د ثمود د قوم کافرانو د صالح عليه هر خبره مستردول، او دا به ئې ور ته ويل چي: اې صالح، که ته پر حقه يې، نو هغه عذاب را باندي راوله.
تردې وروسته ئې د قوم خلګ سره راټول سول او مشوره ئې سره وکړله چي نن شپه به صالح (عليه السلام) هم قتل کو.
د دوی د مشورې په باب الله تعالی په سورة النمل ۴۸ او ۴۹ آيتونو کي داسي فرمايلي دي:
وَكَانَ فِى ٱلْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍۢ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ٤٨
قَالُوا۟ تَقَاسَمُوا۟ بِٱللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُۥ وَأَهْلَهُۥ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِۦ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِۦ وَإِنَّا لَصَـٰدِقُونَ ٤٩
ژباړه: او [د ثموديانو] په ښار کي نهه سرداران (يعني قومي مشران) وه، په مځکه کي ئې فساد خپروئ او اصلاح ئې نه راوستل. دوی وويل په الله سره قسم وکئ چي د شپې به دی [يعني صالح (عليه السلام] او کورنۍ ئې قتل کو، بيا به ئې اوليا (وارثانو) ته ووايو چي موږ د ده د اهل د هلاکت شاهدان نه يو (د ده د قتل پر وخت موږ ورې نه وو موجود) او موږ د رښتيا ويونکو څخه يو.
اوس نو دا خلګ د صالح عليه السلام د کور پر لوري ور روان سوه، الله تعالی په سورة النمل (۵۰ او ۵۱) آيتونو کي داسي فرمايي:
وَمَكَرُوا۟ مَكْرًۭا وَمَكَرْنَا مَكْرًۭا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ٥٠
فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَـٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ ٥١
ژباړه: او دوی مکر (تصميم او پلان) ونيوئ او موږ هم اراده (او مکر) وکئ او دوی (زموږ په اراده) هيڅ خبر لا نه وه. نو بيا وګوره د دوی د مکر آخره (د پلان پايله ئې) څنګه سوه، موږ دوی او د دوی ټول قوم هلاک کړئ.
د صالح (عليه السلام) کور د يوې غونډۍ (يا غره) پر سر وو، دا مفسد خلګ ورې لوړ ور روان ول، چي مځکي حرکت شروع کړئ، يوه غټه ډبره د لوړي خوا څخه راګېل سوه او دوی ټوله ئې هلاک کړه. د دې ۹ نهو سرو کسانو د هلاکت سره سم د الله تعالی د عذاب پيل هم وسو. او سيدنا صالح (عليه السلام) خپل د مؤمن ملګرو سره يو ځای د هغه علاقې څخه روان سو، يعني د حجر د علاقې څخه ووتئ.
کله چي سهار سو، د ثمود خلګو يوه انتيکه (او حيرانه وونکې) منظره وليده او هغه هم داسي چي د دې خلګو رنګونه ټول ژړ سوي وه. نو د ثمود د قوم ټوله کفار په ژړا سول او د اللهي عذاب علامې شروع سوې. په دوهمه ورځ د دوی ټولو د مخونو رنګ د اور په رقم تک سر سو او په درېيمه ورځ د ټولو رنګونه تور سوه، کله چي دوی خپل حالات وليدل نو ئې په چيغو چيغو سره ژړل، اوس نو دوی په دې پوه سوه چي د عذاب وعده رښتيا وه.
الله تعالی و دې قوم ته د نورو کافر قومونو په رقم يو عذاب نه کړئ ور، لکه د نوح (عليه السلام) قوم چي ئې فقط د اوبو او طوفان په واسطه هلاک کړل، يا د عاد قوم چي هغه ئې صرف د طوفاني باد په واسطه هلاک کړل. ليکن ثموديانو ته الله تعالی مختلف عذابونه راوستل، دا ځکه چي دوی خپل د غوښتني سره سم معجزه وليدل، د هغه طلب ئې وکئ، هغه ئې په خپل سترګو سره مشاهده کړل؛ خو بيا ئې هم ايمان نه راوړئ.
