پای جامه (پرتوګ) چي کله اغوندې نو اول په راسته پښه بیا په چپه پښه، قمیص یاصدرۍ چي اغوندې نو اول راسته لستوڼی واغونده بیاچپه، همدارنګه نورشیان، همدارنګه چي څپلۍ په پښو کوې نواول یي په راسته پښه په پښوکړه اوکله چي يي کاږې نو اول دچپه پښې دا وکاږه بیا دراسته پښې دا وکاږه اودبدن اغوستی هرشی د کښلو هم دغه سنت طریقه ده (بذل المجهود ج۱ ص۱۴۲،۱۴۳،بخاری ص۸۷۰ ج۲ ،ترمذی ج ۱،ص۳۰۷ ) (دګران نبی صلی الله علیه وسلم خواږه سنتونه (ص۳)