تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درواغ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 21, 2020
  0

درواغ


لیکنه :علي الله متوکل::تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


درواغ  په اصل کي د حقيقتونو اړونکي دی یعنی چي څه حقیقت وي د هغه خلاف ښکاره کول، يا په بل عبارت حق په باطل او باطل په حق بدلولو ته درواغ ويل کيږي.


علامه جرجانی رحمه الله تعالی د درواغو تعريف داسي کوي: درواغ د حقیقت سره نه برابروالی ته ويل کیږي.

درواغ ویل نه يوازي دا چي انسان د بی اعتمادی فضا ته ورټېل وهي بلکه په اسلامي شريعت کي موږ ورڅخه منعه سوی هم يو لکه الله تعالی چي فرمايي. 


ژباړه: اې مؤمنانو له الله تعالی څخه وبېرېږئ او له رښتنيو سره مله سئ. همداراز رسول الله صلي الله وسلم فرمايي: ایاکم والکذب، فانه مجانب الایمان.


ژباړه: ځانونه له درواغو څخه وساتئ ځکه چي درواغ د ایمان څخه ګوښه کوونکي دي، یعنی درواغ انسان د ايمان څخه ليري کوي.


د درواغو ويلو سببونه
د فائدي ترلاسه کول او دتاوان مخ نيول: کله کله انسان د دې لپاره درواغ وايي چي په دې سره د ده په نظر کي ګټه کوي او يا د تاوان مخ نيسي، ځکه نو خپل ځان ته د درولاغ ويلو اجازه ورکوي.


د خبرو د تحسين لپاره: کله کله انسان د دې لپاره درواغ وايي چي خبري يې ښايست پيدا کړي ځکه دی له دې څخه عاجز وي چي داسي حقيقت بیان کړی چي موثر او ښکلي وي نو له دې امله خبرو ته د درواغو خطا ايستونکي او په ظاهره ښاسته جامه ور اغوندي څو خلګ غوږ ورته ونيسي.


په درواغ ويلو سره غصه سړول: کله کله انسان د خپل دښمن د بد معرفي کولو لپاره درواغ وايي نو په هغه پسي له ځانه خبري تړی او په داسي صفاتو سره يې موصوفوي چي د هغه د شرمندګی باعت وي او د ا کار ځکه کوي چي په دې سره خپله غصه سړه او په دې سره د دښمن د ناکامولو هڅه کوي.


هغه حالات چي درواغ ويل پکښي جائز وي
دا چي په اسلامي شريعت کي درواغ ويل ناروا او حرام دي، خو د دې حرمت سره سره بیا هم په ځينو خاصوځاينونو کي درواغ ويل جائز دي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چي فرمايي:


ژباړه: درواغ بې له لاندي درو ځايونو څخه په نورو ځايونو کي جواز نه لري.


۱.  په هغه ځاي کي چي خاوند د مېرمني سره او يا مېرمن د خاوند سره روغه جوړه پرې کوي.
۲.  په هغه ځاي کي چي يو څوک د دوو تنو ترمنځ روغه اوجوړه کوي.
۳.  د کافرانو سره په جنګ کي درواغ ويل ځکه چي جنګ دوکه کول دي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته