تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نزاکتونه باید مراعت کړو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 30, 2023
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


نزاکتونه باید مراعت کړو 

 

کله چي اوبه ګیلاس کي اچوی، نو دومره اوبه واچوی چي تاسو یې څيښلای سی؛ که ګیلاس ډک کړی او نیم وڅيښی، نو هغه پاته اوبه بیا خلک نه څيښي مجبور دي چي توی یې کړي. 


یوازي خپل کور نه، بلکي په هرځای کي د بل چا چپلکي او بوټونه مه په پښو کوی.


خپل او د نورو ماشومانو ته ښکنځل مه کوی، هغوی یې ډېر اسانه زده کوي او بیا یې خپلو خبرو کي کاروي.


کتابونه مطاله کړی. که مطالعه نه کوی، نو لږ تر لږه کتاب رانیسی او کور کي ئې درته کښېږدی، په دې سره به په ټولنه کي د کتاب سره اشنایي زیاته سي.


ملګرو ته مو وګورئ؛ ځینو ملګرو ته تاسو ډېر ارزښت لری؛ نو تاسي هم ارزښت او وخت ورکړی.


کله چي د کور له نورو غړو سره ناست یاست کوی، نو موبایل مه کاروی، مجلس وکړی. د کور غړي مو ټوله ورځ ستاسو په انتظار وي.


مېله کي موبایل ایسته کړی، له میلې څخه ښه پوره خوند واخلی. مېله کي موبایل کارول، معنی مېله غمېدلې ده.


د ملګرو او دوستانو سره و خاندی، خو یو پر بل مه خاندی، ځکه دا توهین دئ.


که غواړی، چي ملګرتیا مو همېشه سي، نو یو او بل ته کوچنی تحفې ورکړی، په دې مینه او ګرانښت زیاتيږي. امام بخاری رحمة الله علیه یو حدیث روایت کوي: تَهَادُوا تَحَابُّوا.


ملګرو کي یو او بل ته زیات مصارف کول، ملګرتیا سختوي؛ شاید ملګرو کي یو څوک کمزوری اقتصاد ولري او و نه کړای سي، چي تاسو ته مصارف وکړي، نتیجه کي مجبور کېږي، چي ستاسو څخه لیري سي.


د خلکو له لاسه ساعت، انګشتری، تسپې او نور مه اخلی، خلک یې اوس له ویري نه راباسي. که دا شی تاسو ته خوند درکوي، نو هغه مالک ته یې هم ښه خوند ورکوي. 


کور او مېله ځایونو کي د خوراک د شیانو پلاستیکونه او د څښاک خالي دبلي مه غورځوی، پاک چاپېریال د انسان پر دماغ مثبته اغېزه کوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته