رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ د جنت دروازې خلاصيږي او هر هغه بنده ته بخښنه کيږي چي د الله تعالی سره هیڅ شی هم نه شريکوي بېله هغه چا څخه چي د هغه او د خپل ورور تر منځ کينه او خفګان وي (همدغو دوو نفرو لره بخښنه نه کيږي او) د دواړو په هکله وويل سي: دغو دوو نفرو لره مهلت ورکړی تر څو سره پخلا کيږي. (رواه مسلم)