تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وايي په يوه کلي کې يو ډېر بخیل سړی اوسېده.
ده هر هغه څه چې لرل، وپلورل او د سرو زرو يو څراغ يې پرې واخيست.
يو کډی يې وکیند او دا څراغ يې پکښې خښ کړ.
بخیل سړی به هره اونۍ راته، کډې به يې را لوڅ کړ، څراغ به يې را وایست، په لاس کې به يې تاو را تاو کړ، بېرته به يې په کډي کې کېښود او کډې به يې په خاورو پټ کړ.
څه وخت همداسې تېر سو، يوه ورځ يوه غله دا بخیل سړی ولید چې کډی يې راوسپړه او يو څه يې ترې را و ایستل او بېرته يې پټ کړل.
د دې لپاره چې وویني چې دې سړي څه پکې اېښي دي، ورغی او کډی يې را لوڅ کړ، ويې ليدل چې د سرو زرو څراغ دی.
څراغ يې ور واخیست او کډی يې بېرته په هماغه ډول پټ کړ.
يوه اونۍ وروسته بخیل سړی بیا راغی، کډی يې را لوڅ کړ، خو څراغ يې پکې ونه موند.
په زوره زوره يې چیغې کړې، سر شکوونی يې جوړ او رمباړې يې پیل کړې.
ګاونډي د ده چېغي واورېدې. د دې لپاره چې وګوري څه سوي، د بخیل سړي کور ته ورغی.
بخیل سړي ټوله کیسه ورته تېره کړه. ګاونډي ورته وویل: ژاړه مه، زه به یو چل در وښیم.
لاړ سه. يوه تېږه راوړه او په همدې کډي کې يې خښه کړه.
هره اونۍ ورته راځه او همدا تېږه ګوره او بېرته ځه، ځکه تا ته سره زر او تيږه څه توپیر لري، ته خو هسې هم ګټه نه ترې اخلې.
لکه له خپلو سرو زرو دې چې دا دومره کاله هېڅ ګټه وا نه خیسته.
ماخذ : یوه دنیا خبرې
www.taleemulislam.net