د زم زم د اوبو برکتونه
لیکنه: مولانا ساجد خان نقشبندی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: محمد عیسیٰ
چي د یو نبی علیه سلام د قدمو څخه د جاری سو اوبه داسي برکتونه دي نو د نبی کریم ﷺ د مجالس قول وفعل دیار و آثارو به څنګه برکتونه یې؟
امام نووی رحمه الله وایي چي علماؤ و صلحاؤ په وار وار سره دا اوبه د دنیاوي او اخروی حاجاتو د پاره څیښلي دي او الحمدلله د هغوی مرادونه پوره سوي دي.
وقد جربه العلماء والصالحون لحاجات أخروية ودنيوية ؛ فنالوها بحمد الله تعالى ، وفضله " تهذيب الأسماء واللغات ( م ٣ / ص ١۳۹)
امام خزیمه رحمه الله څخه یو چا پوښتنه وکړه چي تاسو دا علم نافع څنګه ترلاسه کړي نو هغه ورته وویل چي د زم زم د اوبو په برکت، کله چي مي هم څیښلې ځان ته مي د علم نافع دعا کول.
قيل : لابن خزيمة يوما : من أين أوتيت العلم ؟ فقال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " ماء زمزم لما شرب له " ، وإني لما شربت ماء زمزم ، سألت الله علما نافعا ۔(تذکرہ الحفاظ ج2 ص 208)
امام حاکم رحمه الله وايي چي ما د زم زم اوبه وڅیښلې او د الله عزوجل څخه مي د غوره تصنیف او تالیف توفیق وغوښتي، ابن بشکوال وایي چي شاید هغه د دې سبب سوی یې چي د امام کتابونه تر زرو هم زیات دي.
الصلة " لابن بشكوال ص ٥١٥:
أن الحاكم النيسابوري قال : " شربت زمزم ، وسألت الله أن يرزقني حسن التصنيف " قلت : ولعل هذا السر في أن مصنفاته تجاوزت الألف
خطیب بغدادی رحمه الله د زم زم اوبه وڅیښلې او درې حاجتونه یې د الله عزوجل څخه وغوښتل، په هغو کي یو د تاریخ بغداد د لیکلو غوښتنه وه چي الله عزوجل درې سره ور پوره کړه.
جاء في كتاب " المنتظم " لابن الجوزي ( م ١٦ ص ١٣٤ ) :
عن الخطيب البغدادي أنه لما حج شرب من ماء زمزم ثلاث شربات وسأل الله ثلاث حاجات ... ومنها أن يحدث بتاريخ بغداد فحصل له .
د ابن عربی مالکی رحمه الله علم د زم زم د اوبو د برکت وو.
جاء في كتاب " العواصم من القواصم " لابن العربي المالكي ص ١٦ قوله عن نفسه :
" وكنت أشرب ماء زمزم كثيرا ، وكلما شربت نويت العلم والإيمان ، ففتح الله لي ببركته المقدار الذي يسره لي من العلم .... " .
سلیمان بن هشام رحمه الله وایي چي د مځکي پر سره زما څخه د قرآن لوی عالم نسته، د هغه وجه دا ده چي کله مي هم د زم زم اوبه څیښلي دي د الله عزوجل څخه مي د قرآن فهمي (قرآن پوهي) غوښتنه کړې ده.
جاء في كتاب " الصلة " لابن بشكوال ( م ١ ص ٣١٠ ):
في ترجمة سليمان بن هشام الغماز أنه لما ورد زمزم سأل الله العلم وفهم القرآن فآتاه الله علما عظيما بكتابه ، حتى قال عن نفسه : " أما القرآن فما أحسب أن بأرضي أعلم به مني " .
امام قرطبی رحمه الله د قرآن کریم د حفظ د پاره زم زم وڅیښلې نو په لږ وخت کي یې قرآن کریم حفظ کړي.
جاء في كتاب " التكملة لكتاب الصلة " لابن الأبار ( م ٤ / ص ١٨٨ ) :
أن يحيى الأنصاري القرطبي شرب زمزم لحفظ القرآن فتيسر عليه حفظه في أقرب مدة .
د محمد بن جزری رحمه الله پلار تاجر وو، تر څلویښتو کلو پوري یې اولاد نه درلودي، کله چي یې حج وکړي، د زم زم اوبه یې وڅیښلې د الله عزوجل څخه یې د اولاد غوښتنه وکړه، نو الله عزوجل زوی ورکړي چي بې مثاله عالم او فاضل زوی الله عزوجل ورکړي.
جاء في كتاب " الغاية في شرح الهداية في علم الرواية للسخاوي " ( م ١ / ص ٦٥ ) :
في ترجمة محمد ابن الجزري : " كان أبوه تاجرا ، ومكث أربعين سنة لم يرزق ولدا ، فحج وشرب ماء زمزم ، وسأل الله أن يرزقه والدا عالما ، فولد له الناظم بعد صلاة التراويح من ليلة السبت ... " .
ابن حجر رحمه الله هم د زم زم اوبه وڅیښلې چي الله عزوجل یې په علم او حفظ کي د امام ذهبی رحمه الله مقام او مرتبې ته ورسوي.
جاء في كتاب " الإعلان بالتوبيخ " للسخاوي ( ص ٤٧٢ ) :
أن ابن حجر شرب ماء زمزم ليصل إلى مرتبة الدهبي في الحفظ والفطنة .
امام سیوطی رحمه الله هم د زم زم اوبه د ابن حجر او بلقینی رحمهما الله و مقام ته د رسېدلو د پاره وڅیښلې.
جاء في كتاب " حسن المحاضرة " للسيوطي ( م ١ / ص ٣٣٨ ) :
" لما حججت شربت ماء زمزم لأمور : منها أن أصل في الفقه إلى رتبة سراج الدين البلقيني ، وفي الحديث إلى رتبة الحافظ ابن حجر "
www.taleemulislam.net