تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه هر څه ژر زده کړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 8, 2021
  0

څنګه هر څه ژر زده کړو؟


لیکنه : استادجمعه همدرد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


د نوو شیانو زده کول د ژوند یوه لویه برخه ده. تل باید د زدکړي او ودي په هڅه کي و اوسو، خو زده کړه هم وخت غواړي او وخت ډېر ارزښت لري، نو څنګه کولای سو ډېر څه په لږ وخت کي زده کړو؟  که چټکۍ سره د خپلي پوهي د زیاتولو اراده لری، نو لاندي  تثبت سوي او منل سوي لارښووني در سره مرسته کوي: 


یو. نوټونه په قلم ولیکی.


که څه هم د کانفرانس یا درس په جریان د کمپیوټر په مټ نوټ اخیستل نسبت قلم، کاغذ ته غوره وي، نو ولي یې په قلم ولیکو؟ دلته حقیقت بل څه دی. د برېښنايي شیانو په مرسته نوټونه اخیستلو څخه تېر سی او پخوانۍ لار قلم او کاغذ وکاروی. څېړونو ښودلې ده، څوک چي د قلم په مرسته نوټونه اخلي نسبت هغوته ډېر څه زده کوي، چي هغوی کمپیوټر کاروي. 


دوه. د نوټ اخیستولو ګټوره لار وکاروی.


په کومه اندازه چي غوره نوټونه اخلی په هغه هومره اندازه یې ژر زده کولای سی. د بشپړ او دقیق نوټ اخیستل، د نظریاتو په پوهاوي، د موضوع منځته په رسیدګي او ګټورو مهارتو  په زده کولو کي پرمختګ راولي. 


درې.  مطالعه وکړی، خوب وکړی، نوره مطالعه وکړی.

څېړنو د خوب او مطالعې تر منځ پیاوړي اړیکي ښودلي؛ یعني لږ وخت خوب کول بیا وروسته مطالعه کول مو د مغزو سره مرسته کوي، تر څو معلومات په سم ډول پروسس کړي.

 

 ژور خوب کول په ځانګړې توګه د مطالعې څخه څو ساعته وروسته د نوو معلوماتو په زده کړه کي مرسته کوي. کوم زده کوونکي چي بشپړ خوب او پوره مطالعه کوي د زده کړي په میدان کي بریالي او ژوند کي تر نورو خوشحاله دي.

څلور. په بېلا بېل ډول تمرین وکړی.

که تاسو د یو مضمون د زده کولو په حال کي یاست، یو ډول تمرین ګټه نه کوي. په بېل بېل ډول تمرین مو د مضمون ریښو ته رسېدولو کي مرسته کوي.


پنځه. دماغ ته وقفې ورکول تمرکز کي مرسته کوي.


د معلومات ډېروالی یعني د ډېرو شیانو لوستل سټرس او فشار منځته  راوړي، چي داسي وخت کي ماغزه هیڅ شی نه جذبوي. کله چي موږ وارخطا، نا ارامه او یا هم ډېر جوش کي یو زموږ ماغزه جذب او اخیستل نه کوي. موږ وینو کله چي محصلین اوږد او تفصیلي لکچر ته غوږ وي توجه یې بلي خواته اوړي او تمرکز نسي کولای.


شپږ. اوبه، چای، کافي او ځیني نور ساده مشروبات و څيښی.


موږ پوهیږو، چي باید اوبه وڅښو، ځکه ګټي لري. اوبه زموږ د پوستکي او دفاعي سیسټم د پاره ښه دي او مرسته کوي، تر څو زموږ وجود په فعال ډول کار وکړي. په کافي اندازه اوبه څښل آن زموږ په وړتیاوو کي هم رشد راولي. د اوبو څښل په حقیقت کي زموږ څخه ځیرک وګړي جوړوي. 


د یوې څېړني په وینا، کومو محصلینو چي د ځانونو سره یې امتحان ځاي ته اوبه وړي، نسبت هغو ته چي اوبه یې نه وې وړي سوالونه په ښه ډولحل کړي وه. تر ټاکلي اندازې لږي اوبه څښل مو اعصابو ته هم سخته ضربه رسولای سي، ځکه کله چي تاسو اوبه نه څښی، ستا سو ماغزه تر عادي وخت سخت کار کوي. 

 

اوو.  د بېلا بیلو لارو څخه زده کړه وکړی.


کله چي تاسو د زدکړي د پاره بېلا بيلي لاري کاروی، نو ستا سو د مغزو بېلا بیلي برخي د موضوع اړوند معلوماتو په ذخیره کولو کي برخه اخلي. په دا ډول سره زده سوي معلومات په مغزو کي تر ډېره وخت پاتیږي.


ماخذ : تعلیم الاسلام مجله(۲۷ ګڼه)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته