حضرت انس رضي الله عنه فرمايي: کله چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم مديني منورې ته تشريف راوړی نو د مدينې خلکو دوې ورځي (د نوروز او مهرجان) مقرر کړي وې چي په هغو کي به یې لهو او لعب کاوه (خوښۍ به یې لمانځلې). نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وپوښتل چي دا دوې ورځي څنګه دي؟ دوی ورته وویل چي د جاهليت په زمانه کي موږ په دغو دوو ورځو کي بازۍ کولې.
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله تعالی د دغو دوو ورځو په بدل کي تاسو ته تر هغو دوې بهتري ورځي درکړي دي چي د لوی اختر او کوچني اختر ورځي دي. (رواه ابوداؤد)