د ابن مسعود رضي الله تعالی عنه له کور څخه به د تهجد پروخت یو خاص ډول اواز راتلی
لیکنه : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت عمر رضي الله تعالی عنه به چې جومات ته راتلی نو اوریدل به يې چې څوک وايي .
ای خدایه ! تا غږ راوکړ او ما و منی ، تا حکم راکړ او ما پوره کړ ، دا د پیشلمي وخت دی نو ته ما وبخښه ، هغوی ماته غوږ ونیوی او غور يې وکړ نو معلومه شوه چې د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه له کور څخه اواز راځي ، دوی له هغه څخه پوښتنه وکړه ، هغه ورته وویل چې همدا هغه وخت دی ، د کوم لپاره چې حضرت یعقوب علیه السلام خپلو زامنو ته ویلي وه چې زه به ستاسو لپاره لږ وخت وروسته استغفار کوم ، په حدیث شریف کې دي چې دا شپه د جمعي شپه وه .
ماخذ : پاشلي ملغلري
[ تفسیر ابن کثیر : ج ۳ ص ۱۴ ]
www.taleemulislam.net