خرما د کــومو امــراضو لپاره ګټوره ده؟
لیکنه : حکيم غلام محمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خــرما ډیر ګټور خوــاړه دي، ډیرې معدني مالګې لري ، لکه ګــوګــړ، فاسـفوریس، کلسیم، مګــنیزیم او په ډیره پیمــانه اوسپـنه، یوه اندازه B،Aاو C ویټامـــــینونه،قندونه، سـلولوز،البـــومین او شحـــمیات هـــم لری. که له شیــدو ســره ګډې شي، انرژي لــــرونکي خـواړه دی.
شـــهوت ډیروي، ځکه په ســـلو کی %74کاربوهایدریدونه لری، پښــتورګي او ملا پیاوړې کوي. اومـه خـرما اورۍ کـلکـوي .او اسهال دروي. مګنیزیوم لـــري نو د ســـرطان مـخنیوی کوي. د پهلوانانو او سپورت مینانو لپاره ګټور خواړه دی .
انسان هره ورځ (0.9)ملی ګرامو اوسپنې ته اړتیا لري او سل ګـــرامه خرما له 5-6.3ملی ګرامو پـــورې اوســــپنه تولیدوي .
دپښتومشهوره متل دي چي وايي .
هـم خرما او هــم ثواب.
www.taleemulislam.net