د حضرت نوح علیه السلام دعا
لیکنه : خیرالله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
چي کله په دې عمل پېړۍ تیري شوې نو درب العزت په دربار کې يې د بد حالت شکایت وکړ چي نوح علیه السلام په سورت کي مذکور ده ( انی دعوت قومی لیلا و نهارا فلم یزدهم دعانی الا فرار) او له دومره اوږدې زمانې تکلیفونونه پس د خدای د دې بنده به ژبي دا دعا ووتله ، رب انصرنی بما کذبو ، یعني ای زما پروردګاره ! د هغوی د تکذیب په مقابل کې زما مدد وکړه .
صفحه (۶۵)د الله تعالی له لوري ځواب
د نوح علیه السلام د قوم ظلم چي له برید نه واووښت بیا حق تعالی حضرت نوح علیه السلام ته خطاب وکړ (بغوی مظهري) .
چي تر ټولو لومړئ يې دا ورته و فرمایل : ستا په قوم کي چي چا ایمان را وړلو را يې وړو نور څوک نور څوک ایمان نه راوړي د هغوی په زړو نو باندي د غرور او سرغړوني له امله مهر لګېدلی ده له دې امله نور ستاسو د دې قوم پرواه مه کوئ او دهغه په ایمان نه راوړو مه اندیښمن کېږه .
د ویمه خبره يې دا وکړه چي اوس موږ په دې قوم د اوبو د طوفان عذاب لېږونکي یو نو تاسي یوه کښتۍ جوړه کړی چي په هغه کي ستا اهل او عیال او څومره مسلمانان چي دې سره له خپلو ضروریاتو د طوفان په موقع پکښې سپاره شي او وژغورل شی ، حضرت نوح علیه السلام د الهي امر مطابق بیړۍ جوړه کړه بیا چي د طوفان لومړنۍ نښي را څرګندي شوې چي له ځمکي څخه اوبه را وخوټېدې نو نوح علیه السلام امر وکړ چي د خپل او عیال او هغو خلکو سره چي ایمان يې راوړی ده بېړۍ ته ور وخیژي او دانسانانو اړتیاوي چي کومو حیواناتو سره تړلي دي لکه غوا ، غوايې ، پسه ، خر و غیره د هغوی هم یوه یوه جوړه له ځانه سره کشتۍ ته و خیژوي حضرت نوح علیه السلام دا مر مطابق هغه ټول سپاره کړل.
په اخره کي يې و فرمایل : چي نوح علیه السلام باندي ایمان راوړونکي او بیړۍ کي سپریدو نکو تعداد ډېر لږ وه .
ماخذ : قصص الانبیاء ، صفحه (۶۷)
www.taleemulislam.net