له مؤذن سره د اذان کلمات ويل له یاده وتلي سنت
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ: رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ( مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ، حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ )[ صحيح البخاري: ۶۱۴، ۴۷۱۹ ]
ژباړه:له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما نه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې اذان واوري او بيا ووايي: ای الله د دې پوره دعوتنامې او د دائمي لمونځ ربه! محمد صلی الله عليه وسلم ته لوړه مرتبه او غيرمنتهي لوړ منزلت ورکړه، او د شفاعت هغه مقام ته يې ورسوه چې تا يې ورسره وعده کړې ده، نو د دغه انسان لپاره به د قیامت په ورځ زما سفارش واجب او ثابت سي.
له ياده وتلي پنځوس(۵۰)نبوي سنتونه
www.taleemulislam.net