د شیخ الحدیث حضرت علامه شهید عبدالغني رحمه الله لنډ ژوند لیک
لیکوال: عبدالرحیم راشد
زېږېدنه :
په ۱۹۴۰ زېږدیز کال کي د چمن او بولدک ترمنځ په یوه ریګستاني سیمه کي په یوه دینداره او علمي کورنۍ کي د خپلي زمانې یو لوی او ستره هستۍ شیخ الحدیث حضرت علامه عبدالغني شهید رحمه الله د یو متقي او زاهد شخصیت امیر عالم په کور کي دې نړۍ ته سترګي وغړولې.
د نسب لړۍ:
عبدالغني د میر عالم، هغه د ملا عطو، هغه د ملا اصغر، هغه د ملا الله داد او هغه د ملا عالم رحمهم الله زوی دی(ملا عالم رحمه الله د کرامتونکو څښتن او یو بزرګ سړی وو).
لومړنۍ زده کړي :
علامه حاجي رحمه الله د څلور کلونو په عمر وو، چي د پلار محترم د مهربانۍ او شفقت سیوري یې له لاسه ورکړ.
په لس کلنۍ کي یې خپلي محترمي مور بغدادیه(سېپاره) په لاس ورکړه او مرحوم ملا محمد حنیفیاء ته یې ولېږی.
ملا محمد حنیفیاء چمن کي د مشهوره څېري مولوي عبدالرازق ملیزئی صاحب ښاغلی پلار دی.
ملا محمد حنیفیاء مرحوم دوه کاله موده علامه حاجي رحمه الله ته قاعده، ناظره قرآنکریم او شروط الصلوة ور ولوستل.
رسمي زده کړي :
علامه حاجي رحمه الله د دریار لس کلنۍ په عمر د چمن په دیني او نوموتي عالم او د دیوبند فاضل حضرت مولانا محمد نور صاحب نور الله مرقده د سرپرستۍ لاندي مدرسې کي علم نحو او فارسیات ولوستل.
بیا یې دوه کاله علامه حاجي رحمه الله دوه کاله د کندهار په علمي او ستري څېرې حضرت مولانا محمد صدیق رحمه الله کافیه او منطق ولوستل.
کندهار کي د زیاتي تنګدستۍ او مسکینۍ سره مخامخ سو، چي دوې اونۍ یې د غنمو لو وکړ، چي په بدله کي یې د هغه وخت لس پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړ او بیا له کندهاره کویټي ته ولاړل.
او د چمن په بازار مدرسې کي د حضرت مولانا عبدالعزیز رحمه الله څخه نور ور پسې زیات دیني علوم ترلاسه کړ.
د حرمینو شریفینو سفر:
په ۱۹۵۸ زېږدیز کال کي علامه حاجي رحمه الله د اته لس کلنۍ په عمر د حج مبارک نېکمرغۍ یې په برخه سوه.
څرنګه چي حضرت علامه رحمه الله په کم عمر کي د حج مبارک سعادت یې په برخه سو، له دې امله د چمن ټولو اوسېدونکو د حاجي صاحب په نوم مشهوره کړ، چي بالآخره د پاکستان او افغانستان په هر ګوټ کي د شهادت تر ورځي له نوم سره حاجي صاحب او علامه صاحب لازمي برخه وګرځېدل.
کله چي علامه حاجي رحمه الله د حج په سفر روانېدی، نو د ده استاد حضرت مولانا محمد نور نور الله مرقده دا توصیه ورته وکړه، چي د آب زم زم د څښلو پر وخت "ربِّ زِدنِي عِلْمًا" خامخا وایه.
حضرت علامه رحمه الله د خپل استاد پر خبري عمل وکړ، د همدې له امله د ده علمیت او فقاهت د هري سیمي خلکو ته منل سوی وو.
پدې وجه د جمعیت علماء اسلام پاکستان له لوري د ټوله پاکستان په سطحه یو د علمي مباحثو او مسائلو فقهي مجلس جوړېدی، چي د ټولو اکابرینو په ګډي پرېکړي سره مشري او سرپرستي یې شیخ الحدیث حضرت علامه شهید عبدالغني رحمه الله ته وسپارل.
په جامعه دار العلوم حقانیه کي داخله:
د حضرت علامه رحمه الله له علم سره ډېر زیات شوق وو، چي له همدې امله د ده استاد حضرت مولانا محمد نور رحمه الله د نړۍ په سطحه نوموتي مدرسې، دیوبند ثاني دار العلوم حقانیې ته د تلو حکم ورته وکړ.
حضرت علامه رحمه الله هم خپل د استاد محترم حکم ومنی او له خپلي قدرمني مور څخه یې رخصت واخیست، یواځي نه چي مور یې اجازه ورکړ، بلکي ډېري نیکي دعاګاني یې ورته وکړې، مګر خپل د کوچنی او د پلار د ناز څخه د محروم سوی زوی په بېلتون زړه کي خپه وه، نور خپل نازبین زوی یې په تندي او لاسونه ښکل کړم او رخصت یې کړ، تر هغه یې څاری چي تر سترګو یې پناه سو.
حضرت علامه رحمه الله دار العلوم حقانیې کي داخله وکړه او څلور کاله پکښې پاته سو، په دا څلور کلنو کي یې هیڅ د کورنۍ او خپلوانو سره اړیکه نه ده نیولې، یواځي او یواځي خپلو درسونو به لګیا وو.
د څلور کلنو وروسته یې خپلي کورنۍ ته د لیک په ذریعه خپل د ژوندون خپل ورکړ.
له دې مشهوري او علمي ادارې څخه په ۱۹۷۷ زېږدیز کال کي له دیني علومو فارغ او دستاربندي یې وکړه.
د ده په شیخانو کي د دار العلوم حقانیې مؤسس شیخ الحدیث عبدالحق رحمه الله او شیخ الحدیث رئیس المدرسین مولانا عبدالحلیم زروبوي رحمه الله هم شامل دي، چي دوی دواړه د بې له واسطې د شیخ العرب والعجم مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله شاګردان دي.
له دې څخه برسېره حضرت علامه رحمه الله په چمن، کویټه، کندهار، چارسده او پېښور کي له مشهورو استادانو څخه علم او فیض حاصل کړي دی.
استادان یې د ده ذهانت او ذکاوت ته حیران وه، چي الله عزوجل څومره ځیرکتیا ور بخښلې وه.
په کومه مدرسه چي اوسېدلی دی، هلته یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
عملي ژوند:
کله چي یې په دار العلوم حقانیه کي درسونه پوره کړل، د بلوچستان په بېلا، بېلو علمي مرکزونو کي په درس او تدریس مصروف پاته سوی دی.
دې دوران کي د قلعه عبدالله د پیر علي زئی په مسجد جامع او د کویټي په اوسني او مخکني مظهر العلوم شالدره کي درې، درې کاله کتابونه تدریس کړي دي.
د ۱۹۷۲ زېږدیز کال څخه خپل په پلرني ټاټوبي چمن کي د مسجد امامت او خطابت او ترڅنګ یې د درس او تدریس لړۍ پیل کړه.
خپل په پلرني ټاټوبي کي یې د پیغمبري علم څراغونه او ډېوې بلي کړې.
په خپله سیمه کي یې ابتدايي مدرسه جوړه کړه، چي ۲۳ کاله یې هلته د تفسیر، حدیث، فقه او نور علوم تدریس کړل.
او په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کي د چمن په بای پاس روډ پر پنځه جریبه ځمکي یې لویه او عظیم الشانه دیني اداره د جامعه اسلامیې په نوم د بنسټ ډبره کښېښوده.
شهادت :
دا د علم، عمل، اخلاص، تقوا بې بېلګي نمونه د ۱۴۳۲ سپوږمیز کال د ذی القعدې په ۲۷مه، چي د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د اکتوبر له ۲۶ مي سره سمون خوري په ترافیکي پېښه کي خپل روح د روحونو پیدا کوونکي ته وسپاره. انا لله و انا الیه راجعون.
کله چي یې د شهادت خبر خپور سو، جنازې کي یې زرګونه تنه کسان وه، چي هغوی کي، مشهوره علماء، طلباء، صفیاء، سیاسیون او د هري طبقې خلکو ګډون کړی وو.
چي په چمن کي په دومره زیات شمېر سره یوه بې بېلګي جنازه وه.
د جنازې لمونځ د حاجي علامه رحمه الله د قدرمن زوی حضرت مولانا حافظ محمد یوسف صاحب لخوا ادا سو.
ځای ناستی :
او د شهادت څخه څلوېښت ورځي وروسته مولانا فضل الرحمٰن ، شیخ الحدیث مولانا سلیم الله خان رحمه الله، حضرت مولانا ډاکټر شیر علي شاه رحمه الله، امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله او نور لویو علماوو په ګډون سره د کورنۍ د غړو په مشوره مولانا حافظ محمد یوسف صاحب د پلار ځای ناستی وټاکل سو.
چي د کوژک غره په لمن کي د لويي دیني ادارې جامعه اسلامیه علامه عبدالغني ټاون بای پاس روډ چمن کي د حدیثو استاد، د مدرسې مهتمم او د جمعیت علماء اسلام د مرکزي شورا غړیتوب یې ترغاړه دی.
دا د ټول امت مسلمه په ځانګړي توګه پښتون ملت ته د ویاړ خبره ده، چي علماوو کرامو د اسلامي امت د زرو(۱۰۰۰) تنو لویو محدثینو ژوند لیکونه په د ( تاریخ هزار محدثین) په نوم کتاب جاري کړ، چي د حاجي علامه رحمه الله نوم یې هم پکښې شامل کړ.
شاګردان:
د حاجي علامه رحمه الله تقریبا لس زره علماء شاګردان پاتي سوي دي، چي دا وخت د افغانستان، پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کي یې سلګونه مدرسې خلاصي کړي دي، چي د قرآن او حدیث مبارک درسونه پکښې جاري دي.
د حاجي علامه رحمه الله د ژوند تر ټولو نه بدلېدونکی دریز هغه د جهاد په اړه وو، چي د شهادت تر ورځي خپل پر دریز ټینګ د غره په شان ولاړ وو.
دندي :
د جمعیت علماء پاکستان سنېټر نائب امیر ،د ټوله پاکستان د فقهي مجلس رئیس او د پاکستان قومي اسمبلې دوه ځلي غړی پاتي سوی دی.
له هېواد څخه بهر سفرونه:
د افغانستان، هندوستان، سعودي عربستان، قطر او برطانیې دعوتي دورې یې تر سره کړي دي.
تصنیفونه :
د بخاري شریف او فتاوای باندي کار شروع دی، ان شاء الله په څو غټو ټوکونو کي به چاپ سي.