لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
(دوویشتمه برخه)
پاچایانو او مشرانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیکونه
o د حدیبیې له تړون وروسته چي مسلمانان له یوه لوري په امن او ډاډه شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم همدغه فرصت د دې له پاره غوره ولید چي د دعوت وړانګې د عربي جزیرې له پولو د باندي هم خورې شي.
o د حدیبیې له سولې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو او عجمو پاچایانو ته له خپلو استازیو سره لیکونه واستول او ټول یې د اسلام منلو ته راوبلل.
o انس رضي الله عنه ویلي: «أنَّ نَبِيَّ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ كَتَبَ إلى كِسْرَى، وإلَى قَيْصَرَ، وإلَى النَّجَاشِيِّ، وإلَى كُلِّ جَبَّارٍ، يَدْعُوهُمْ إلى اللهِ تعالَى،». رواه مسلم.رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم کسری (د فارس واکمن)، قیصر (د روم واکمن)، نجاشي (د حبشې واکمن) او بل هر یوه جابر او زورواکي ته لیکونه واستول او د الله تعالی لور ته یې راوبلل.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د حبشې پاچا (نجاشي) ته خپل لیک د عمرو بن أُمیه الضَّمْري رضي الله عنه په لاس ولېږه.
o د لیک له برکته نجاشي په اسلام مشرف شو رضي الله عنه، او د نبي صلی الله علیه وسلم نبوت یې ومانه. یاده دې وي چي دا هغه نجاشي نه دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د جنازې غائبانه لمونځ کړی دی.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د روم پاچا (قیصر) ته خپل لیک د دِحْیَه بن خلیفه الکَلْبِي رضي الله عنه په لاس واستاوه، د اسلام بلنه یې ورکړه، هغه د لیک په لوستلو سره سخت ووېرېد، ټکان یې وخوړ، خو اسلام یې رانه ووړ.
o رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د فارس پاچا (کسری) ته عبدالله بن حُذافه رضي الله عنه له خپل یوه لیک سره واستاوه او بلنه یې ورکړه چي اسلام راوړي، خو کسری د لیک په لوستلو سره سخت په غصه شو او د نبي صلی الله علیه وسلم دا مبارک لیک یې څیرې کړ.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم حاطِب بن أبي بَلْتَعه رضي الله عنه د قبطیانو (مصر) واکمن مقوقس ته له یوه لیک سره واستاوه، اسلام ته یې راوباله، خو هغه هم مسلمان نه شو.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د یمامه پاچا هَوْذَةَ بن علي ته خپل لیک د سَلِیط بن عمرو العامري په لاس ولېږه، هغه هم په اسلام مشرف نه شو.
o په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د حبشې پاچا (نجاشي) د روم پاچا (قیصر)، د فارس پاچا (کِسری)، د قبطیانو یا مصر پاچا (مُقَوْقِس) او د یمامه پاچا هَوْذَه بن علي ته لیکونه واستول او ټولو ته یې د اسلام بلنه ورکړه.
o همدا هغه پنځګوني لیکونه دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو استازیو په ذریعه د عربي جزیرې له پولو د باندې پرتو پاچایانو ته استولي دي، پر دې سربیره رسول الله صلی الله علیه وسلم په آتم هجري کال یو څو نور لیکونه هم د جزیرې له پولو د باندې استولي دي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم دا پنځه لیکونه د اووم هجري کال په مُحرم میاشت کې یادو پاچایانو ته استولي دي، چي پر هر پاچا یې ستره اغیزه درلودلې ده.
نور بیا...
www.taleemulislam.net