حجة الاسلام و المسلمين مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله
ليکوال: مولانا عبدالرشيد ارشد رحمه الله ژباړن: محمدصادق مغول/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نوم، نسب او زوکړه يې:
نوم يې محمد قاسم د شيخ اسد علي زوى او د غلام شاه لمسى و، پلار يې پرهيزناک، متقي او بزګر سړى و، د نسب لړى يې وه حضرت ابوبکـر صديق رضي الله تعالى عنه ته رسيږي، په ۱۲۴۸ سپوږميز کال يې سترګى وه نړى ته غړولى دي.
زده کړې يې:
حضرت مولانا محمد قاسم رحمه الله يو زيرک، لوړ همت، لوړ حوصله او فعّال انسان و، د تحصيل پـر مهال ممتاز زده کونکى و، په ډيره لنډه موده کې يې قرآن مجيد حفظ کړ، د خط او کتابت له نظره هم تر خپل نورو ملګرو وړاندې و، د شعر او شاعرى سره يې هم ځانګړى مينه درلود.
د يو علت له مخې د نانوتي څخه وه ديوبند ته واستول شو هلته يې د شيخ نهال احمد څخه عربي ژبه زده کړه، وروسته خپل د مورني نيکه ځاى سهارنپور ته لاړ او له مولوي محمد نواز سهارنپوري څخه يې څه لږ فارسي او عربي ژبې زده کړى، وروسته په ۱۲۶۰ سپوږميز کال د مولانا مملوک علي سره يو ځاې وه دهلي ته لاړ او د معقولاتو کتابونه يې پر ولوستل، د حديثو کتابونه يې پر شاه عبدالغني رحمه الله وويل او په ورته مهال يې د حاجي امدادالله مهاجر مکي سره بيعت وکړ، وروسته د خپل استاذ مولانا مملوک علي رحمه الله له خوا د دهلي ښار په يوې دولتي مدرسى کې د رياضي علم د دبير په توګه وګمارل شو او په احمدي چاپخانى کې د کتابونو په تصحيـح بوخت شو، کله چې په ۱۲۶۷ کال مولانا مملوک علي وفات شو نو د هغه له ارشد زوى مولانا محمد يعقوب سره پاتې شو.
پر بخارى باندې حاشيـه:
مولانا محمد يعقوب د خپل پلار تر وفات وروسته يو کال په دهلي کې و او وروسته اجميـر ته لاړ، نو مولانا محمد قاسم رحمه الله په احمدي چاپخانى کې اقامت وکړ څو ورځې وروسته دارالبقاء کې پاتى شو، په دغه مهال مولانا احمد علي سهارنپوري رحمه الله د صحيح البخارى په حاشيې بوخت و او وروستۍ برخه يې پاتې وه نو دغه برخه يې حضرت مولانا محمد قاسم رحمه الله ته وسپارل مولانا صاحب يې حاشيه خورا په زړه پورى وليکل.
ځينو خلکو پر مولانا احمد علي باندې نيوکې وکړى چې دا دومره اړين کار يې ولى وه نوې عالم ته سپارلى دى، حضرت مولانا احمد علي رحمه الله وفرمايل: ما هغه وپيژندى چې دا کار مې ور وسپارى، هغه مهال خلک د ده د علم او پوهى په اړه خبر شوه او دغه وروستۍ برخه تر ټولو برخو ستونزمنه وه ځکه امام بخاري رحمه الله پر احنافو اعتراضونه کړى وه او د هغوې ځوابونه خو څه ساده خبره نه وه او دا هم اړينه وه چې هيڅ خبره به له سند پرته نه ليکل کيږي.
د طالبى په موسم کې خوب:
يو ځل يې د طالبى په موسم کې خوب وليدى چې د بيت الله پر سقف ولاړ دى او زرګونى ويالې ترى روانې دي، له خوبه چې راويښ شو وه خپل استاذ مولانا مملوک علي رحمه الله ته يې کيسه وکړه، هغه په تعبير کې ورته وويل: له تا څخه به د ديني علم برکت په لوړه کچه جارى شي.
په دې خبره کې هم هيڅ شک نشته چې د کتاب الله، سنت او فقهې کوم برکتونه د دارالعلوم ديوبنـد له لورى په اسلامي نړۍ کې غوړيدلى دي بى مثاله دي.
دارالعلوم ديوبند زرګونه، بلکې په سلهاوو زره انسانان موحّدين او له خداى څخه بيريدونکى جوړ کړى دي، د تمدن له اړخه يې وه سمې لاری ته رابللى او په پوره توګه يې د سنت په لارويانو اړولى دي.
د مرشـد ژبه:
حضرت مولانا محمد قاسم رحمه الله په علم، پوهى، تقوى او پرهيزګارى کې بې سارى و، حاجي امدادالله د ده په اړه فرمايلى: مخکې په خلکو کې دغه رنګ انسانان موندل کيدل خو ډيـره موده کيږي چې لږ شوى دي.
يو ځل حاجي امدادالله رحمه الله وفرمايل: الله تعالى خپل وه ځينو بندګانو ته ژبه وربخښلى ده لکه څنګه چې مولانا رومي رحمه الله يې د شمس تبريزي ژبه ګرځولى وه مولانا محمد قاسم يې زما ژبه ګرځولى ده چې هر څه زما پـه زړه کې راتيريږي د ده پر ژبه را څرګند شي.
بـل خوب:
يو ځل مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله خوب وليد چې د کعبى پر سر لوړ ځاى باندې ولاړ دى او مخ يې مخ پر کوفې دى، له هغه ځاى څخه وياله بهيږي او اوبه يې د ده له پښـو سره مښلى.
دا خوب يې وه مولانا محمد يعقوب ته ذکر کړ خو دا يې ورته و نه ويل چې ما خپله ليدلى دى نو مولانا صاحب په تعبيـر کې ورته وويل: دغه کس به حنفي مذهب ته خورا وده ورکړي او د خوب ليدونکى پوره حنفى دى، په خلکو کې به ډير زيات مشهور شي خو ډير ژر به وفات وکړي.
سادګى او تواضع:
مولانا صاحب ډيـر خوش اخلاق او نيک خويه و، يواځيتوب به يې زيات خوښوى او د خپل ځان په اړه به يې هيڅ څوک نه خبراوه، آن تر دې که ناروغ شوى هم واى تر څو چې يې ناروغي ډيره زياته شوى نه واى څوک به نه په خبريدى، له ديني طالبانو سره يې بى کچه مينه وه او د شهرت څخه يې ډډه کول، ډيـر ساده او متواضع انسان و که چا مسئله ور څخه پوښتلى واى د بل عالم آدرس به يې ورکړ.
د پلار شکايت يې:
د مولانا محمد قاسم رحمه الله پلار د مال، شتمنى او ثروت له پلوه څه نادار و او مولانا صاحب به ډيـر وخت د حاجي امدادالله رحمه الله په چوپړ کې تیراوه نو ځکه يې پلار يو ځل د شکايت په بڼـه وه شيخ المشائخ رحمه الله ته وويل زه يواځى دغه يـو زوى لرم او هيله مې وه چې په خپل کار او کاسبى به زموږ اقتصادي حالت را جوړ کړي خو معلومه نه ده چې تا څه پـه کړى چې نه يو آزاد شغل پيلوى او نه يو ځاى استخداميږي! حاجي امدادالله له موسکا سره چپ شو، او له لږ ځنډ وروسته يې وويل: قاسم به وه دومره مقام ته ورسيږي چې له پنځوس څخه تر سلو کسان به يې په خدمت کې لاس پر نامه ولاړ يې، دومره مشهور به شي چې هر ځاى به يې نوم اخيستل کيږي او الله تعالى به يې ان شآءالله د رزق تنګى هم ليرى کړي حالت به يې تر هغو خلکو چې استخدام شوي دي غوره وي.
مولانا محمد قاسم رحمه الله د پلار په ژوندون کې دومره شتمن شو چې په دې اړه يې هيڅ ډول شکايت نه درلود.
نکـاح، سخاوت او ميلمه پالنه يې:
قدرمن پلار به يې تل په دې فکر کې و چې مولانا محمد قاسم د خپل ژوند تيرولو لپـاره نه دنده پيلوى او نه هم نکاح کوى نو ځکه د شيخ المشائخ رحمه الله چوپړ ته حاضر شو او هغه يې په اړوند موضوعاتو خبر کړ.
شيخ المشائخ رحمه الله وه مولانا صاحب ته د نکاح کولو په اړه امر وکړ او ده په دې شرط ورسره ومنل چې ميرمن به يې په هر حالت کې له ده سره ګزاره کوى، خسر يې دا شرط ورسره ومنى او نکاح يې وتړل شوه.
مولانا نانوتوي رحمه الله زيات ميلمه پال او سخي انسان و، کور ته يې زياتو ميلمنو تګ او راتګ کاوه او ميرمن يې په هر حالت کې د هغوى وه پالنې ته چمتو وه.
د خپلواکۍ جهاد پيـل:
کله چې د انګليس لښکر هندوستان ته ننوت، د مسلمانانو پر ضد يې خپل کرغيړن تبليغات پيل کړه او د نصرانيت خپريدو ته يې ملا وتړل د لومړى ځل لپاره حضرت شاه ولى الله رحمه الله د هغوې په وړاندې انقلابي ډله چمتو کړه، د يادى ډلې د دريم امير له تليـن وروسته حاجي امـدادالله مکي رحمه الله د اميـر په توګـه وټاکل شو.
يـو ځل حاجي امداد الله له مولانا رشيد احمد ګنګوهي، مولانا محمد قاسم نانوتوي، مولانا عبدالغني، مولانا محمد يعقوب او مولانـا شيخ محمد رحمهم الله سره د جهاد او خپلواکى په اړه بحث کوى. مولانا شيخ محمد رحمه الله د پوره نظم او وسائلو نه شتون له کبله د مسلح جهاد سره مخالفت څرګند کړ خو مولانا نانوتوي رحمه الله وفرمايل: موږ د وسائلو په نه شتون کې د بدر تر مجاهدينو لا کمزورى يو!؟ حاجي امدادالله د دغې خبرى پـه اوريدو سره وويل: الحمدالله انشراحِ صدر مې حاصل کړه نو ځکه يې د جهادي ډلى امارت قبول کړ، مولانا نانوتوي د سپه سالار په توګه او مولانا رشيد احمد رحمه الله د قاضي په حيث وګمارل شو او تهانه بهون يې دارالاسـلام اعلان کړ.
د آزادى غږ له دې وروسته د هندوستان په هـر ګوټ کې زمزمه شو او يـاد حضرات د جګړى لپـاره چمتو شوه، قاضي عنايت الله خان د خپل کشـر ورور عبدالرحیم سره يو ځاى د جهاد ليکو ته ورننوت، انګليـس چې کله په دې اړه خبر تر لاسه کړ نو فوج يې چمـتو او عبدالرحيـم يې له ملګرو سره يو ځاى ونيوى، لومړى يې بنديـان او وروسته يې پـه دار ووهل، قاضي عنايت خان چې کله د خپـل ورور له اعدام څخه خبر شو يـوه ډله ملګرى يې د جګړې لپـاره چمتو کړه، انګليسانو هم د فوج له ليـکو څخه ګڼ شميـر عسکر د جګړى لپاره وټاکل او د "مظفر نګر" څخه يې مخ پر "تهانه بهون" باندې وليږل.
جګړه پيـل شوه د مسلمانانو ګروپ چې حاجي امدادالله، مولانا رشيد احمد ګنګوهي، مولانا محمد قاسم نانوتوي او حافظ محمد ضامن رحمهم الله پکښى وه له تورو کار اخيستى او انګليسي فوج په وسلى سمبال و، پر حضرت محمد ضامن تقبله الله تر نامه لاندى مرمې ولګيده او شهيـد شو، انګليسانو بل تازه نفس فوج را وليږى او په تهانه بهون کې يې د وژنې او لوټونې بازار خورا تود کړ.
وه نصرانيت ته د هندوستانيانو د رابللـو طريقه:
کله چې انګليسانو پـر هندوستان واکمنى تر لاسه کړه هڅه يې وکړه چې ټول هندوستانيـان عيسويان کړي نو ځکه يې هغوې د فقـر او ضعف له حالت سره لاس او ګريـوان کړه تر څـو د عيسويـانو کارګر شي.
تر ټولو خطرناک هدف يې دا و چې د قرآن کريم او اسلامي علومو زده کړه په پوره ډول له مينځـه يوسي، خلک وه بى دينى ته را وبولي، د عيسويت لار ور ته هواره کړي او په ورته مهال يې انګليسى تعليم په دومره پراخه کچه پيـل کړ چې هيڅ څوک ترې بى برخى پاتې نه شي او دا به يې ويل: د دې تعليـم موخه دا ده چې داسى ځوانان وروزل شي چې د رنګ او نسـل له اړخه هندوستانيـان او د فکري اړخـه انګليسيـان وي.
د دارالعـلوم ديوبـند تأسيـس:
کله چې مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله او ملګرو يې د انګليس د دغه ناوړه هدف په اړه خبرتيـا وموندل د خپل ايماني فراست په مرسته يې دا ګومان وکړ چې که چيرى په دغه حساس او خطرنـاک پړاو کې د مسلمانانو د فکري روزنې په موخې ګام وا نه خيستل شي او د قرآن، حديث، اسلامى فقهې او نيکو سلفو د کارنامــو په اړه خبر نه شي امکان لري په لنډه موده کې نصرانيـان شي او يا په بلې فتنى کې راښکيل شي نو ځکه مولانا محمد قاسم او د ده ملګرى سخت خوابدې وه خو بالاخره ستـر اسلامي روزنتون دارالعلوم دیوبند د ۱۲۸۳ سپوږميز کال د محرم الحرام په ۱۵مه د جمعې په ورځ د مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په لاس پرانيستل شو، او د پرانيستلو پر مهال يې د هغه وخت سترى علمې څيرې سره يو ځاى شوې وى، درسي او تعليمي چارى يې د يوه استاذ (ملامحمود) او يوه شاګرد (محمودالحسن) په شتون سره پيل شوى.
کله چې يې حاجي امدادالله په مکة المکرمى کې په دې موضوع خبر کړ او د دعا غوښتنه يې ور څخه وکړل، په ځواب کې يې وويل: سبحـان الله! تاسى واياستى چې موږ مدرسه تأسيس کړى ده خو خبر نه ياستى چې څومره تندې د شپى پر سجدو پراته دي او د الله تعالى په وړاندى په هندوستان کې د اسلام او علـم د پاتې کيدلو او حفاظت لپـاره اوښکى څڅوى! د دې مدرسى تأسيـس د هماغه اوښـکو او ژړاو پايله ده.
په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې دارالعـلوم ديوبند په هندوستان کې د اسلام ساتنې او روزنى ستـر لامل جوړ شو چې په زيار يې زرګونه چولاوه کسان خړوب شوى او خړوبيږي.
د رسول الله صلى الله عليه و سلّم سره يې مينه:
دا خـو د انکار خبره نه ده چې مولانا نانوتوي رحمه الله د رسول الله صلى الله عليـه و سلّم سره زياته مينه، محبت، اخلاص او عقيـدت درلود، په دې اړه خورا زياتى واقعې رانقل شوى چې موږ به د نمونې په توګه څو لنډى واقعې ذکر کړو او هغه دا چې:
۱- د ځينو خلـکو په هندوستان کې زرغون رنګ بوټان ډير خوښيدل او اوس يې هم په پښو کوى خو مولانا صاحب په پـوره توګه ځان ورڅخه ساتى او علت يې دا و چې د رسول الله صلى الله عليه و سلّم د ګنبدى رنګ زرغون دی او فرمايل يې: بوټ چې دا رنګ ولري نو څنګـه په پښو کيداى شي؟ اوس تاسو خپله فيصله وکړئ چې څومره يې د رسول الله صلى الله د ګنبدى له ظاهري رنګ سره ميـنه وه!
۲- مولانا نانوتوي رحمه الله چې کله حج ته تشريف يووړ او مدينى منورې ته نږدى شو خپل څپلى يې له پښو وويستلى او په لڅېو پښو مخ پر مدينى روان شو او دا يې ښه نه ګڼل چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ښار کې له څپلېو سره وګرځيږي په داسى حال کې چې مدينة المنوّري هغه مهال تيزې ډبرې درلودى.
۳- د ديوبند له نورو مشـرانو سره يې د انګليس په وړاندې جهاد کې ونډه واخيستل او ټپى هم شو، يو ځل د انګليس له خوا د حاجي امدادالله، مولانا نانوتوي او مولانا ګنګوهي رحمهم الله د نيولو امر صادر شو او عسکرو يې پلټنه پيل کړه، دوی ۳ ورځې پټ شوه او وروسته به آزاد ګرځيدل، ملګرو يې ور ته وويل چې تر اوسه خو پلټـنه روانه ده بيرته پټ شئ، مولانا نانوتوي رحمه الله ورته وويل: تر درو ورځو پټيدل سنت دى ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلّم درى ورځې د ثور په غار کې پټ شوى دى.
حج يې:
مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله وتوانيدى چې درى ځله د بيت الله وه زيارت ته لاړ شي.
د قرآن کريم حفظ:
مولانا نانوتوي رحمه الله د ډيرى بوختيـا له امله قرآن کريم نه و حفظ کړى خو د حفظ سره يې خورا بى کچې ميـنه وه بالاخره په ۲ روژو کې يې ټول قرآن کريـم حفظ کړ.
وفات يې:
حضرت نانوتوي رحمه الله د جمادي الأولى په څلورمه د پنج شنبى په ورځ په ۱۲۹۷ سپـوږميز کال د ماسپښين تر لمانځـه وروسته وکوچيد. انا لله و انا اليـه راجعون.
کور يې ډير تنګ او جمعيت زيات و نو ځکه يې جنازه وه مدرسې ته يووړل شوه، تر غسل او لمانځه وروسته د ښار څخه بهر په هغې مځکى کې چې مشتاق احمد رحمه الله د هديرى لپاره وقف کړى وه خاورو ته وسپارل شو، شيخ الهند، حضـرت مدني او ستر علماء … رحمهم الله هم په يادې هديرى کې ښخ دي.
تصنيفات (ليکنې يې):
۱- تقرير دلپذيـر
٢- تحذير الناس عن إنکار أثـر إبن عباس
٣- آب حيات
٤- إنتصـار الاسـلام
٥- حـجة الاسـلام
٦- قبله نما
٧- تحفة لمحيـة
٨- مباحثه شاه جهان پـور
٩- جمال قاسمـى
١٠- توثيـق الکـلام
١١- أجوبهء أربعـين
١٢- هديـة الشيعة
او د ده ستر يادګار دارالعلـوم ديـوبند دى.
www.taleemulislam.net