استعمال سي ، نو کولاي سي چي یوه فایده پرې حاصله کړي.
خو که چیري دي دا ذریعي د علم د خپلي مرتبي څخه بهر د بلې ذریعې پر ځاي استعمال کړې نو فایده خو نه سي ترلاسه کولاي بلکي شاید غلط معلومات په لاس درکړي مثلاً که چیري اوس یو کس د سترګو څخه د غوږو کار اخلي یا د پوزې څخه د ژبې کار اخلی یا برعکس نو دا ټول ناممکن دي، نو د علم هره ذریعه چې په خپل ځاي په کار واچول سي استفاده ځیني کيدلاي سي، لیکن په بله مرتبه کي يي استعمال هیڅ ګته نه لري. خو د دې علم د دغو ذریعو سره سره انسان ته الله جل جلاله د علم یوه بله ذریعه هم ورکړي چې کله د علم دغه ذریعه کار پریږدي نو بیا په هغه ذریعه علم ترلاسه کولای سي.
مثلاً په سترګو دي موټر ولیدۍ علم دي حاصل کړئ چې دا موټر دی او په غوږو دي د هغه آواز واوریدی خو نور د دغو اسبابو کار پای ته ورسیدی اوس به د علم یوه بله ذریعه په کار اچوي چې هغه عقل دی چي په سبب يي تاته دا معلومیږي چې دا موټر په خپله نه دی جوړ سوی دا یو جوړونکی لري چي هغه انسان دي نو دا خبره ته په سترګو، غوږو، ژبه او پوزه سره نه سي معلومولاي. بلکي دا خبره په عقل معلومه سوه، خو د عقل مرتبه هم محدوده ده چي د دې څخه وروسته علم یوې بلي ذریعې ته هم ضرورت لري چې د هغه په سبب باندي هغه شیان موږ ته معلومیږي چې هغه موږ لیدلي نه دی لکه آخرت، دوزخ، جنت، او داسي نور...
او يا مثلاً : آیا د یوه شي استعمالول یا کول د انسان لپاره ثواب دي که عذاب، نو هغه بیا په حواسو او عقل سره نه معلومیږي هلته بیا وحي ته ضرورت دی خو که اوس یو څوک ووايي چې دا شیان زما په عقل کي نه راځي دا زه نه منم دا داسي مثال لري لکه یو څوک چې وايي چي په غوږ باندي زه لیدل نه سم کولاي نو زه یې نه منم نو په غوږ خو شي نه لیدل کیږي، نو همداسي په عقل باندي هم د هر شي علم نه ترلاسه کیږي. او نه بايد هر شي د عقل په تله تول سي.