تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ پنځه دېرشمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 20, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۳۴) 

د منکرین احادیث فتنه


په اوسني وخت کي یوه لویه فتنه د مبارکو احادیثو نه منل دي، د رسول الله ﷺ د احادیثو صداقت او ټینګښت په قرآن مجید او د رسول الله ﷺ په مبارکو اقوالو  سره ثابت دئ، د حدیث حجت نه منل په دین کي د سند یا د عمل کولو وړ نه منل پسخند په وهل لکه ځیني ګمراهان چي زموږ په زمانه کي دغه د حدیثو نه منل خپل یو معمول ګرځولی دئ، داسي کسان هسي په نوم مسلمانان یا پوهان دي، په حقیقت کي د مبارکو احادیثو نه منل یوه سخته ګمراهي ده او په دین کي د بدلون او انقلاب په معنا سره ده، حقیقت دادئ، چي په حدیث عمل کول په حیث د حدیث هم واجب دئ او عزت یې هم واجب دئ، زه فکر کوم چي په احادیثو کي خپل پر سر باندي تأویل کول یا خو کفر دئ او یا د کفر اندېښنه سته.


علامه ملا علي قاری رحمة الله علیه د خلاصة الفتاوی څخه دا عبارت رانقل کړیدی: من رد حدیثا قال بعض مشائخنا یکفر و قال المتأخرین ان کان متواتراً کفر، اقوال هذا هو الصحیح الا اذا کان رد حدیث الاحاد من الاخبار علی وجه الاستخفاف والاستحقار والانکار.( شرح فقه اکبر ۲۴۷)
ژباړه: څوک چي یو حدیث رد کړي زموږ مشائخو وویل چي هغه ته د کفر نسبت کیږي، خو وروستني علماء (متأخرین)  وايي چي که متواتر حدیث رد کړي د کفر نسبت ورته کیږي، زه وایم چي دغه صحیح خبره ده، علاوه که چيري یوه خبره د پسخند، سپک نظر او نه منلو له کبله رد کړي هغه ته کافر وايي.


مسلمانان باید خبر سي چي حدیث نه منل دا یوه ستره فتنه ده، په حقیقت کي د احادیثو نه منل د اسلام پر بنسټونو باندي د حملې معنا لري.( حلال اور حرام، دوسرا باب، عقیده اور ایمان/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله رحمانی انډیا)

 

نوربیا...

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته