تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( پنځه دېرشمه برخه ) اسامه بن زید
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  August 29, 2024
  0
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( شپږ دېرشمه برخه )
 
اسامه بن زید رضي الله عنه د قومندان په توګه
 
 
o د یوولسم هجري کال د دوشنبې په ورځ چي د صفر میاشتي څلور شپې پاتي وې، نبي صلی الله علیه وسلم اصحابو ته پر روم د برید له پاره د تیارۍ امر وکړ، او أسامه بن زید رضي الله عنهما یې د دې لښکر مشر یا قومندان وټاکه.
 
o دغه مهال أسـامه رضي الله عنه آتلس کلن و. په دې لښکر کي مشران اصحاب لکه عمر بن خطاب، سعد بن أبي وقاص، ابو عبیده بن جراح او نور رضی الله عنهم هم شامل وو.
 
o یو شمېر خلکو د أسامه رضي الله عنه د سن د کموالي له لامله د هغه پر قومندانۍ یا مشرۍ نیوکي وکړې، کله چي دا خبري نبي صلی الله علیه وسلم ته ورسېدې، نو ودرېد او خلکو ته یې خطبه واوروله، چي تفصیل یې د سیرت په کتابونو کي لوستلی شئ.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د رحلت د رانژدې کېدو نښي
 
o دعوت چي بشپړ شو، اسلام پر ټوله عربي جزیره واکمن شو، او خلک ډلي ډلي د الله تعالی دین ته داخل شول، نبي صلی الله علیه وسلم ته خپل اځل(اجل) نژدې ښکاره شو.
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم د اځل د نژدې والي نښانې دا وي:
 
- د النصر مبارک سورت نزول.
 
- د جبریل علیه السلام له خوا نبي صلی الله علیه وسلم ته په وروستي کال دوه ځله د قرآنکریم لوستل.
 
- د نبي صلی الله علیه وسلم له خوا په عبادت کي د پخوا په نسبت زیات جُهد او کوشش.
 
- د رمضان په میاشت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د خپل اعتکاف موده د نورو کلونو په نسبت دوه برابره کول.
 
نوربیا... 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته