د موسيقۍ په هکله د صحابه کرامو رضي الله عنهم رايه
لیکنه: عبدالغفار جبیر، /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه وايي :
غزل ویل په زړۀ کی نفاق پیدا کوي .
(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک ۱)
حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنه وايي :
دریه وهل منع ده ، اود موسیقۍ ټول الات حرام دي .
(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک ۱)
حضرت عُثمان بن عفان رضي الله عنه وايي :
د کوم وخت راهیسي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره می بیعت وکي ، او په اسلام مشرفه شوم نومانه موسیقې اورېدلې ده ، نه مي درواغ ویلي دي او....
(شیخ شهاب الدین سهروردي ، عوارف المعارف ۱۹۶۶، بیروت دارُاکتب العربی)
حضرت عمرابن خطاب رضی الله عنه وايي :
یو وخت حضرت عمر رضي الله عنه د حاجیانو پریوه ډله تېرېدي چې یوه کس غزل ویل او نورو غوږ ورته نیولې وو ، نو حضرت عمررضي الله عنه ورته وویل :
الله دي وکړي چې تاسې کاڼه شي ، الله دي وکړي چې تاسي کاڼه شي ، الله دي وکړي چې تاسي کاڼه شی ؛ او دا جمله ئې درې ځلې تکرار کړل
(اتحاف السادة المتقین)
ام المومين رضی الله عنها وايی :
یو وخت حضرت بی بی عایشه رضي الله عنها وخپلو ورېرېګانو ته د پوښتنې لپاره ولاړه ، چې هغوي ناروغې وې، کله چې دا هلته ولاړل نو یو سړی ولاړ دي ، چې اوږده ئې وېښتیان ئې دي و ناروغو انجونو ته غزل وایي ترڅو دوي خوشحاله وساتي ؛ نوحضرت عایشی رضي الله عنها د هغه سړی د ایستلو فورا امر وکي او وئې ویل :
واه !!! دا شیطان دي ، دا وباسي او دا پسې واخلي .(سنن الکبری للبیهقې)
www.taleemulislam.net