په ثموديانو باندي د عذاب شروع په زلزلې سره وسو، مځکه په حرکت کي سوه، د دې له وجي ټول خلګ په خپل ځايو کي بې وسه او بې حرکته پاته سوه، حتی په دوی کي د ولاړېدو توان لا نه سو پاته، بيا په آسمان کي يوه زوروره تالنده وسوه، د دې قوي تالندي له وجي د خلګو دماغو کار پرې ښودئ او کاڼه سوه. د دوی د هلاکت په باب الله تعالی په سورة الذاريات کي د (۴۳-۴۵) آيتونو کي فرمايي:
وَفِى ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا۟ حَتَّىٰ حِينٍۢ ٤٣
فَعَتَوْا۟ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّـٰعِقَةُ وَهُمْ يَنظُرُونَ ٤٤
فَمَا ٱسْتَطَـٰعُوا۟ مِن قِيَامٍۢ وَمَا كَانُوا۟ مُنتَصِرِينَ ٤٥
ژباړه: او په ثموديانو کي (د دې قوم په واقعه او قصه کي عبرت سته)، کله چي دوی ته وويل سول چي د يو څه وخت له پاره واوسئ (تر ټاکلي وخته پوري تاسو ته فرصت درکول کیږي). نو دوی خپل د رب د امر څخه سرغړونکي سوه، نو تيزي (او زوره-وري) چيغي (يا تالندي) ونيول او دوی ور ته کتل (يعني پر ثموديانو د عذاب يوه شديده تالنده راغله، او دوی هم خپل و دې هلاکت ته کتل، ور ته انتظار وه خو څه ئې نه سوای کولای). نو نه دوی ولاړېدای سوای او نه ئې خپل ځانونه ساتلای سوای.
او په سورة هود کي هم الله تعالی د دوی د هلاکت په باب داسي فرمايلي دي چي: يوې زوروري نارې دوی راونيول، نو دوی په خپلو په کورونو کي پر زنګنو پراته مړه سوي ول، هغه هم داسي مړه سوي ول چي ګواکي دوی هيڅ کله آباده نه وه.
په سورة القمر کي الله تعالی د ثمود د قوم د عذاب په هکله داسي فرمايي:
موږ پر هغو يوه ناره او چيغه راواستول، نو هغه داسي سول لکه د اغزو بار. او له بلي خوا الله تعالی، صالح (عليه السلام) او د هغه مؤمن پيروانو ته نجات ورکئ او خپل په رحمت سره ئې د دې هر عذابه په امن کي کړل.
الله تعالی په سورة هود ۶۶ آيت کي شريف کي داسي فرمايي:
فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَـٰلِحًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَمِنْ خِزْىِ يَوْمِئِذٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ ٦٦
ژباړه: نو کله چي زموږ امر (د وعدې پوره کولو وخت) راورسېدی، و صالح (عليه السلام) او هغو کسانو چي ايمان ئې ورسره راوړی وو، په خپل رحمت (او فضل) سره مو نجات ورکړئ او د هغې ورځي د شرمندګۍ (او رسوايۍ) څخه (مو نجات ورکړئ)، يقيناً چي ستاسو رب زورور او عزيز (غالبه) دئ.
د دې قوم اثار تر اوسه سته، د مدينې منورې شمال مغرب ته اوس هم د دې قوم کورونه موجود دي. اوس دا علاقه په مدائن صالح سره مشهوره ده.
په سورة النمل کي الله تعالی فرمايي: نو دا د هغو د هستوګني ځايونه دي چي د دوی د ظلم له کبله ويرانه او ويجاړه پاته دي. بېشکه په دې کي د عقل د خاوندانو له پاره نښي نښانې دي.
الله ﷻ د دوی نښي نښانې تر اوسه پاته کړي دي، د دې له پاره چي وروسته راتلونکي خلګو کي د دې واقعاتو اعتماد او باور پاته سي او هيڅ شک ور ته پيدا نه سي. کله چي د عذاب اثار په ښکاره کېدو سول نو صالح (عليه السلام) و خپل قوم ته وفرمايل: اې زما قومه، ما تاسو ته د الله تعالی حکم در ورسوئ او ما ستاسو خير خواهي غوښتل، ليکن تاسي خيرخواهان نه خوښوئ.
د دې وروسته صالح (عليه السلام) خپل د مؤمن ملګرو سره يو ځای د فلسطين و خوا ته هجرت وکئ، ورې په رام الله کي هستوګن سو، او هلته بيا وفات هم سو.
مأخذ: تفسير ابن کثير او تاريخ طبري
www.taleemulislam.net