لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
محمد موسي بازي روحاني رحمه الله د اسلامي فیلسوفانو له جملې څخه یو فیلسوف، علامة الکبیر، امام المحقق، المحدث، المفسر او د فلکیاتو فقیه او د مشهورو علماوو د جملې څخه یو پیاوړي عالم وو. شیخ محمد موسي بازي رحمه الله ګڼ شمیر تصنیفونه لري چي په اسلامي نړۍ کي یې تر ټولو مشهور کتاب ( فتح الله بخصائص اسم الله ) دی او د همدې تصنیف په وجه بازی رحمه الله په نړۍ کي مشهوره شو.
د مولانا ژوند
د مولانا محمد موسي خان بازي رحمه الله د پلار نوم مولوي شیر محمد بازی دی. مولانا بازي رحمه الله په ډیره اسماعیل خان په کثه خیل کلي کي پیدا شوی دی او د پاکستان په لاهور کي وفات شوی دی.
او د مولانا اسم لقب روحاني بازی دی او مسلک یې اهل السنة والجماعة دی، فقهي مذهب يې حنفي دی او د فلکیاتو محقق عالم او یو اسلامي فیلسوف دی.
او د خپل هغه تصنیف په وجه چي (فتح الله بخصائص اسم الله ) په نامه مشهور دی او له ده څخه مخکي داسي تصنیف چا نه وو کړی په نړۍ کي زیات مشهوره شوی دی.
مولانا بازي رحمه الله د ښو اخلاقو څښتن ، د نیک سیرت خاوند ، چپ والي یې ډیر خوښ وو. داسي خبري یې کولې چي کوچنی او لوی ورباندي پوهیدی. د سپینې جامي اغوستونکي او سپینه لنګوټه به یې په سر کول او همیش به يې په سر باندي سپین چادر اچولي وو او د ده په خبرو کي یو قسم خوږوالی او په مجلس کي یو قسم فیض او برکت وو.
د ده نیکه یعني د پلار پلار يې شیخ احمد روحاني رحمه الله د افغانستان د غزني ولایت له اوسیدونکيو څخه وو او د نیکه قبر يې د غزني دیوه غره په لمن کې دی.
د علامه بازي رحمه الله علمي ژوند
د خپل پلار په امر یې دیني علوم د خپل توان مطابق وویل، د علم الفقه او ټول فارسي کتابونه یې د کلي له ځینو علماوو څخه وویل. بیا علامه بازي رحمه الله د ځینو علماوو په لارښوونه د علم د حاصلولو لپاره د عیسي خیلو کلي ته ولاړی او دغه د علامه رحمه الله لومړنی سفر وو چي د علم د حاصلولو لپاره یې په یولس کلنۍ کي وکړی او هلته يې علم الصرف او نور څه کتابونه له خپل شیخ المفتي محمود څخه وویل. له هغه سره یې نورو مختلفو کلیو ته سفرونه وکړل او د علم الصرف مکمل کتابونه یې تر فصول الاکبریة پوري او د نحو کتابونه یې تر کافیة د ابن حاجب پوري او د منطق یې ځینو کتابونه یاد کړل.
بیا یې له خپل شیخ مفتي محمود سره د عبدالخیل کلي ته سفر وکړي، هلته یې دوه کاله تیر کړل او هلته یې شرح الجامي او مختصر المعاني وویل .
له هغه ځاي څخه یې اکوړه خټک ته سفر وکړی چي د پیښور مشهوره سیمه ده او علامه رحمه الله په دارالعلوم الحقانیه کي تقریباً دوه کاله تیر کړل . او هلته یې علم منطق ، فلسفه ، علم میراث ، اصول الفقه او عربي ادبیات ولوستل.
او له هغه مدرسې څخه یې د رمضان المبارک په رخصتیو کي راولپنډۍ ته سفر وکړی او هلته یې په علامه شیخ التفسیر مولانا غلام الله خان چي د قرانکریم بهترین مفسر وو د قران پاک ترجمه او تفسیر ولوستل.
بیا له هغه ځاي څخه ملتان ته ولاړی او هلته یې په جامعة الکبیرة قاسم العلوم کي داخله واخیستل او درې کاله یې هلته تیر کړل او خپل علم یې سر ته ورسوی.
د علامه ژوند د علم تر تحصیل وروسته
کله چي علامه بازي روحاني رحمه الله د علم له تحصیل څخه د فارغت سند ترلاسه کړی نو د بلوچستان په مطلع العلوم مدرسه کې د یو استاذ ، مدرس او رئیس په صفت پيژندل کیدی او د هغوی څخه وروسته یې په جامعة اسلامیة کي د رئیس په صفت دنده تر سره کول. وروسته ملتان ته ولاړی او هلته په جامعة قاسم العلوم مدرسه کي د اعلي استاذ په حیث یې دنده اجراء کول بیا لاهور ته ولاړی او په جامعة الاشرفیة کې د شیخ الحدیث والتفسیر په صفت پاتي شوی دی او همدلته وفات شو.
د علامه رحمه الله تصنیفونه
علامه شیخ موسي خان بازي روحاني رحمه الله په هر فن کي ګڼ شمیر تصنیفونه لیکلي دي چي د علامه رحمه الله تصنیفونه تقریباً ۳۰۰ ته رسیږي، چي بعضي یې چاپ شوي دي او بعضي لا تر اوسه مخطوط پاتي شوي دي. بعضي یې په عربي ژبه لیکلي دي، بعضي یې په اردو او بعضي یې په فارسي ژبه لیکلي دي. د علامه رحمه الله ځیني تصنیفونه انګلسي ژبي ته هم ژباړل شوي دي.
د علامه مشهور چاپ شوي کتابونه:
۱: فتح الله بخصائص اسم الله
۲: فتح العلیم بحل اشکال التشبیة العظیم
۳: فتح الصمد في نظم اسماء الاسد ( چي په دې کتاب کي یې تقریباً شپږ سوه نومه د زمري راجمع کړي دي)
۴: ازهار التسهیل شرح انوار التنزیل
۵: الکنز الاعظم في تعین الاسم الاعظم
۶: البرکات المکیة في الصلوات النبویة
۷: قصیدة الطوبی في اسماء الحسنی
۸: قصیدة الحسني في اسماء النبي صلي الله علیه وسلم
۹: بغیة الکامل السامي. ( په علم نحو کي)
۱۰: النجم السعد في مباحث اما بعد
۱۱: النهج السهل الي مباحث الآل والاهل
۱۲: استعظام الصغائر ( په اردو ژبه )
۱۳: ترغیب المسلمین في الرزق الحلال وطمعة الصالحین ( په اردو ژبه )
۱۴: سماء الفکري شرح الهیئة الکبری
۱۵: النجوم النشطی شرح الهیئة الوسطی
۱۶: مدار البشری شرح الهيئة الصغری
۱۷: الفلکیات الجدیدة ( په اردو ژبه) او د پاکستان د ځیني مدارسو په نصاب کي هم شامل دی.
۱۸: فردوس الفوائد ( چي علامه رحمه الله په دې کتاب کي تقریبا لس زره کوچني او غټ کتابونه جمع کړي دي. )
غالباً چي د علامه رحمه الله ځيني تصنیفونه تر اوسه مخطوط دي چاپ شوي نه دي.
د سیاست څخه لیري والی
مولانا موسی خان بازي رحمه الله لیکلي دي چي د الله تعالی یو نعمت دا دی چي الله تعالی د هر ډول سیاست څخه لیري ساتلی یم، او دا شکر کوم الله ته چي د اولي ورځي بیا تر اوسه يې زما په زړه کي سیاست بد ښکاره کړی دی. همیشه مي شاګردانو ته توصیه کړې او کوم چي ددغه میدان څخه لیري اوسي. الله تعالی ما ته د علم او مطالعې له اړخه د اسلام او مسلمانانو خدمت محبوب ګرځولی دی. او دا په تجربه رسېدلې ده چي څوک د سیاست میدان ته داخل سوی دی د علم د ترقۍ او خدمت څخه، د تصنیف او تالیف د ډګر او د علم د رونق څخه محرومه سوی دی. (فتح الله بخصائص اسم الله)
د علامه رحمه الله په هکله د علماوو نظرونه
د علامه موسي خان بازي رحمه الله ډیرو علماوو ستاینه کړي ده تر دې چي امام الحرم الشیخ محمد بن عبدالله السبیل د ده په هکله وايي چي ما ته د مختلفو ځایو څخه ډیر علماء او مشائخ راغلي دي خو ما تر علامه بازي رحمه الله فراخ علم واله او ژور نظر واله نه دی لیدلی.
او بعضي عرب علماء د علامه بازي رحمه الله د کتاب ( فتح الله بخصائص اسم الله ) په اړه وایې که چیرته زموږ د عرب زر تنه علماء راجمع شي چي د علامه بازي رحمه الله د فتح الله بخصائص اسم الله په ډول یو کتاب تصنیف کړي نو داسي کتاب به تصنیف نه کړي . نو دا خبره د ده په علم او پوهه باندي یو ښکاره دلیل دی .
او بعضي علماوو د علامة الدنیا په نامه سره یاد کړی دی. بعضو د امام المحدثین او نجم المفسرین یا زبدة المحققین یا په نادرة الزمان وغیره نورو نومونو سره یاد کړی دی.
د علامه رحمه الله وفات
علامه رحمه الله د ۶۳ کالو په عمر په کال ۱۴۱۹ هــ کي، د جمادي الثاني په ۲۷ نیټه چي د ۱۹۹۸ میلادي کال د اکتوبر د ۱۹ نېټې سره سمون خوري له دې فاني نړۍ څخه سترګۍ پټي کړې او خپله روح یې الله عزوجل ته وسپارل.
د ده له وفات څخه وروسته د ده دا کرامت ښکاره شو چي له قبر څخه يې د مشک بوی ولاړې دی او په ټوله مقبره کي به نشر کیدی.
د علامه بازي رحمه الله زامن
علامه رحمه الله څلور زامن درلودل چي هغوی هم د پلار په نقش قدم باندي قدم کیښود او هر یوه عصري او دیني زده کړي وکړې چي مشر زوی یې شیخ محمد زبیر روحاني البازي او بیا محمد عزیر روحاني البازي او بیا محمد زهیر روحاني او بیا یې عبدالرحمن روحانی دی.
ماخذونه:
فتح الله بخصائص اسم الله، مقدمة في احوال المصنف: ج۱ صــ ۷-۱۰
البرکات المکیة في الصلوات النبوية
الکنز الاعظم