تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرآن څنګه هدایت او شِفا ده؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

قرآن څنګه هدایت او شِفا ده؟

 

ژباړه: محب الله ذاکر

 

وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ (سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : ۸۰)

ژباړه: او كله چي ناروغيږم هماغه مي روغوي؛

 

 الله تعالی قرآن کریم چي د هدایت کتاب دی  سربیره دیوې بهتریني شِفاء حاصلولو ذریعه هم ګرځولی دی، الله تعالی په ډیرو ایاتو کي قرآن مجید شِفاء یادکړی

 

يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِى الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ (سُوۡرَةُ یُونس : ۵۷)

ژباړه : اې خلكو! تاسي ته ستاسي د رب له لوري نصحيت راغلى دى. دا هغه شى دى چي د زړونو د ناروغيو شِفاء (درملنه) ده او د مؤمنانو له پاره هدايت او رحمت دى.

 

قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا هُدًى وَشِفَآءٌ ۖ  (سوره فصلت آیه 44 )

ژباړه: دغه قُرآن د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او شفا ده.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حدیث دی چي وایي:

 بهترینه دواء قران کریم دی

په یو بل حدیث کي راځي: په قرآن کریم او عسلو سره شِفاء پرخپل ځان لازمه کړئ

 

عن عبدالله قال:  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:  علیکم بالشاءیین، العسل، والقرآن..

سورة فاتحه د مرګ څخه ماسېوا د هرمرض شِفاء ده د عسلو دفضیلت لپاره همدومره کفایت کوي، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خوښه غِذاء وه

 

کان رسول الله صلی الله علیه وسلم

العسل والحلواء..

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حدیث دی چي نفاس لرونکو ښځولره زماسره دخرما په رقم او د مریضانو لپاره د عسلو په رقم مفید شی نسته

 

عن ابې هریره رضی الله عنه قال:

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم مالی عندی شفاء مثل الرطب ولا للمریض،،العسل،،

الطب النبوی لابن قیم ۴۸۸

 

کوم شخص چي په هره میاشت کي درې ورځي سهار مهال عسل وخوري نو هغه به هیڅ کله په غټو مریضیو باندي اخته نسي 

من لعق العسل ثلاث غداوات کل شھر  لم یصبه عظیم من البلاء )ابن ماجه)۳۴۵۰

 

پیاز او هوږه ډیر استعمال کړئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایي:

پیاز او هوږه پاخه کړی او وې خوری

سنن ابن ماجه

په دې سره د ډیرو امراضو څخه حفاظت کیږي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته