تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیطان او ګناه څخه خلاصون
 
  March 13, 2016
  0
لیکنه: علی الله متوکل الرحمن
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

شيطان د خپل قوت او توان په کارولو سره د بنده په ګناه کولو پسي مټي رانغښتي، په مومنانو باندي ګناه کوي او د ګنهکارو بيا د گناه پيټى تر هغه لا ور درنوي او د هغه کندي پر خوا يي را کشوي کوم چي دده لعين لپاره الله جل جلاله ټاکلې. 

کله چي بنده ګناه کوي نو زړه او بدن کي سوستي احساسوي، د زړه نور يي له منځه ځي، اطاعت او عبادت يي بي لذته سي، عقل او روان يي گډوډ سي، له الله تعالی او خلکو سره يي اړيکي وراني سي، د علم او نورانيت شوق يي پر ځمکه را پريوځي، د الله او الله والا بندگانو په وړاندي د ذلالت او شرميندگى فکر کوي، په زړه کښي يي يو ډول ويره او وحشت را وټوکيږي.

خو مومن بندگان بیا د ګناه کار او شيطان له ملگرتيا ځان ليري کوي او هميشه ددي کوښښ کوي چي د لويو ثوابونو او عظيمو اجرونو تابيا ونيسي ځکه متعال رب جل جلاله په خپل عظيم کلام کښي گناه د هلاکت سبب گرځولي ده او فرمايي: 

فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنْبِهِ فَمِنْهُمْ مَنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُمْ مَنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُمْ مَنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُمْ مَنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ . (سورة العنکبوت: ۴۰)

ژباړه: په پاي کښي موږ هر يو د هغه په ګناه سره ونيوى؛ بيا له هغو څخه په چا باندي موږ کاڼي اوروونکى باد وليږى، څوک يوي قوي چاودني ونيول، څوک مو په ځمکه کښي ننيستل او څوک مو غرق کړل. الله پر هغوى باندي ظلم کونکى نه ؤ، مگر هغوى پر خپل ځان ظلم کاوه.

د گناه پريښودلو لاري:

د خپل زړه بڼ د ايمان په درخته زرغونول
پر دي عقيده ټينګول چي الله ليدونکى او اوريدونکى دى. إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ.
په زړه کي له الله سره خاصه رابطه ساتل او محبت کول. قُلْ اِنۡ كُنۡتُمْ تُحِبُّوۡنَ اللہَ فَاتَّبِعُوۡنِیۡ یُحْبِبْكُمُ اللہُ (اى پيغمبره! خلکو ته ووايه: که تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرى، نو زما د پيروى لاره غوره کړۍ؛ الله به ستاسي سره مينه وکړي)
د هغه نعمتونو پياد راوړل کوم چي الله يي د گناه پريښودو په مقابل کي له بنده سره وعده کړي.
هغه عذاب را په زړه کول چي الله يي ګناه کارانو ته وعده ورکړې.
د نفس د پاکۍ او شرافت فضيلت پيژندل.
له خپله ربه حيا درلودل.
د گناه په دنيوي او اخروي شرميندگى کي فکر کول.
د شهوت پرستى او نفس غوښتني پر ځاى د کايناتو په دي عظيم جوړښت، حرکاتو او ثابت پاته کيدو کي فکر کول.
پر توبه او استغفار هميشه توب کول او ساتل. 

الله دي راته د گناه نه کولو توفيق راکړي. که چيري گناهونه پريښودل سي نو بنده به د الله پر محبت، د زړه پر پاکى او د جسم او روح پر ارامى سربيره د خلکو محبت، د زړه سکون او نورانيت، د غمونو زغم، په عبادت او اطاعت کي اسانتيا او د رزق پراخي هم لاسته راوړی وي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته