تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ښځي سره چي څوک اړیکي ولري نو د دغي ښځي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 28, 2024
  0
تعليم الاسلام دارالافتاء
 
د صادرې شميره : (۱۱۲۸)
نوم: حمدالله              
                                                                                                                     
د اوسېدو ځاى( جلال اباد افغانستن)
 
سوال : که چیري یوکس د یوې ښځي سره غیر اخلاقي اړیکي لري نو د دغي ښځي د خاله او یا خورزې سره د دغه سړي نکاح صحیح کیږي که یا؟ او که چیري ئې په بده سترګه ورته کتلي وي او د نارینه په تناسلي اله کي حرکت پیدا سوي وي؟
 
 جواب: حامداً و مصلياً
 
 که اخلاقي اړیکي وي او که غیر اخلاقي وي، د دغي ښځي  اصول یعني مور او انا او فروع یعني لور او لمسۍ پر دغه کس حرامیږي، د دغي ښځي د خاله او خورځي سره نکاح صحیح کیږي، بېله مسح کولو په نظر سره و غیر فرج  ته حرمت نه راځي که څه  هم په اله تناسلي کي حرکت پیدا سوی وي. ځکه چي خاله او خورزه ئې په اصولو او فروعو کي نه راځي.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
(١):  فمن زنى بامرأة حرمت عليه أمها وإن علت وابنتها وإن سفلت.... وكما تثبت هذه الحرمة بالوطء تثبت بالمس والتقبيل والنظر إلى الفرج بشهوة ، كذا في الذخيرة.
 
سواء كان بنكاح أو ملك أو فجور. الفتاوی الهندیة: ج۱، ص۲۷۴.
 
(۲): والرابع بنات المرأة وبنات أولادها وان سفلن يحرمن على الزوج ويحرم هو عليهن ان كان بينهما أي بين الزوجين احد السبعة وهي الجماع في الفرج والجماع فيما دون الفرج والمباشرة بشهوة او المعانقة بشهوة او اللمس بشهوة والتقبيل بشهوة والنظر الى الفرج بشهوة. النتف فی الفتاوي:ص۱۶۴. کتاب النکاح.
 
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي  اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته