تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موسيقۍ تاوانونه د غربي پوهانو له نظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 27, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د موسيقۍ تاوانونه د غربي پوهانو له نظره 


د ډېرو اروا پوهانو په نظر موسيقي د بشر احساسات پر يو غيرطبيعي او غيرعادي مسير باندي روانوي او منفي توسعه ورکوي په دې معنی سره چي انسان د يو ګډوډ او نامعلوم عالَم په لوري رهنمايي کوي او غيرطبيعي خيالات او تصورات يې ډېروي.


موسيقي د خوند او لذت سبب نه دی بلکي تنها هغه د تخيل او سوچونو قوه او ماده تحريکوي، چي انسان د واقعيت پر خلاف د لذت احساس کوي چي سړی ورته کاذب او يا درواغجن لذت ويلای شي، په دې خاطر دی چي داسي ويل کيږي: ډېري روحي ناروغۍ د همدغه ځايه څخه شروع کيږي چي کله انسان په يو ورک او ګډوډ جهان کي سردرګمه او يا ورک شي داسي جهان چي خپله يې تعريف نشي کولای.


آن تردې چي ډېری غربي کارپوهان هم په دې باور دي چي موسيقي د انسان روح ته ډېر تاوانونه لري.


۱ - ډاکټر ولف آدلر (دکلمبيا دپوهنتون پروفيسور) وايي: علاوه پردې چي موسيقۍ ته په غيرطبيعي توګه ډېره توجه کول زموږ اعصاب ډېر ستړي کوي بلکي د موسيقۍ د ږغ څخه د ارتعاشاتو د پورته کيدلو له وجهي د انسان په پوست کي غيرمعمول عکس العمل را پورته کيږي چي ډېر تاوان اوزيان لري.


۲ - ډاکټر آلکسيس کارل ( لوی فرانسوي فيزيولوژست) وايي: موسيقي د انسان په بدن کي ډېر کهالت اوسستي راولي او زموږ د اولادونو روحيه فلج کوي.


۳ - ډاکټر ارنولد فريدماني ( په نيويورک کي دروغتون ډاګټر او د سردردۍ د کلينيک ریيس) د الکترونيکي دستګاو په مټ چي مغزي امواج ورباندي معلوميږي د ډېرو ناروغانو دکتلو او د هغوی څخه د ټسټونو د اخيستلو وروسته په تجربه ورته ثابته سوېده چي د روحي او فکري ستړيا او عصبي سردردونو د لويو لاملونو څخه يو هم موسيقۍ ته غوږ نيول دي په خاصه توګه هغه خلکو ته چي په ډېر دقت او غور ورته غوږ نيسي.


۴ - ډاګټر رابرت (چي په انگليس کي د ماشومانو د اروا پوهني متخصص دی) وايي: ماشومان د مور په رحم کي د موسيقۍ تر منفي تأثير لاندي راځي، حامله مېرمن چي موسيقۍ ته غوږ نيسي په رحم کي يې د ماشوم د زړه تکان ډېريږي البته ۶ مياشتي د حمل وروسته.


۵ - ډاګټر اوريزن اسوت مارون، وايي: هغه نيشه او حالت چي انسان ته د موسيقۍ د اوريدلو له کبله پيدا کيږي تر ټولو لوی لامل او عامل د قلبي سکتي کيدلای شي.


۶ - همدا راز د کارپوهانو په نظر د موسيقۍ د ږغونو اورېدل د انسان د بدن پر مختلفو غړو باندي د ويروس حملي کولو ته لاره آواره وي په ځانګړې توګه پر معدې، ګوردوکانو او غاښونو باندي. 


ډاکټر "لوديگ دومليگ" د موسيقۍ د مختلفو ډولونو پر روبدو او اخته انسانانو باندي آزموينه کړېده چي په نتيجه کي ورته ثابته شوېده چي د معدې مشکلات په هغه خلکو کي چي موسيقي اوري نسبت و هغه خلکو ته چي نه يې اوري ډېر دي په ځانګړې توګه هغه خلک چي د پاپ موسيقي اوري.


۷ - ځيني کارپوهان په دې نظر دي چي موسيقي، په خاصه توګه هغه موسيقي چي ډېره تنده وي په سمپاتيک او پاراسمپاتيک سيستم کي تحريکات را پورته کوي چي په نتيجه کي اعصاب خپل تعادل له لاسه ورکوي، چي هم مهاله ورسره د اعصابو ضعف، د حواسو ګډوډ کيدل، خوابدي پيداکيدل، ليونتوب، په اورېدلو او ليدلو کي ستونزه پيدا کيدل او نور مشکلات زيږدوي.

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته