تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درودونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0

درودونه


لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د محمد (ص) ډېر لوړ مقام او منزلت دی ، الله (ج) دوني لوړ مقام ورکړی دی چي خپله الله (ج) او هم د الله ملایکي درود پر وايي او مومنانو ته هم   الله (ج) حکم کړی دی چي تاسو پر محمد (ص) درود او سلام وایاست .
الله (ج) فرمایلي دي :  إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا   (۵۶ الاحزاب)
ژباړه : یقینا الله او د الله ملایکي پر نبي الله محمد(ص)  باندي درود وايي ، اې مومنانو ! تاسو پر محمد (ص) درود وایاست او هم سلام پر وایاست .


افضل درود


پر محمد (ص) باندي په هر ډول الفاظو او عبارتونو کي درود ویل کېدلای شي خو تر ټولو افضل هغه درودونه دي چي محمد (ص) و صحابه کرامو ته ښوولي دي او دده پر مبارکه ژبه بیان شوي دي ، د محبت هم دا غوښتنه ده چي کوم الفاظ چي د محبوب پر ژبه بیان شوي دي هغه الفاظ او عبارتونه څوک پر ژبه بیان کړي اوخوند ترې واخلي ځکه د محبوب وینا و محب ته تر هري وینا خوږه او محبوبه وي .


څه مهال چي پر نبي (ص) باندي د درود او سلام ویلو آیت نازل شو کوم چي وړاندي ذکر شو نو صحابه کرامو و رسول الله (ص) ته وویل : د سلام طریقه خو مو زده ده خو درود څرنګه درباندي ووایوو ؟


یعني په التحایته کي پر تا باندي داسي سلام وایوو : 

 السلام عليک ايها النبي و رحمة الله و برکاته .
خو د درود طریقه مو زده نه ده نو ته يې را ته وښووه ، رسول الله(ص)  ورته وویل داسي وایاست :
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ (بخاري عن کعب بن عجرة )
ژباړه : اې الله ! پر محمد او د محمد پر کورنۍ خپل خاص رحمتونه نازل کړه ، لکه څه ډول چي دي پر ابراهیم او د ابراهیم پر کورنۍ خپل ځانګړي رحمتونه نازل کړي دي ، ځکه یقینا چي ته د ستایني وړ او د لويي څښتن يې .


اې الله  ! ته پر محمد او د محمد پر کورنۍ برکتونه نازل کړه ، لکه څه ډول برکتونه چي دي پر ابراهیم او د ابراهیم پر کورنۍ نازل کړي دي ځکه یقینا چي ته د ستایني وړ او د لويي څښتن يې .


لنډ درود


النَّبِيّ (ص) فرمایلي دي : که څوک پدې خوشاله کیږي چي پر ما او زما پر کورنۍ باندي د درود ویلو ثواب په پوره او زیاته پیمانه حاصل کړي داسي دي وايي : اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَأَزْوَاجِهِ أُمَّهَاتِ الْمُومِنِينَ وَذُرِّيَّتِهِ وَأَهْلِ بَيْتِهِ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ( ابوداود عن ابی هريرة )
ژباړه : اې الله ! پر محمد خپل ځانګړي رحمتونه نازل کړه او د هغه پر ښځو د مومنانو پر مېندو ، او د هغه پر اولادونو او د کورنۍ پر ټولو کسانويې رحمتونه نازل کړه لکه څه ډول چي دي د ابراهیم پر کورنۍ خپل ځانګړي رحمتونه نازل کړي دي یقینا ته د ستایني وړ او د لوي څښتن يې .


د درود ثوابونه
رَسُول اللَّهِ (ص) فرمایلي دي : مَنْ صَلَّى عَلَيَّ وَاحِدَةً صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ عَشْرًا (مسلم عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ )
ژباړه : که څوک یو ځلي پر ما درود ووایي الله(ج) به پر هغه کس لس ځلي رحمتونه نازل کړي .
د درود د فضیلت د پاره همدومره کفایت کوي چي که څوک یو ځلي پر محمد (ص) درود ووايی الله (ج) پر هغه نفر لس ځلي درود وايي ددې دا  معني ده چي پر دې نفر به د الله(ج) رحمتونه اورېږي ، د الله یو رحمت لا هم تر هر څه زیات ارزښت لري .


www.taleemulislam.net

 

سرته