د هري پرېشانۍ د دفع دعا
یاحَیُّ یا قَیُّوم بِرَحْمَتِکَ اَسْتَغِیث
رالیږونک: مدثر
د حدیث شریف ژباړه:
حضرت انس رضى الله عنه روایت کوي چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته چي به کله یو غم یا پرېشاني راتله نو یاحَیُّ یا قَیُّوم بِرَحْمَتِکَ اَسْتَغِیث به يې وایه، یعني اې په حقه سره ژونديه! اې سنبالونکې! ستا په رحمت سره فریاد کوم.
د لغاتونو حل او تشریح: یا حی : ای- ازلاً ابداً وحیاةُ کل شی بِهِ. یعني الله تعالی په خپل ذات سره قایم دی، او په خپل کامل قدرت سره ټول کاينات او ټوله دنیا قایمه ساتي.
مرقات شرح المشکوة: ۵ټوک/۲۲۱ مخ