د انسان پټ او ښکاره حالت
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ سَلْمَانَ قَالَ : إِنَّ لِكُلِّ امْرِئٍ جَوَّانِيًّا وَبَرَّانِيًّا ، فَمَنْ يُصْلِحْ جَوَّانِيَّهُ يُصْلِحِ اللَّهُ بَرَّانِيَّهُ ، وَمَنْ يُفْسِدْ جَوَّانِيَّهُ يُفْسِدِ اللَّهُ بَرَّانِيَّهُ.[الزهدلإبن مبارک2/72]
ژباړه: سلمان رحمه الله وايي: د هر انسان لپاره پټ سته او ښکاره څوک خپل پټ اصلاح کړي الله به يې ښکاره ورته اصلاح کړي او څوک چي خپل پټ خراب کړي الله به يې ښکاره ورته خراب کړي.
يعني هر انسان دوه حالته لري پټ او سري حالت دی او بل علني او ښکاره حالت دی څوک چي خپل پټ او سري حالت چي دده او الله ترمينځ دی اصلاح کړي الله پاک به يې ښکاره حالت ورته اصلاح کړي او څوک چي خپل پټ او سري حالت فاسد او خراب کړي الله پاک به يې ښکاره حالت هم ورته خراب کړي.
ماخذ: اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net