الله تعالی څنګه عبادت خوښوي؟
لیکنه: علي الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موقت عبادت او تقوا نه ده پکار؛ نبوي ارشاد دی: غوره عمل هغه دی، چي دوام پر وسي.
لږ عبادت وکړی، خو هر وخت یې وکړی.
دوه رکعته نفل وکړی، هره ورځ یې وکړی. لس افغانی خیرات کړی، هره ورځ یې خیرات کړی. نیم ساعت تلاوت وکړی، هره ورځ یې وکړی. سل واري استغفرالله ووایاست، هره ورځ یې ووایاست.
عباداتو کي باید احساساتي نه سو، چي روژه کي ټول لمونځونه په جماعت کوو او وروسته بیا راڅخه پاته وي.
روژه کي هره ورځ تلاوت کوو او تر روژې وروسته بیا په میاشت کي یو ځل.
یوه ورځ دوه زره واره استغفرالله وایو، خو وروسته را څخه پاته سي.
راسئ، لږ عبادت وکړو، هره ورځ یې وکړو؛ په کراره به الله متعال د ډېر عبادت توفیق را وبخښي. ان شاء الله
www.taleemulislam.net