تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې ډوله نفس
 
  February 15, 2013
  0
رالېږونکی: حضرت شاه پښتیال

 دا معلومه خبره ده چی د انسان ترټولو بدترینه دښمن دهغه نفس اماره دی، نفس اماره هغه نفس دی کوم چی په انسان کي دننه قرار لري ، او همیشه د انسان سره مل وي ، ددې نفس طبیعت او خاصیت دادی چی وه انسان ته په بدۍ کولو باندي امر ورکوي او وشر او فساد ته تمایل دی ، او دخیر څخه په مکمل ډول خلاص دی.

 انسان ددې نفس په ...تصفیه (مینځنه) او و راسته لاري ته په را اړولو باندي مکلف دی،  او باید هغه په ډیرطاقت سره دخپل پروردګار دعبادت ولوري ته را کش کړه سي  او د  تمایلو اوشهوتونو څخه یې را لیري کړي، دمخلوقاتو سترخالق الله تعالی جل جلاله ددغه خطرناک دښمن څخه دمؤمینانو د ځان لیري ساتني په باره کي پخپل مقدس کلام قرآنکریم کي داسي فرمایلي دي: وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ .  سورت ص  ايت  ۲۶. 
 
 ژباړه: او دنفس په هواپسي مه روانیږۍ، کیدای سي چی تاسي دخدای دلاري څخه واړوي او تاسو ګمراه کړي. اوهمدارنګه الله تبارک وتعالی وموږ مسلمانانوته دا را زده کړي دي چي د انسان په وجود کي درې ډوله نفس وجود  لري.

۱  نفس اماره : نفس اماره بالسوه: په بديو باندي امر ورکوونکی دی، دغه نفس دانسان په بدن کي د شر، بدیو او ناوړه کارونو د انجام قرارځای او پناځای دی او انسان ته د ګمراهۍ لارښوونه کوي او الله پاک جل جلاله  دغه نفس پدې ډول توصیف کړیدی: وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ . سورت یوسف : ايت ۵۳. 
ژباړه: زه خپل نفس نه ازاده وم ځکه چي په تحقیق سره نفس دبدۍ وخواته امرکوونکی دی، مګرنه دهغه چا نفس چی زموږ پروردګار پر هغه باندي رحم وکړي.

۲ نفس لوامه ( ملامت کوونکی نفس ) : دا هغه نفس دی کوم چي خپل خاوند ملامت کوي یعني که چیري ددغه نفس خاوند ګناه وکړي، دغه نفس هغه ملامت اوپښیمانه کوي. دا بیا هم هغه وجدان دی ، که چیري بد کار ترسره سي هغه ترټي او پر خپل ځان باندي حکم کوي او هغه ملامت کوي. الله تبارک وتعالی جل جلاله  دغه نفس دارنګه توصیف کړي دی: لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ (1) وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ (2) أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ (3) بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ (4). سورت القيامة ، ايت ١-٤ " . 
ژباړه : قسم په ورځ د قيامت او قسم په نفس لوامه (ملامت کوونکی) چي قیامت حق دی، آیا ګمان کوي انسان چي موږ به يې هډوکي راټول نکړو، داسی نه ده بلکه موږ قادر یو چي پیوند کړو بندونه دګوتو د دوۍ.

۳ نفس مطمینه ( آسوده خاطره نفس ) :لکه څنګه چي نفس اماره دشر او بدۍ ځای دی خو ددې خلاف نفس مطمینه دایمان دنور ځای دی. دغه نفس دالله تعالی جل جلاله  په نزد  ډېر قدرمن دی، دغه نفس عاجزه دی او پر الله جل جلاله  توکل او اعتماد  لرى  اودالله جل جلال سره مینه کوي او دالله جل جلاله  په شوق ژوند تیره وي، الله پاک جل جلاله  پخپل قرآن العظیم الشان کي وموږ ته معرفي کړیدی چي فرمایي: يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (27) ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً (28) فَادْخُلِي فِي عِبَادِي (29) وَادْخُلِي جَنَّتِي (30) سورت فجر : آيات ﴿۲۷-۳۰﴾ . 
ژباړه اى  آسوده خاطر نفسه !  دخپل پروردګار خواته دي را وګرځیږه پداسي حال کي چي ته خوشحاله یي او خدای هم له تا څخه خوشحاله دی زما دبندګانو ومینځته راسه او زما وجنت ته داخل سه.

 دیادوني وړده چی زموږ اصلي د بحث موضوع دنفس اماره سره مبارزه کول دي ليکن هغه څه چي پورته ذکرسول فقط دنفسونو و ډولونوته یوه لنډه اشاره وه.

دنفس تزکیه (تصفیه) یعني معنوي آزادي یا هغه څه چي نفس یې په هوا او هوس غواړي او وهغه ته ورنکول سي. خښم او شهوت، حسد او طمعه انسان په سترګو ړوند او په غوږو یې کڼه وي او د حقیقت څخه یې لیري ساتي.تقوا او دنفس تزکیه دانسان دقدرت اوتوانایي سبب ګرځي، دنفس اماره سره دجهاد کولو څخه بل بهترجهاد نسته ځکه چي هغه جهاد اکبر دی او که انسان وکولای سي چي خپل نفس اماره دخپل ځان مطیع او فرمان وړونکی وګرځوي ماسیوا له کومه شکه به یې دنیکبختۍ لویه لاره پی کړې وي.

څو ډوله جهاد په نفس پوري ارتباط لري او په دې ترتیب دي:

الف: مجاهده او جهاد د نفس سره دشهوت په دفعه کولوکي ځکه چي شهوت انسان دهغه دغوښتنو د ترسره کولوته هڅوي.

باء: مجاهده او جهاد د نفس سره دعلم په زده کړه کي  ډیره ده شرم خبره ده چي نن ورځ ځني مسلمانان قرآنکریم په صحي ډول سره نسي تلاوت کولای. هرمسلمان باید ددین چاري زده کړي او دالله تبارک وتعالی په خاطر باندي علم زده کړي.

تاء: مجاهده اوجهاد د نفس سره په عمل کولو باندي پر هغه څه چي انسان زده کړي دي.

ثاء: مجاهده او جهاد د نفس سره د خلکو په دعوت کي په عمل کولوباندي پرهغه څه چي زده کړي مودي او په هغه موعمل کړی وي.

جیم: مجاهده اوجهاد د نفس سره ددعوت او ارشاد په لاره کي دسختیو اوتکلیفونو په مقابل کي دصبر اوتحمل څخه کار اخستل.کچیری یو انسان دغه ټولي دجهاد مرحلې د نفس سره ترسره کړي، نو له شکه پرته به و رباني مقام ته رسیدلی وي.له تابعینو څخه یو تابعي د نفس په اړه داسي وایي: اولین شی چي دمجاهدې او جهاد وړ دی، هغه نفس دی چي دانسان په داخل کي وجود لري. 

که چیري یو انسان پر خپل نفس باندي کامیابه سي، نو پر نورو شیانو به هم دکامیابۍ توان ولري او که د نفس په مقابل کي یو انسان ماته وخوري نو په نورو چاروکي به هم عاجزه او ناتوانه وي ، او د دین دبزرګانو څخه یوبل بزرګ وایي: هرهغه کس چي د نفس سره مجاهده او جهاد ونکړي یو ډیر خوار بنده دی.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته