تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هر څه الله جل جلاله ته خپل امانت سپاری
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 17, 2021
  0

هر څه الله جل جلاله ته خپل امانت سپاری

 

لیکنه  ‏:عبدالسلام حنفی/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

عجیبه واقعه

 

علامه دمیری رحمة الله علیه وایی چی زید بن اسلم د خپل پلار په حواله روایت کوی چی د یو وخت د حضرت عمر (رضی الله عنه) مجلس ته یو سړی راغلی د دوی په لیدو حضرت عمر (رضي الله عنه)وویل ما نه دی لیدلی یو کارګه چی زیات یو شان والی او مشابهت لری ستا دی کارګه سره یعنی هغه هلک ډیر زیات تور وو .

 

هغه سړی وویل ای امیر المؤمنین دا هلک د مورڅخه په داسی وخت کی پیدا شوی دی چی هغه مړه شوی وه په دی خبره سره حضرت عمر (رضي الله عنه)سیده ودریدی او وویل چی پوره واقعه بیان کړه هغه وویل چی ما یو وخت د سفر اراده وکړه هغه وخت داماشوم د مور په نس کی وو نو مور یی راته وویل چی ته ما په داسی حال کی پریږدې چی زه مریضه شم ما ورته وویل :

 

چی زه دا کوچنی کوم چی ستا په نس کی دی زه په الله جل جلاله سپارم زه په سفر ولاړم او څو کاله وروسته چی کورته راغلم نو دروازی ته می قلف لیګیدلی وو چی معلومات می وکی نو درک راته معلوم شو چی ښځه می مړه شوی وه ما (انالله وانا الیه راجعون) وویل او دااکا زوی می د ځان سره کی او د ښځی قبر ته ولاړم هلته می ډیر وژړل د اکا زوی راته تسلی راکړه او بیرته یی را روان کړم یو څو قدمونه چی مو را واخیستل نو ما په هدیره کی یو آور ولیدی  د اکا زوی څخه می پوښتنه وکړه چی دا آور د څه دی  هغه راته وویل چی دا آور هره شپه ستا د بی بی د قبر څخه راښکاره کیږی نو داکا زوی می هلته ودریدی او زه بیرته قبر ته ولاړم  چی ومی کتل نو قبر خلاص شوی وو :

 

ښځه می ناسته وه او دا کوچنی پر هغی باندی شاوخوا گرځیدی دغه وخت راته یو غیبی آواز راغی چی الله (جل جلاله)  ته سپارونکی خپل امانت دی واخله او که چیری تا خپله ښځه هم الله (جل جلاله)  ته سپارلی وای نو دا به هم وتاته درسیدلی وی بیا چی ما څنگه دا ماشوم را واخیستی نو قبربند شو ای امیرالمؤمنین دا کومه کیسه چی ما بیان کړه په خدای (جل جلاله)  قسم چی دا رښتیا ده :

 

ماخذ : حیاة الحیوان جلد ۲ صفحه ۱۸۰

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته