لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو شعر څو خبري
(دوولسمه برخه)
نثار احمد بختیالی
نثار احمد بختیالی د لوی کندهار ادبي بهیر تګړه ویاند او د غونډو سمبالوونکي د ښو اخلاقو تر څنګ د ښه استعداد خاوند هم دئ مبارز انسان دئ، د نورو کمالونو تر څنګ د ښه شعر سلیقه هم لرې، د کلونو راهیسي مو ورسره شناخت او ملګرتوب دی په یاری ارزي او ددې دی چي وې ستایو. تر لنډی معرفۍ وروسته یې یو شعر له یو تحلیل سره ګورو.
نوم: نثاراحمد
تخلص: بختیالی
د پلانوم: حاجی محمد ظاهر
د نیکه نوم: حاجی محمد وزیر
اصلی د ډنډ ولسوالی دسبزیکار دکلی اوسېدونکی
اوسنی ځای کندهار ښار ۳ ناحیه
عمر ۳۵ کاله
زده کړی ۱۲سم پاس اوځینی کورسونه
شغل دراډیو پروډیسر اورهنمائي معاملات
اولادونه څلور لوڼی اودرې زامن
د شاعری پېل ۲۰۰۲کال
چاپ اثار: نسته
ناچاپ اثار: دوه کتابه اماده دی
غزل
څومره شېرینی دي ملاقات لري
خوند دسرو لبانو کله شات لري
ریښتیا هم د ځینو کسانو ملاقات زیات د کیف څخه ډک وي شاعر عمومي خبره کړې ده دا نو د ټولني په افرادو پوري اړه لري چي څوک ورڅخه مرادوي، سالک خپل پیر ورڅخه مراد وی، مین یې د خپل معشوق خبرو ته منسوب کوي، د عالم مجلس خوښونکي یې پر ممبر د عالم وعظ ورڅخه مراد وي، په هر حال د یو چا ملاقات او خبري کله، کله تر شاتو هم خوږ والی لري یو بل شاعر وایي:
ژبه عادت کړه په ښو خبرو
خبري ښې دي ښې تر شکرو
د خوند مثال یې شکری وایم
قدر یې ډېر دي تر ملغلرو
بختیالی هم د ښو خبرو خوند ترشاتو اضافه بولي.
شېخ دی داسی نه وایي چي زه یم بس
یار هم کله – کله کرامات لري
بختیالي په خپل شعر کي کوښښ کوي، چي سمبولیکه ژبه کار کړي او په کار همدا ده چي شعر د رمز ژبه او د رمزه په ژبه خبري وکړي، نو شاعر دلته هغه چاته چي ریا کوي او ځانته د داسي کارونو منسوبول غواړي چي بل څوک یې نه سي کولای نو دی ورته وایی چي ته په دې مه مغروره کیږه دا کار زما یار هم کولای سي، نه پوهیږم چي دده یار به څنګه وي خو د خبرو څخه یې معلومیږی چي یار یې ساده سړی، ځکه یې د مثال لپاره راوړی دئ، او دا ریښتیا خبره هم ده، تابه یو چاته په ډیر لوړ نظر کتلی وي هغه دونه ټیټ کار وکړی چي ته به ورته حیران سې او یو چاته به دي په دونه ټیت نظر کتلی وي هغه به داسي کار وکړي چي حیران به ورته پاته سې او د الله جل جلاله سنت هم دی چي هر وخت کي ډېر لوي کارونه په واړه مخلوق کړي دي، لکه: دکعبې ساتل په ابابل مرغانو لکه د نمرود مړګ په وړه غوماشه او داسي نور.
خیردی که په کال کي یې دیدن کوم
کال کي هم یوه ورځ عرفات لري
بختیالی صاحب د ځان د قناعت لپاره عجب ښه مثال راوړي کله - کله چي سړی د یو څه په باب نا امیده سي نو د لوړي روحیې خلګ د ځان د ساتلو لپاره چي په ذهني کش مکش اخته نه سم داسي مثال وړاندي کوي، لکه په پورته بیت کي دا بیت نو د هر رقم خلګو لپاره کیفایت کوي، شاعر خو د ټولني هم ترجمان دی هم طبیب دئ او هم ښه ارواه پوهه دی نو بیت چي په کال کي د عرفات یوه ورځ ده نو که یو نعمت په کال کي یو ځل ورسیږی او بیا نه وي نو شاعر د قناعت لپاره وايي چي ته مه خوابدی کیږه چي بیا نه وي.
هره ناکامی د کامیابۍ ځینه
مینه که خوږه ده مشکلات لري
شاعر کوښښ کوي چي که څوک په هر موضوع کي ناکامه کیږي باید حوصله وکړي ځکه هر ناکامي د کامیابي لپاره زمینه مساعدوي او په دې باک مه کوه چي ولي په ژوند کي ناکامي راځي او د هر شي د خوږ والي تر څنګ د هغه تریخ والی یادوي، ګل خوشبویی لري تر څنګ یې اغزي موجود دي، سهار د شپې له غیږي را وزي، راحت د زحمت زوی دئ او د روژې د تندي او لوږي څخه وروسته د روژه مات خوږ والی حاصلیږي.
سوې له ښکلو سترګو ملغلري توی
داسي عادتونه سماوات لري
بختیالی په خپل شعر کي د سمبول څخه کار اخلي نه باران یادوی نه وریځ یادوی او صرف وایی چي داسي کارونه اسمان هم کوي چي د مین د اوښکو په رقم ملغري تویوي. صدیق پسرلی په یو بیت کی وایي:
ژړا پېشه نه ده تنها د ټیټو
اکثرله غرونو نه چینې راوزي
همدا خبره بختیالي صاحب په بل انداز کوي او د مفهوم په لحاظ تقریبا سره ورته دی چي اکثره وخت داسي پېښږي چي د دوو شاعرانو د بیتو مفهوم سره ورته وي او شاید یوه شاعر د بل شاعر بیت لیدلی هم نه وي.
زه بختیالی ښکلي مخ ته نه ګورم
رنګ په رنګ مخونه موجودات لري
په اخیره کي بختیالی صاحب په دې اقرار کوي چي د الله د یوه مخلوق په مینه کي نه غرقیږم ځکه دالله مخلوق داسي جوړښت لري چي په هر یوه کي د مین کیدو اسباب سته او موږ باید د مخلوق سره د رابطې پر ځای د یوه الله جل جلاله سره خپل د مینتوب اړیکه جاری وساتو ځکه په یوه لنډۍ کی راځي:
مینه د خدای او رسول ښه ده
دانوري میني بې فایدې وراني به سینه
نو ریښتیا هم د ابدي ژوند لپاره محبت د دارینو د کامیابۍ سبب کیږي.
د بختیالي صاحب د زیاتو بریاوو په هیله.
www.taleemulislam.net