د لقمان حکيم زوى و خپل پلار ته و ويل:
لیکنه مولوي عنايت الله علمی صاحب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اې پلاره! د انسان دپاره کوم خوى ښه دى؟ پلار يې ويل دين.
زوى ويل: که دغه خويونه دوه سي؟ ويل: دين او مال.
ويل که درې سي؟ پلار يې ويل: دين او مال او حياء.
زوى يې ويل:که دغه خويونه څلور سي؟ پلار ويل: دين، مال، حياء، او ښه اخلاق.
زوی یې ويل که دغه خويونه پنځه سي؟ پلار ويل:دين، مال، حياء، ښه اخلاق او سخاء.
زوى یې ويل:که دغه خويونه شپږ وي؟ پلار ويل: اې زويه! که په چا کي دغه پنځه خويونه سره يو ځاى سي هغه تقي او پرهېزګاره دى، او الله(ج)د هغه چا دوست دى چي د شيطان څخه بېزاره وي.
ماخذ : مختصر معلومات.
taleemulislam.net