تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غل څوک دی؟
 
  November 24, 2011
  0

غل څوک دي 
  
   حاجي عبدالحميد ارغندابي

 غل هغه چاته ويل کيږي چي د نورو خلکو د زيار او کار محصول يعني مال او شته په توره شپه يا په سپينه ورځ لوټوي د توري شپي غل خولا د ويري او خطر احساس کوي ځکه هغه نه غواړي چي د مال خاوند‌‌ يې د غلا په وخت په توره شپه کي هم څيره وپيژني اوسبا سهار يې د کړو وړو په هکله پوليسو ته کره معلومات ور په ګوته کړي ترڅو پوليس يې د نيولو له پاره په عمل لاس پوري کړي د توري شپې غل بيا هڅه کوي چي خپل هويت پټ وساتي ځکه نو د غلا په وخت کي د هر ډول مهارتونو او تاکتيکونو څخه کار اخلي ترڅو خپله پيژند ګلوي ګرانه کړي او پولس يې په نيولو کي د يولړ ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان سي.

 د دغه اصل له مخي ويلاي سو، چي د توري شپي غل هم د کورخاوند او هم د پوليسو څخه د ډار احساس لري خو د سپيني ورځي غل هرڅه په روڼه ورځ په ډاډه زړه ترسره کوي هغه نه د پوليسو ويريږي نه د قاضي او مفتي د فتوا او شرعي فيصلې څخه ډاريږي، د سپيني ورځي غل د توري شپي له غله نه خطرناکه وي ځکه دا د ولس د بد مرغۍ مجرم دئ او دا بل بيا د يوې کورنى په بدمرغۍ ګرم دئ.
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته