تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځان او اولادونو استعداد او حافظه څنګه قوي کړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 24, 2021
  0

د ځان او اولادونو استعداد او حافظه څنګه قوي کړو؟


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ځیني خلګ پدې خبره باندي بسنه کوي چي زموږ اولاد او یا ځوانان ذاتًا ټنبلان دي په زیار ایستلو باندي نه سمیږي نو ځکه یې د استعداد په لوړولو او د فکري وړتیا په پورته کولو کي هیڅ کار نکوي. 


سره ددې چي وروستیو تحقیقاتو ښودلې ده چي په ډیرو ماشومانو کي د استعداد لوړوالی ذاتي نه بلکي اکتسابي دی، په زیار ایستلو باندي قوت او چټکتیا پیدا کولای سي.


۱ ـ مور او پلار کولای سي خپل اولاد د مطالعې او هغه شیانو سره عادت کړي چي استعداد او ذهني زېرکتیا یې ورباندي ډېرېدلای سي.


۲ ـ خپلو اولادونو ته دي د زیرکو او پوهو انسانانو خوندوري قیصې وکړي تر څو هغوی هم د داسي قیصو پیدا کولو ته وهڅیږي.


۳ ـ مدرسه او استاد هم باید پر مطالعې باندي د شاگردانو پر باعث کولو پوره پاملرنه وکړي.


۴ ـ په ذهن کي باید بدو او ناوړو شیانو ته ځای ورنکړل سي، تر څو چي امکان ولري باید د ټلویزیون، ټلیفون او نورو شیانو څخه چي ذهن ته تشویش پیدا کوي ډډه وکړي په خاصه توګه سهار وختي او مخکي تر درس.


۵ ـ کومي ښځي چي د خپلو مخونو او ورېځو ویښتیان کاږي حافظه یې نسبت و هغو ښځو ته کمه وي چی دا کار نکوي.


۶ ـ یخ طبیعته شیان لکه: مستې، مولۍ، کروت، بادرنګ او داسی نور ډیر استعمال یې حافظه کموي.


۷ ـ څوک چي تل په اوداسه باندي ګرځي حافظه یې نسبت و نورو خلګوته ډیره وي.


۸ ـ د قرآن شریف  تلاوت حافظه ډیروي.


۹ ـ د موسیقۍ او موسیقۍ ته ورته نورو شیانو غوږ ایستل حافظه کمزورې کوي.


۱۰ ـ د کتاب مطالعه حافظه قوي کوي.


۱۱ ـ د یوې موضوع اړوند داسي اماده ګي نیول چي هغه دیادو وویل سي حافظه قوي کوي.


۱۲ ـ هغه فكرونه چي د انسان ذهن ورباندي منفي چارچ اخلي لکه: حسد، کینه، بغض او داسي نور هم د انسان ذهني وړتیا ستونزمنه کوي.


۱۳ ـ د خوږو شیانو او شیریني باب خوړل حافظه ضعیفه کوي.


۱۴ ـ د سختو عباراتو حل کول او یاهم د ذهني پوښتنو ځوابول د ذهني وړتیا په لوړ والي کي ډیر مهم رول لري.


۱۵ ـ د بادامو استعمالول حافظه ډیروي البته ده ورځي تر پنځه شپږ بادامو پوري.


۱۶ ـ د ماسا چوست لوول پوهنتون څیړونکي وایي: د سیبو د اوبو خوړل هم حافظه قوي کوي.


۱۷ ـ د شپې لخوا لږ ډوډې خوړل هم د حافظې په ډیروالي کي ډیر تأثیر لري.


۱۸ ـ د ډاګټرانو په وینا د ویټامین ب کمپلس استعمال هم حافظه ډیروي.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته