تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تعلیمي مرکزونو د پرمختګ عملي اقدامونه
  تعلیم الاسلام مجله۲۷ګڼه
  April 10, 2021
  0

 د تعلیمي مرکزونو د پرمختګ عملي اقدامونه

 

لیکنه : مولانا میر زاهد قاسمي مکهیالوي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 تعلیم او تربیه د دیني مدارسو دوه کلیدي عناصر دي، چي د مستحکم والي لپاره ئې تر ډېرو جلسو او مجالسو علمي اقداماتو ته اړتیا سته.
زموږ اصلي مقصد همدغه دی، چي اهل مدارس د تعلیم او تربیې د معیار د ساتلو لپاره علمي اقداماتو ته متوجو کړو. 

۱: د مدارسو لپاره د لایق او با تجربه استادانو انتخاب، دغه استادان د ځان په څېر ګڼل او د دوی اړتیاوي درک کول: لکه مناسب معاش، نقلیه وسایط او که د استوګنځی سهولت هم ورته برابر سي نو فایده به ئې حتماٌ مدرسې ته ور رسیږي.


۲: په  دوو هفتو کي د استادانو سره یو مجلس نېول او د (ښه استاد اوصاف) د استادانو سره شریکول او د زده کوونکو د ښه تربیې په اړه خبري ورسره کول.


۳: د میاشتني جایزو ترتیب په لاره اچول؛ هغه مضامن چي دوی ئې لري لکه: حفظ او ناظره، تجوید، پښتو، عربي، صنفي لیاقت او حاضري ته په کتو سره، هره میاشت باید، چي وړ شاګردانو ته یو مناسبه جایزه ورکړل سي، دغه جایزه کېدای سي، چي یو قلم یا یوه کتابچه وي، خو معنوي ارزښت به ئې خورا زیات وي.


۴: هر ستاد باید چي میاشتانه تدریسي پلان ولري او د هغه پلان مطابق ولاړسي او د پلان یو کاپي ادارې ته ورکړي او بیا هره میاشت د پلان د تطبیق یوه کاپي ادارې ته ورکړي تر څو اداره خبره سي چي استادان د پلان مطابق روان دی کي یا.

۵: د یو مدرسې مشر ته په کار ده، چي حد اقل یو تدریسي ساعت ولري تر څو د خپلو دیني او مذهبي مشرانو متابعت یې کړی وي او اخیرتي ګټه به ئې هم کړې وي.

۶: د علمي چارو اړوند که یو استاد یوه مشوره/نظر وړاندي کړي باید چي په ښه غور سره واورېدل سي او دم ګړی رد نه سي، بلکي تر فکر او مشورې ورسته که ئې نظر ګټور وي باید چي عملي سي.

۷: مهالني او کلني امتحانونه باید چي مختلفي برخي ولري لکه، خانه خالیاني، تحریري، تقریري او داسي نور، خلاصه؛ امتحان باید چي د یو ښه منظم سیسټم له مخي واخیستل سي.


۸: د شاګردانو د رخصتیو د ورځو خیال هم باید چي وساتل سي او هغوی ته دي داسي مهال ویش ور جوړ کړل سي،چي د رخصتیو څخه هم پوره ګټه پورته کړي او زده کړي سبقان یي هېر نه سي او د اطرافو او ولسوالیو د زده کونکو د حالاتو مطابق داسي اصول جوړ سي، چي لږ رخصتي وکي او د وخت پایبنده اوسي.


۹: د ځیرک تلیفون د استعمال اجازه باید چي هیڅ زده کونکي ته ور نه کړل سي.

۱۰: د مدرسې یا ښوونځۍ د مهتمم  او امر لپاهر ضروري ده، خپل زیات وخت په مدرسه او ښوونځۍ کي تېر کي.


۱۱: د یو ادارې د مشر لپاره لکه څنګه چي په تعلیمي او انتظامي امورو کښي د سرپرستو کسانو سره مشوره لازمي ده همداسي د خپل ځان د څارني او نفس د اصلاح لپاره تر ځان د مشر کس مقررول هم ضروري دي، صلحاء، مشایخ، کاملین او اکابر علماء په هره زمانه کي سته ، کله چي مهتمم صاحب د خپل ځان د اصلاح په یوه بزرګ وکړي، نو پر ټولو افرادو یې مثبت تاثیر پرېوزي، دا کار هغه وخت کیږي چي د وخت د جیدو علماؤ سره په اړیکه کي پاته سي، تر څو مثبت اثرات ئې پر وسي.


۱۲: مهتمم او مسؤل مشران باید چي لمونځونه د مدرسې او ښوونځۍ په مسجد کي ادا کړي، تر څو د زده کونکو د لمانځه د پایبندۍ څخه خبر سي او دا خو واضح خبره ده چي د مشر په موجدیت کي ټوله عمله او کاریګر فکر کوي او کارونه سم روان وی.

۱۳: د نوي ټولګیو په شروع کي باید، چي د شاګردانو د پلرنو سره یو جلسه ونیول سي، ترڅو لازمي ښووني ورته وسي لکه: کور ته د تللو په وخت کښي د شاګرد څارنه، شاګرد ته ډېري پیسې نه ورکول، د غلطو ملګرو او خطرناکه ځایونو څخه د شاګرد ساتل، دا لارښووني باید چي د شاګر کورنۍ ته په لیکلي شکل ورکړل سي، تر څو د مدرسې او ښوونځۍ تر څنګ د شاګرد کورنۍ هم  د ماشوم په تربیه کښي مرستندویه ثابته سي.


ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ګڼه)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته