د درود په اړه لنډ معلومات
لیکنه : مولوی محمد اسحاق صاحب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لومړی، په قرءان کې د درود ویلو امر:
إِنَّ اللَّهَ وَمَلٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِىِّ ۚ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا.
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 56]
ژباړه:الله تعالی او د هغه پرښتې پر پېغمبر علیه السلام درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او سلام وواياست!.
دوهم ، د درود ویلو د فضلیت احادیث:
۱- وعن عبد الله بن عمرو بن العاص، رضي الله عنهما: أنَّه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:
((مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلاةً، صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا)). رواه مسلم.
ژباړه: څوک چې پر ما باندې یو ځل درود ووایي؟ الله تعالی د دې درود په سبب پر ویونکي باندې لس رحمتونه اوروي.
۲- مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلاةً واحدةً، صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ عَشْر صلوات، وحط عنه عشر خطيئات، ورفع له عشر درجات. رواه احمد.
ژباړه: څوک چې پر ما باندې یو ځل درود ووایي، الله تعالی لس رحمتونه ورباندې اوروي، د ده لس ګناهونه ور معافوي او د ده لس درجې لوړوي.
۳- وعن ابن مسعود رضي الله عنه أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قَالَ: ((أَوْلَى النَّاسِ بِي يَومَ القِيَامَةِ أَكْثَرُهُمْ عَلَيَّ صَلاَةً)).
«رواه الترمذي»
ژباړه: د قیامت په ورځ ماته نژدې کس هغه دی چې پر ما ډېر درود وایي.
۴- وعن عليّ رضي الله عنه قال: قَالَ رسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: ((البَخِيلُ مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ، فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ)).
«رواه الترمذي»
ژباړه: بخیل هغه څوک دی چې زما نوم د ده په مخ کې یاد سي خو دی پر ما باندې درود ونه وایي.
درېیم : د جمعې په ورځ درود ویل:
وعن أوس بن أوس رضي الله عنه قال: قَالَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم:
((إنَّ مِنْ أفْضَلِ أيَّامِكُمْ يَومَ الجُمُعَةِ، فَأَكْثِرُوا عَلَيَّ مِنَ الصَّلاةِ فِيهِ، فَإنَّ صَلاَتَكُمْ مَعْرُوضَةٌ عَلَيَّ)) رواه ابو داود.
ژباړه: ستاسو د ورځو څخه غوره ورځ د جمعې ورځ ده، نو په دې ورځ کې پر ما باندې ډېر درود وایاست، ستاسو درود پر ما باندې وړاندې کېږي.
څلورم : د سلام جواب نبي علیه السلام ورکوي:
وعنه: أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قَالَ: ((مَا مِنْ أَحَدٍ يُسَلِّمُ عَلَيَّ إِلا رَدَّ اللهُ عَلَيَّ رُوحِي حَتَّى أَرُدَّ عَلَيْهِ السَّلاَمَ)). رواه أَبُو داود
یو څوک به پر ما باندې سلام ونه وایي مګر دا چې الله تعالی به ماته زما روح را واپس کړي، تر څو زه ویونکي ته د سلام جواب ورکړم.
پنځم، د دردو ویلو الفاظ:
۱- اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْت عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَالسَّلاَمُ . رواه مسلم.
۲- هغه درود چې موږ یې په لمانځه کې وایو او نور مختلف درودنه سته.
یادونه: د درود ویلو اړوند نور حدیثونه هم سته، زه دلته په هم دې باندې بسنه کوم.