تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
أمیر المؤمنین په ژړا سو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


شیبان یو شپونکی و خو د الله جل جلاله مخلص بنده و.


زید بن عباس ویلي دي: کله چې هارون رشید حج ته لاړ نو ورته وویل شول چې سږکال هغه شپونکی (شیبان) هم حج ته راغلی دی؛ هارون رشید وویل تاسو یې راوغواړئ.


شیبان حاضر سو، هارون رشید داسې عادت لرل چې له هر نیک او مخلص انسان نه به یې د وعظ او نصیحت غوښتنه کوله؛ شیبان ته یې هم وویل:


نصیحت راته وکړه:


شیبان وویل : اې أمیر المؤمنین! 


زه په عربي ژبه سم تعبیر نشم کولای، یوڅوک چې زما په ژبه بلد وي راوغواړئ چې زما خبرې درته وژباړي!


ترجمان راغی او شیبان ورته وویل:


اې أمیر المؤمنین ! هغه څوک چې امنګاه ته له رسیدو مخکې دي ویروي ستا لپاره ترهغه چا ډیر خیرخواه دی چې له وېرېدونکي حالت مخکې درته أمن درکوي.


هارون رشید ورته وویل: مطلب مو څه دی؟


شپونکي وویل: هغه څوک چې تاته وایې :


 « اې د الله بنده! له الله وېره کوه ځکه ته د دې امت له افرادو یو فرد یې چې الله ورباندې شپونکی ګومارلی یې او د دوی د امورو چارې یې تاته درله غاړې کړې دي، ته د دې أمت له چارو پوښتل کیدونکی یې، نو په خپل رعیت کې عدل وکړه او مساوي تقسیم پکې وکړه او په خپلو شخصي چارو کې هم له الله تعالی نه وېره کوه» دا هغه څوک دی چې تا وېروي اما کله چې أمنګاه ته ورسېدې نو په أمن به یې؛ همدا نفر ستا لپاره د هغه نفر نه ډیر خیرخواه دی چې درته وایې : « تاسو أهل بیت یاست، تاسو ته بښنه شوې ده، تاسو د الله د نبي خپلوان او د هغه له شفاعت نه برخمن یاست…» همدا نفر درته مدام د أمن خبري کوي ترڅو چې د وېرې ځای ته ورسول سې نو سخت به ستومانه سې.


زید وایې له دې خبرو سره هارون رشید دومره سخت وژړل چې د ناستو خلکو ورباندې زړونه ودردیدل.


أمیر المؤمنین بیا شپونکي ته وویل څه نور نصیحت هم راته وکړه. خو شپونکي وویل : همدا بسنه کوي او ولاړ.


صفة الصفوة لـ عبد الرحمن ابن الجوزي ـ رحمهم الله تعالی انسانان چې کله مادي ګټه وویني نو هریو یې خپل ځان ته کشوي او کوشش کوي چې خپله ونډه پکې پیدا کړي؛ نو راځئ له دې معنوي برخې هم هر لوستونکی خپله برخه واخلو او ځانونه ورنه برخمن کړو.


څوک چې راته زموږ مسؤلیتونه په ګوته کوي او له عواقبو مو ویروي باید له هغوی نه ورته په کم نظر ونه ګورو چې راته غوړې خبرې او آفرینونه وایې.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : « كلكم راع وكلكم مسؤول…»


ستاسو هریو شپونکی دی او هریو پوښتل کیدونکی دی…


نو راځئ ترپوښتل کیدو مخکې د هغه چا خوله ونه تړو چې موږ ته زموږ نیمګړتیاوي راښيې، راځئ هریو له ځان سره ژمنه وکړو چې هغه څوک به د ځان دوست ګڼو چې موږ ته زموږ تېروتنې راښيې…


ماخذ : سپڅلي حکایات 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته